سپينه ماڼۍ : په افغانستان کي دکوکنارو کر بندوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10533
بېنواويبپاڼه
دخبریدو نیټه : 2006-12-02

 

په افغانستان کې د کوکنارو په باب د سپينې ماڼۍ له تازه راپور سره سم په دې هيواد کې د ناټو او امريکايي ځواکونو له هلوځلو سره سره د کوکنارو کر په سلو کې شپېته زيات شوى دى .

په راپور کې ويل شوي چې د کوکنارو د کښت زياتوالي له وسله والو طالبانو سره مرسته کړې چې له نشه يي موادو څخه په ترلاسه کړيو پيسو وسلې واخلي اويا نوي کسان جګړو ته وګماري .

دامريکا د سپينې ماڼۍ د نشه يي موادو د کنترول ملي ادارې د جمعې په ورځ وويل : د افغانستان د کوکنارو د کښت په هکله د امريکا د حکومت په کالني اټکل کې ويل شوي دي چې سږ کال په افغانستان کې په شاوخوا يولکو اويا زره هکتاره مځکه باندې کوکنار کرل شوي چې تر تېر کال په سلو کې يوشپېته زياته مځکه ده .

له دې اټکل سره سم تر نورو ولايتونو په اروزګان او هلمند کې چې وسله وال طالبان پکې زيات فعال دي ،کوکنار ډېر کرل شوي دي .

په دغو دوو ولايتونوکې د تېر کال په پرتله په سلو کې يوسلو دوه دېرش زيات کوکنار کرل شوي دي .په نورو ٣١  ولايتونوکې کوکنار اتلس فيصده زيات شوي دي .

د سپينې ماڼۍ د نشه يي موادو د کنټرول د ملي ادارې رئيس جان والټرز  په افغانستان کې د کوکنارو د کر پر زياتوالي د اندېښنې د ښکارولو په ترڅ کې ويلي چې په افغانستان کې سږکال  د کوکنارو د کروندو د زياتوالي خبر مايوسه کړى دى .

هغه کوکنار د افغانستان د ثبات لپاره مضر بللي او د هغو د مخنيوي پر ضرورت يې ټينګار کړى دى .

د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو مرستيال وزيرې  ان پېټرسن هم دې ته ورته اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د نشه يي موادو د کاروبار رونق په افغانستان کې د قانون د حاکميت مخه نيسي .

سپينې ماڼۍ چې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکې د زياتوالي نوې ارقام خپاره کړي ،په عين حال کې ژمنه کړې چې د کوکنارو د مخنيوي لپاره به خپلې هلې ځلې ونه سپموي .