جنرال حميد ګل افغانستان ته جنګيالي استوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10600
ميرويس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2006-12-06

دپاکستان دفوځي استخباراتو پخوانی مشر جنرال حميد ګلجنرال حميدګل

د كابل د ملي امنيت چارواكو خبر وركړ چې د ننګرهار په ولايت كې يې له يوه نيول شوي ترهګر څخه يو لړ مهم اسناد تر لاسه كړي دي . د نوموړي رياست د رسنيو د دفتر يوه چارواكې وويل :  د ملي امنيت كاركونكو څه باندي شل ورځي وړاندي د ننګرهار ولايت يو اوسېدونكى چې په پاكستانيو مدرسو كې يې ترهګريزي زدكړي تر لاسه كړي وې ونيوى، او هغه دوى ته اقرار كړى چې غوښتل يې د لس لكو پاكستانيو روپيو په بدل كې د كابل د خشتي پله د جومات مخامخ ځان والوزوي.

دبمونو له واسكټ سره نيول شوې  كس اقرار كړى چې نوموړى د باجوړ ايجنسۍ په هاشميه  مدرسه كې د مولوي ګل ولي له خوا روزل شوى او د دوى په مدرسه كې څه باندي ۶۰۰ تنه ځوانان د ځانمرګو بريدونو په زده كړي بوخت دي .

 نيول شوى كس چې ځان جندوګل او د ننګرهار د دره نور د ولسوالۍ اوسېدونكى ښيې، د لومړنيو څېړنو پر مهال يې دا هم ويلې چې د دوى مدرسې ته د پاكستان د استخباراتو د ادارې ( آى، ايس، آى) د پخواني مشر جنرال حميد ګل له خوا پيسې او د اړتيا وړ تخنيكي وسايل ورکول کېږي . د ملي امنيت د كاركونكو په حواله جندوګل يوه بل ټکي ته هم اشاره کړې ده، هغه دا چي حميد ګل او د مدرسې د مشرانو هر يوه ملاګل ولي او عبدالشكور تر منځ د شپې پر مهال پټي غونډې جوړ ېدې . او د دوى د مدرسې مشران په اونۍ كې څو ځله د نو ښار ښارګوټي ته تلل او هلته يې له جنرال حميد ګل سره د هغه په دفتر كي خبري اتري كولې .

دجميعت علما اسلام له انټرنټي ارشيف څخه ترلاسه سوي عکسونه

قاضي حسين احمد او جنرال حميد ګل

جنرال حميد ګل

قاضي حسين احمد

مولانافضل الرحمان

جنرال حميدګل د پاکستان او ايران د اسلامي ګوندونو له مشرانوسره