( روغتيا ) دنیویارک څخه درایټر روغتیایي خبرونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10530
دیپلوم انجنر محمد حق نیکزاد
دخبریدو نیټه : 2006-12-03

لیکونکي :امينارټن
ژباړونکی : دیپلوم انجنر محمد حق نیکزاد
نېټه : دجمعی ورځ د ډیسامبر لمړۍ ورځ کال ۲۰۰۶

پیاز او هوږه د کانسر(Cancer) یا د سرطان د ناروغیو ،د بدن دپړسوب د ناوړه دانواود حجراتو دنا منظم تکثر خطر کموي 
منبع : د امریکا د تغذیوي کلینیک ژورنال د نوومبر میاشت کال ۲۰۰۶ هغه خلګ چي په خپله ورځني غذا کي د پیازو او هوږي څخه کار اخلي ،د کانسر د ډیرو ناروغیو خطرونه کموي .دا په ایټالیا او سویزرلینډ کی  د اتو څیړنو نتیجه ده. ددوی لاسته راوړنه داده چي ، دپرمخ ګرځیدلو ( مؤسنو) خلګو په غذا کي د پیازو اوهوږو کارول د کانسر هغه خطرونه کموي ،کوم چي په غټي کولمی ،تخمدان او ستوني پوري اړه لري .
 هغه لاسته راوړوني چي د امریکا د تغذیوي کلینیک په ژورنال کي راغلي دي،هغه د تیرو څیړنو نتیجه ده .لاکن دغه نتیجی دهغو څیړنو څخه لاسته راغلي دي ،کومي چي په چین کي یی صورت نیولي دي او تر اوسه دا خبره روښانه سوی نده چي دغه څیړني د هغو څیړنو سره کوم چي په غربي ممالکو کي تر سویدي څه  توپیر لری یا نه .
دا معلومداره خبره ده چي په چین کي د غذا خوړلو عادتونه یو څه توپیر لري ،چیري چي په غذا کي د ډیري هوږي څخه کار اخلي .دا خبره ډاکټر کارلوتا چي د څیړني د ګروپ مشري پرغاړه لري کړیده .
د ایټا لیا د میلان  د څړني دمرکز مشري میرمن ګولیانی ددی خبری پخلی کړیدی چي دغه اخرنۍ لاسته راوړني د کانسر د ناروغیو خطرات ډیر کموي ،چیري چي ډیر سابه خوړل کیږي .
ددی او ددی د ملګرو په نظر تر اوسه پوری دا خبره یقیني سوی نده چي د بیازو اوهوږي کارول د کانسر د ناروغی  پرکمولو مستقیم اثرلري ،خو هغه کسان چي دپیازو او هوږي د خوړلو عاشقان دی ،دداډول ناروغيو په مقابل کي مقاومت لری .
کوم وخت چي د غټي کولمي د کانسر د تاروغۍ خبره راپورته سوه.د ګولیانی ملګرو دا خبره یقیتي کړه چي هغه نر او ښځي چي د ورځي پخپله غذا کی پیاز او هوږه کاروی د کانسر د ناروغیو سره چیداني نه مخامخ کیږي .

دا خبره باید هم وسي کوم خلګ چي د پیازواوهوږي څخه په خپلو ورځنی غذا کی کاراخلي ،د خولی،ستوني ،پښتورګو او تخمدان د کانسر په ناروغیو نه مبتلا کیږي .
ډیره معقول خبره داده چي پیاز اوهوږه دی د نورو سابو سره یو ځای و خوړل سی.که څه هم ځینو څیړونکو دا خبره یقثني کړیده چي که هوږه د رومیانو سره یوځای وخوړله سی ، پر ساینرجیستیک کانسر   “synergistic cancer”باندی اثر اچوی .دا څیړنه  کولیانی او ددی ملګرو تر سره کړیده .خو ،په عمومي توګه متخصصین داسي نظر ورکړیدی  چي :هره ورځ، د سابو او میوه جاتو خوړل د صحت او روغتیا لپاره ډیره ګټه لري .