داېدز نړيواله ورځ په کندهارکي ونماځل سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10492
ولي شاطبیب
دخبریدو نیټه : 2006-12-02

ولي شا طبيب / کندهار

دايدز نړيواله ورځ نن  دکندهارعامي روغتيا درياست لخوا ونماځل سوه په نوموړو مراسمو کي د روغتيايي کارکوونکو نه علاوه نورو دولتي کارکوونکو ،ملګرو ملتو کارکوونکو ،دټولنيزو موسسو ښځينه او نارينه کارکوونکو اودکندهار ښار اوسيدونکوبرخه اخيستي وه . مراسم دقران عظيم الشان دڅومبارکواياتونو په تلاوت سره پيل سوه ، وروسته دعامي وغتيا ريس داکترعبدالقيوم پخلا دروغتيا دوزير پيغام او په افغانستان کي دايدز په هکله معلومات حاضرینو ته واورول ،  داکترشاه ولي ديونسيف دصحي چارو مسول دملګروملتو دسرمنشي کوفي حنان پيغام واوروي ، ډاکترعبدا جبارد کندهار دګلوبل فنډ ددفترمشر اودکندهاردطبي ډاکترانودټولني  ريس دHIV/AIDS  په هکله خبري وکړي، اکترشمس الحق دWHO  پيغام ووايه  ،ډاکتر پاينده محمد ارغندابي دطب دپوهنځي استاد دAIDS دناروغي پراعراضو او علايمو وږغيدي ،داکتر عبدالواحد وثيق دطب دپوهنځي استاد دايدز دسرايت او انتقال لاري تشريح کړي  په اخير کي داکترفدامحمد سحر دايډز څخه دمخنيوي لاري چاري حاضرينو ته واورولي اومراسم ددعايي په ويلو پای ته و سيدل .