د شهيدعبدالصمدخان اڅکزي ٣٣م تلين ولمانځل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10547
بوريوال کاکړ
دخبریدو نیټه : 2006-12-04

بوريوال کاکړ - کويټه
 د ٢٠٠٦م کال د دسمبر ده مياشتي پر دويمه نېټه د ازادۍ د کافلې عظيم سالار او ده پښتون قومي تحريک رهبر خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي ٣٣م تلين   ولمانځل سو.ده پښتونخوا په ټولوښارونو کښي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر مشرۍ لاندي غونډي جوړي سوې او ويناکونکو وه ارواښاد خان شهيد ته ده عقيدت او احترام ګلونه وړاندي او د هغه پر ژوند يې روڼا واچوله .د دغي لړۍ لويه او مرکزي غونډه د کوټي د ښار په صادق شهيد فټبال لوبغالي کښي تر سره سوه .غونډي ته ده پښتون قومي جرګې مشر نواب اياز خان جوګيزي محترم عبدالرحيم مندوخېل او د (پاکستان د محکومو قامونو تحريک) پونم او ده پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وينا وکړه.ښاغلي محمودخان اڅکزي د خپلي وينا په ترڅ کښي ده ارواښاد خان شهيد پر ژوند او قربانيو او تګلاره خبري وکړې دپښتنو حالت او په څو برخو وېشلئ وطن يې و ارزاوه  او ده تل په څېر يې په ګران افغانستان کښي ده پنجابي استعمار ده لاس وهني په کلکه غندنه وکړه او له نړيوالو ځخه يې وغوښت چي زموږ په وطن کښي دي د پاکستان ده لاس وهني مخه ونيسي او په هيواد کښي دي ده امن او پر مختګ لپاره خپل شته وس او توان په کار واچوي نوموړي پر افغانانو ږغ وکړ چي د يوالي لاره خپله ده هغه په وينا موږ به په هر حالت کښي درسره يو.
ديادوني وړ ده چي پرون په انګليستان کي هم د خان عبدلصمدخان درې دېرشم تلين ونمانځل سو .