د روهي ادبي بهير ۳۵مه غونډه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10545
مختاراحمد انتقام/کندهار
دخبریدو نیټه : 2006-12-04

راپور: مختاراحمد انتقام

د روهي ادبي بهير ۳۵مه غونډه د روان كال د ليندۍ پر ۹مه د ماځيګر پر۴:۲د ښاغلي قيام الدين قيادت  لخوا د قران كريم په څو مباركو اياتوپيل سوه.

پرانيستونكي خبري د ښاغلي احمد فرزان پر غاړه وې، دا ورته په زړه پوري وه چي ملګري هره اونۍ په بهير كي سره راټولېږي، شعرونه سره اوروي او دردونه سره ګډوي، نوموړي ته د بهير د غونډي ورځ خوښي بخښونكې وه، همدا ډول يې د اطلاعاتو كلتور  رياست د هغي غونډي په اړه څه ناڅه مالومات وړاندي كړل چي د ښاغلي دروېش دراني په وياړ يې جوړه كړې وه، خو په دې ګيلمن و چي دبهير او ټولونو كسان دې غونډي ته نه وه ورغلي، پړه يې د ټولنو پر مشرانو واچول چي ولي ملګري دا ډول غونډو ته نه پرېږدي، هيله يې وكړه چي موږ بايد د ځينو خاصو كسانو او پېښو په خاطر له داسي غونډو پاته نه سو، ده زياته كړه چي يوالى به خپل كړو او په هره غونډه كي به ګډون كو.

ورپسې مختاراحمد انتقام ته د راپور وړاندي  كولو په موخه بلنه وركړل سو، خو نوموړي لومړى د ښاغلي فرزان خبري ته په اشار وويل چي په دې غونډه موږ نه يو خبر سوي دده په خبره چي د ټولنو مشران خپلو ملګرو ته  دا نه وايي چي  پلانكۍ غونډي ته  به  نه ورځئ، نوموړي په دې خواشيني وښوول چي ولي د اطلاعاتو كلتور رياست  داسي كوي، چي ځني كسان راغواړي او نور بيا نه خبروي.

راپور يې وړاندي كړى، چي په وړاندي يې دا ټكي پراته وه.

په راپور كي ويل سوي وه چي كره كتنه د وخت د كمښت له مخي پاته سوه، خوښاغلي احسان الله جرس دا خبره نيمګړې وبلل، ده وويل چي بايد ويل سوي واى چي كره كتنه راتلونكي غونډي ته پاته سوه.

ښاغلي واصل حسنيار راپور وستايه او د ښاغلي جرس خبره يې تائيدكړه.

ښاغلي سيد حبيب الله روحاني د راپور تر ستايلو وروسته وويل چي كره كتنه له دې خاطر پاته سوه چي د ښاغلي بسم الله افغانمل مېلمانه و نه د وخت د كمښت له مخي.

تر هغه وروسته ښاغلي جاويد همېش ته بلنه وركړل سوه چي خپله كره كتنه چي د ښاغلي جرس پر شعر يې كړې وه وړاندي كړي،په همدې كره كتنه كي د كره كتني لپاره  نور ټكي هم پاته وه چي ملګرو په ګوته كړه.

ښاغلي فرزان كره كتنه ډېره وستايل، خو د كره كتونكي خلاف يې په اول بيت كي د ((هم)) كلمه ښه اوپر ځاى وبلل، دده په خبره د شاعر سترګي له اوښكو ډكي دي نو يار  ته وايي چي تاته مي ((هم)) ونه كتل بل څوك خو لا پرېږده، په دويم بيت كي يې د ((ما)) كلمه پر ځاى وبلل

بيت داسي و:

منم چي زړه مي وې، چي ژوند مي وې، خو نه پوهېږم

څه مجبوري مي وه چي ((ما)) ته مي هم ونه كتل

ښاغلي فرزان وويل چي موږ كله_كله د مستۍ او لېونتوب په حال كي وايو چي په ځان ونه پوهېدم نو دلته د ما كلمه همداسي ده.

ښاغلي حسنيار غزل او كره كتنه دواړه ښه وبلل، د ښاغلي فرزان د ځينو خبرو تائيد يې وكړ، خو دويم بيت يې ځكه ګونګ وباله چي د ((ما)) كلمه په كي ګونګه ده.

ښاغلي خليل احمد څارن ته د شاعر دا خبره سمه نه ښكارېدل چي افغانستان ټولو خپلو وزوراوه، ده وويل چي ټولو نه دى زورولى.

ښاغلي فرزان وويل چي ټول نه دي يادسوي خپل ياد سوي دي.

ښاغلي سعيد زابلي ته بيا د خپل كلمه پرځاى او د ((ما)) كلمه يې د شاعر نوښت وباله خو د شاعر تر خبرو وروسته.

ورپسې ښاغلي احسان الله درمل كره كتنه ځكه رښتينې وبلل چي د شعر هنر ته په كي كتل سوي وه، نه د شاعر ملګرتيا او يا بل څه ته، كره كتنه يې پر استدلال ولاړه وبلل او د ((هم)) كلمه يې د شعر ښكلا وبلل.

وار ښاغلي جرس ته ورسېد، ده له كره كتونكي مننه وكړه چي دده پر شعر يې كره كتنه كړې وه. ده زياته كړه يار مي ځان او زړه بللى او تر ځان هم راته ګران و، نو مي ورته د ((ما)) كلمه وكارول.

مشاعره پيل سوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورول:

فرزان، عبدالرشيد مسئول،احسان الله درمل، حسنيار، قيام الدين قيادت، ممتاز احمد مظلوميار، نعمت الله منظور، رحمت الله جاهد، قدرت الله لېوال، خليل احمد څارن، انتقام، عبدالرحيم رسوا، محمد اسماعيل، روحاني، طالب احمد الله عباد،عصمت الله لايق، حاجي عبدالرزاق شيرزاد، ګران اغا الفتيار، عبدالرحيم بېتاب، فضل باري نورزي، عبدالله شاه محتابي، علي محمد حقمل، محمد شريف ناكرار،عبدالقاهر محتاج او حيات الله سهيم.

د غونډي مشر ښاغلي جرس ته بلنه وركړل سوه، نوموړي د ملګرو شعرونه وستايل، د دوى شعرونه يې د حالاتو انځورونه وبلل، هيله يې وكړه چي په بهير كي كره كتنه بايد همداسي روانه وي، ملګري يې وهڅول چي  شعرونه كره كتني ته وړاندي كړي، ځكه كره كتنه شعر سموي او  غونډه يې وستايل.

د كره كتني راتلونكى نوبت ښاغلي شېرزاد ته ورسېد چي د ښاغلي لېوال پر شعر به كره كتنه كوي. د غونډي مېلمه ښاغلى څارن و، وياند يې ښاغلى عبيدالله تسل و، بهير ته ټول راغلي كسان ۴۳وه، غونډه ماښام پر ۶:۳۲ په دعا ويلو پاى ته ورسېده.