په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز لخوا :
د ۲۰۰۴ م کال د سپتمبر مياشت، ددغې مياشتې نوم د هر چا لپاره ټکان ورکوونکی دی. کله چې نړۍ وال د سپتمبر د مياشتې نوم اوري نو له هر چا سره دا احساس پيدا کيږي چې بيا کومه انسان وژونکې پېښه شوی ده، او يا کوم اوښتون راغلی دی؟ د اځکه ددې مياشتې په يوولسه نېټه يو وخت هغه څه پېښ شوه چې ټوله نړۍ يې له همېشني خوب څخه راويښه کړل، ځکه کله چې د سپتمبر د مياشتې نوم اخيستل کيږي نه يوازې افغانان بلکې له نړۍ والو سره هم د ډار او خواشينۍ احساس راپيدا کيږي، او هرې خوا ته له وحشت څخه د وېرې له احساس څخه په ډکو سترګو نړۍ ته ګوري. مګر دا ځل نه دنګې ماڼۍ نړول شوي او نه هم انسانان وژل شويدي. هر څه پر ځای دي، خو له ګران هېواد افغانستان څخه يوې افغانې مېرمنې چې پخپل هنري هاند يې همېشه ښځه، مور، خور، لور او ژوند انځور کړی له هېواد څخه واټنونه لېرې پرتو مهاجرو ته او له هېواد څخه لېرې پرتو مسافرو ته سر راښکاره کړ، هغه اغلې صفيه صديقي وه، چې مالمو ته راغله. په مالمو کې اوسېدونکي افغانان د هغوی مېلمه پال وه.
د سپتمبر په ۲۷ نېټه په هغه محفل کې چې د سويډن – افغانستان کمېټې لخوا جوړ شوی وو، د افغانانو سره په افغاني مينه او احساس د زړه خواله وکړه او په دغه جونګړه کې يې په پښتو، دري او انګليسي ژبو نه يوازې خپل هنري انځورونه د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل، بلکې د هغوی هغو سوالونو ته يې چې د افغانستان په دغو ستونزمنو او برخه ليک ټاکوونکو شېبو کې نړۍ والو ته د علاقې وړ وه، وړ ځوابونه وويل.
په سبا يې چې د سپتمبر د مياشتې ۲۸ نېټه کېږي اغلې صفيه صديقي هغه محفل ته د بلنې هو وويل کوم چې ددغې اغلې په وياړ په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز په نوښت جوړه شوې وه.
دغه دروند محفل د حبيب الله غمخور لخوا نوموړې اغلې خور ته د هرکلي په ويلو سره پرانيستل شو.
وروسته عادلې رحمتزۍ د غونډې ويناکوونکي خلکو ته يو په بل پسې ورپېژندل.
ددغې ښکلي او په زړه پورې ادبي او فرهنګي غونډې په وياړ چې زيات شمېر افغانان، ښځي، نر او ځوانان راټول شوي وه د سويډن د مالمو په ښار کې ميشته افغان شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو خپل خواږه او په زړه پورې شعرونه د غوندې برخه والو ته واورول. د مشاعرې په پيل کې په مالمو کې اوسېدونکي افغان او زموږ د هېواد پخواني شاعر ښاغلي محمدګل ( شبګيريار) خپل دوه شعرونه ( دوطن ياد، او يوه غزل)، ښاغلي عبدالباقي ( تلاښ ) خپل دوه شعرونه او زموږ ځوان او تکړه شاعر هېواد( شېرزاد)، قدرت (حليم) او له ډنمارک څخه رابلل شوي د پښتو ژبې خوږ ژبې انځورګر ښاغلي عبدالمالک ( بېکسيار) او نورو شاعرانو خپل د زړه خواله له اغلې صفيه ( صديقي ) او د غونډې برخه والو سره شريک کړه.
د يادولو وړ ده چې زياتو ځوانو افغاني زلمو شاعرانو دبېنوا د فرهنګي ټولنې د مشر ښاغلي عبدلاحمد محمديار په وياړ هم خپل ښکلي شعرونه ولوستل.
د پروګرام په دوهمه برخه کې اغلې صفيه ( صديقي ) پخپلو خوږو شعرونو او ادبي انځورونو سره د غونډې برخه وال د څو ساعتو لپاره خوښ وساتل، داغلې ( صديقي ) شعرونه او ادبي انځورونه د غونډې د برخه والو له خواپه چکچکواو وطني احساساتو سره بدرګه کېدل.
د غونډې په پايله کې په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د غړو په استازيتوب د ګلو ګېډۍ د همدغه مرکز د مشر ښاغلي محمدا قا ( شېرزاد ) لخوا اغلې ( صديقي ) ته ډالۍ شوه.
( د غونډي يوه څنډه ) د غونډي يو شمېر برخه والي او اغلې صفيه صديقي
له ډنمارك څخه ښاغلی عبدالمالك بيکسيارد غونډي برخه والو ته خپل شعر اوروي
ښاغلی محمدګل شبګيريار د غونډي د مشاعري پر مهال خپل شعر اوروي
ښاغلی عبدالباقي تلاښ د مشاعرې په برخه کښي
اغلې عادله رحمتزۍ غونډي ته د وينا په حال کښي
ښاغلی قدوس رحمتزی د مشاعرې پر وخت خپل له احساساتو ډک شعر وايي