Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
يوشمېرافغان رسنۍد غرب په پيسو ايران ته خدمت کوي
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11128نتکۍدخبریدو نیټه : 2007-01-09نتکۍ - کابل
په افغانستان كې د كلاسيكې موسيقۍ د بياغوړولواواحيالپاره دتكړه هنرمند وحيدقاسمي په مشرۍ او د اط
اعاتواوكلتورپه هڅونه يوكميسون اعلان شو.په دې مناسبت نن سې شنبې د ١٣٨٥ لمريز کال د مرغومې ۱۹مه
نېټه داطلاعاتواوكلتورپه وزارت كې ددې وزرات د وزيرپه ګډون په جوړه شوې غونډه كې يوشمېرافغان هنروالوبرخه در
وده.
په غونډه كې چې وحيدقاسمي دبرخوالوپه رايود كميسون مشرغوره شو،داطلاعاتواوكلتوروزي
عبدالكريم خرم پرافغانستان د پرديوكلتوري يرغل ته اشاره وكړه اوويې ويل دبهرنيانوكلتوري يرغل
دافغانستان د هنراوكلتورټولوڅانګوته زيان اړولى او هيله ده چې دافغان هنروالوپه هلوځلودروان كلتوري يرغل م
خه ونيول شي .ښاغلي خرم همداراز وويل چې دهيواددسينمااوتياتربرخوته تريوه حده پام شوى خو اصلي افغاني موسيقۍ
ته چندانې توجه نه ده شوې اوپكارده چې زموږ اصيله افغاني موسيقي بېرته وغوړېږي .ښاغلي خرم دكلاسيكې موسيقۍ دكم
يسون جوړېدل دې لورته لومړنى ګام وبالۀ.
دافغانستان په موسيقۍ كې د پرله پسې جګړواومهاجرتونوله
امله ركود رامنځته شوئ او له بلې خوا ګاونډي هيوادونه هڅه كوي چې خپل كلتوري نفوذ په هره برخه كې پ
افغانستان وتپي .دبهرنيوهيوادونودكلتوري اغېزدافغانستان په خبري رسنيوكې تردې حده رسېدلى دى چې څوك نه پوهېږي
دكوم هيوادراديوياتلويزيون وايي .ځينې افغانان وايي په داسې حال كې چې ايراني چارواكي دخپلوخبري
سنيوويندويانوته اجازه نه وركوي چې له تهرانۍ لهجې پرته په مشهدۍ يا دحافظ په شېرازۍ لهجه په راديو يا تلويزيون
كې وږغېږي ،دافغانستان د تلويزيونونو ويندويان چې د ايراني پلوه شيعه وو په كنټرول كې دي په ايرانۍ لهجه خبرې
كوي .دا په داسې حال كې ده چې دا تلويزيونونه چې اكثره يې دغرب په مالي مرسته پيل شوي اوچلېږي ،دايران لپاره
دخدمت په خاطر ايراني سندرې ،ډرامې ،فلمونه اوحتی په ايرانۍ فارسي دلوېديځو فلومونودوبلاژخپروي .