ددې مرکې لومړۍ پوښتني د ليکوال مجلې له خوا مطرح سوې وې ، دا چي ليکوال مجلې خپره نه کړه ، دبېنواويبپاڼي له خوا نوري پوښتني ورزياتي سوې او جوابيدو وروسته خپريږي .
پوښتنه: د خپل ژوند په باره کي یو څه ووایاست.
جواب: زه به د خپل ژوند په باره کي څه ووایم؟ دونه به ووایم چي په کال ١٩۴٨ کي په کندهار کي زېږېدلی یم. لومړنۍ زده کړي مي د کندهار د میرویس بابا په لېسه کي کړې او وروسته په کال ١٩٦٨ کي د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته شامل سوى او په کال ١٩٧٢ کي ورڅخه فارغ سوی یم.
په کابل کي مي د پښتو ټولني سره همکاري کړې او یوکال د کابل د مجلې مسول مدیر وم. په کال ١٩٨١ کي پاکستان ته مهاجر سوم او په کال ١٩٨٣ کي مي د امریکا ږغ راډیو سره په کار پیل کړى او تر اوسه پوري په دغه موسسه کي په کار لگیا یم.
د عمر په ډېر واړه سن کي مي د شعر په لیکلو پیل کړی دی، خو څرنگه چي کورنى محیط مي د شعر تشویقولو ته چنداني مساعد نه وو او په کور کي مي یا څوک د شعر لیکلو او شعر ویلو په قدر نه پوهېدل او یا یې لږ تر لږه زه تشویق نه کړم. ښایي دغه علت وي چي د شعر په لیکلو کي مي څو ځله، حتی څو_څو کاله، وقفه راغلې وي.
پوښتنه: تاسي د افغانستان موجوده او تېر حالت ته په کوم نظر گورئ؟
جواب: که مطلب د افغانستان اوسنۍ سیاسي وضع وي، نو دا خو ویلای سم چي د طالبانو د رژیم تر حالت او سنۍ وضع لږ تر لږه، له دې درکه بهتره ده چي انکشاف او ودي ته لاره خلاصه سوې ده. د طالبانو په دوران کي هر څه په ټپه ولاړ وو او د هیڅ پرمختگ تمه کېدلای نه سوه. البته د طالبانو په دوران کي امنیت موجود وو چي هغه اوس نسته او د طالبانو په وخت کي یوه قوي واحده مرکزي اداره موجوده وه، چي اوس فکر کېږي یوازي د خارجیانو په مرسته ولاړه ده او که د دوی قوتونه نن له افغانستان څخه ووزي، معلومه نه ده چي په دې هیواد کي به څه پېښ سي. یوه بدمرغه پېش بیني، چي اکثره خلک یې کوي، دا ده چي وایي داسي حالات به راسي چي افغانستان په خپل تاریخ کي تر اوسه پوري په سترگو نه دى لیدلى.
په عمومي صورت اوسنۍ وضع له هره پلوه د پښتنو په تاوان ده. د پښتنو په سیمو کي بې امنیتي موجوده ده. د پښتنو په سیمو کي تریاک کرل کېږي او د پښتنو په سیمو کي معارف تر بل هر ځای کمزورى دی او ښونځي سوځول کېږي او ښوونکي او د پوهني کارکوونکي وژل کېږي. په دې حساب چي څه بهرنۍ مرستي راځي او که چېري څه خارجي پانگه اچوني کېږي نو هغه به په غیر پښتني سیمو کي وي ځکه چي صنعتي انکشاف، تجارتي فعالیتونه او تعمیراتي کارونه ټول امنیت ته ضرورت لري. چېري چي امنیت نسته نو هلته انکشاف نسته او په دې حساب پښتني سیمي په خاصه توگه د بدمرغۍ خواته رواني دي. او که د افغانستان د موجوده حالت څخه مطلب فرهنگي وضع وي نو هم ویلای سم چي وضع د پښتنو په تاوان ده. تاسي وگورئ ټول فرهنگي موسسات او وزارتونه د غیر پښتنو په لاس کي دي. د پوهني وزارت، د عالي تحصیلاتو وزارت، راډیو او ټلوېزیون او اکثره نشرات ټول د غیر پښتنو په لاس کي دي او زه په دغه برخه کي د دولت پالیسي غیر عادلانه او حتی ظالمانه بولم. له یوې خوا امنیتي وضعي په پښتني سیمو کي د پوهني او تحصیل جریان او انکشاف کمزوری کړی او له بلي خوا دولت پښتني سیمو ته ډېره لږه او حتی د نشت په حساب، توجه کړې ده. زه په دې برخه کي د حکومت په پالیسي کي د کوم تغیر څرک نه احساسوم او اینده تاریکه راته ښکاري.
پوښتنه: د افغانستان اووه ویشت کلن نظم او نثر په څه حالت کي دى؟
جواب: که مو مطلب په تېرو اووه ویشتو کالو کي د افغانستان د نظم او نثر خبره وي نو زه په ډاډه زړه ویلای سم چي په دې تېرو تقریباً درو لسیزو کي د پښتو ژبي د نظم په برخه کي ډېر ښه پرمختگ کړی دی. حتی ما په ځینو ځایونو کي ویلي دي او ډېر لیکوالان او شاعران اتفاق هم راسره لري، چي پښتو ژبي په افغانستان کي سل کلنه لاره په لس کاله کي وهلې ده. شعر ډېره ښه وده کړې ده په تېره بیا غزل دومره ښایسته سوې ده چي ښایي دېرش کاله مخکي به یې هیچا تصور نه سو کولای. دومره د کم عمر ځوانان دومره پاخه غزلونه لیکي چي اوس د سړي پر غوږونوباندي خام شعرونه تر پخوا ډېر بد لگېږي. دونه بد لگېږي چي د اورېدلو حوصله یې نه وي. په کندهار، خوست او زابل کي چي یو وخت به د گوتو په شمېر شاعران پکښي اوسېدل، داسي ځوان شاعران او په دونه زیات شمېر شاعران پكښي پیدا سوي دي چي سړی یې د شعري مجموعو په لوستلو نه رسېږي. پخوا به په کال کي یوازي په ننگرهار کي د نارنج گل مشاعره کېدله. د ډېرو لېرو _ لېرو سیمو څخه به شاعران ورته راغلل، خو په هغې کي به هم د گوتو په شمېر پاخه شعرونه ولوستل سول. اوس په ننگرهار کي د نارنج گل، په کندهار کي د انارگل، په زابل کي د بادام گل او په وردگو کي د مڼې گل مشاعرې کېږي او په هري یوې کي داسي پاخه شعرونه، په تېره بیا غزلونه، لوستل کېږی، چي سړی په یقین سره ویلای سي چي د پښتو ژبي شعر معراج ته رسېدلی دی. خو که د نثر، په تېره بیا د تحقیقاتي نثرونو خبري ته راسو، نو له بده مرغه، په همدغه ډاډ ویلای سم چي دا برخه ډېره خواره ده. د دې یو مهم علت دا دی چي د افغانستان د مقاومت او داخلي جنگونو په جریان کي ښونځي او تعلیمي مرکزونه تباه سول. حتی د مجاهدینو متعصبو مشرانو په لوی لاس د ښونځیو ورانولو ته مخه کړه ځکه چي د هغوی په عقیده ښونځي او تعلیمي او کلتوري مرکزونه د کفر او الحاد موسسې وې. د همدغو مرکزونو او موسسو څخه د کفر ږغ پورته سو او پر هیواد باندي یې بدي ورځي راوستلې. د افغانستان بې سوادو اولسونو د دغو تبلیغاتو تر تاثیر لاندي خپلو تعلیمي مرکزونو ته اورونه واچول، ښوونکي او د تعلیمي مرکزونو کارکوونکي یې بې پوښتني قتل کړل او حتی د مهاجرت په جریان کي یې هم پر کراره پرې نه ښودل. له پاکستان او اېران څخه یې هم وتلو ته مجبور کړل او مېنه یې په لوی لاس تشه توره کړه. په داسي حالاتو کي تحقیقاتي نثر انکشاف او وده کولای نه سي او طبیعي خبره ده چي تحقیقات او علمي څېړني څو نسله شاته پاته سوې. ځوانانو د خپلي علمي تندي د ماتولو دپاره اوس زیاتره د پخوانیو چاپ سویو آثارو بیرته چاپولو ته ملا تړلې ده، چي دا پخپله ډېر بې گټي کار نه دی خو کافي نه سو ورته ویلای.
دا بدمرغه جریان اوس هم روان دی او بیا هم بلا یوازي د پښتنو په سیمو کي لنگه ده. د کنړ، پکتیا، زابل، کندهار او روزگان او هلمند په ولایاتو کي بیا هم د ښونځیو پر ضد حرکت پیل سوی دی او دا دی بیا هم پښتني سیمي په ښوونه او روزنه کي تر نورو سیمو وروسته پاتېږي او طبیعي خبره ده چي بیا به هم تحقیقاتي نثر شاته پاته وي.
د ادبي نثرونو په برخه کي باید ووایم چي په اوسنۍ پښتو کي ادبي پارچې چنداني نه لیده کېږي. د مرحوم الفت، مرحوم بېنوا، مرحوم خادم، مرحوم ریښیتن او نورو پخوانیو لیکوالانو ادبي نثرونه، له بده مرغه له هغوی سره ښخ سول او چنداني توجه ورته ونسوه. او که خبره د لنډو داستانونو او ناولونو سي نو ویلای سم چي زه پخپله په قانع نه یم. ماته داسي ښکاري لکه زموږ لیکوالانو چي اصلا کلاسیک ادبیات او د لویو لیکوالانو نالونه او لنډي کیسې له سره لوستي نه وي. زما انتقاد په دې برخه کي ډېر عام دی او ډېري لږي داسي لنډي کیسې مي لوستي دي چي مضمون یې ابتکاري او شکل یې ښایسته او ادبي وي. په دې برخه کي په تېره بیا د ترسیم خوا ډېره خواره ده.
لیکوالانو، په تېره بیا ځوان نسل، ته به زما مشوره دا وي چي خپل بېخي ډېر زیات وخت د لویو داستانونو او لویو استادانو، لکه لیوتولستوی، اونوره دو بالزاک، انتون چیخوف، جک لندن او دغه راز نورو لیکوالانو د داستانونو او ناولونو مطالعې ته ورکړي. په دې کي شک نسته چي د تعلیمي مرکزونو تباه کېدلو به د خارجي ژبو د زده کړي امکانات هم له منځه وړي وي خو له نېکه مرغه چي د دغو ټولو لویو لیکوالانو لیکني په فارسي او اردو ژبو پیدا کېږي او گواکي دا سوال تر ډېره ځایه پوري حل دی.
پوښتنه: تاسي خو له وطن نه لیري هم ژوند کړی دی، د وطن نه بهر او په وطن کي دننه شعرونه څومره توپیر سره لري؟
جواب: له وطن نه دباندي، که مطلب امریکا، کاناډا او اروپا وي، نو ویلای سم چي په امریکا کي د پښتو ادب چنداني خوند نسته، په کاناډا کي وضع ډېره بده نه ده. هلته پښتو ژبي شاعران او شاعراني سته او وخت په وخت ادبي او علمي غونډي هم جوړوي او زه هم کله_کله برخه پکښي اخلم.
اروپا، په دې برخه کي له ټولو نه ښه ده. په هر هیواد کي او حتی په هر ښار کي ادبي ټولني سته. لیکوالان او شاعران ډېر فعال دي، ادبي او علمي غونډي او کله_کله ډېر لوی_لوی بین المللي سیمینارونه جوړوي. په دې لړ کي په المان کي د کولن په ښار کي ادبي ټولنه، چي زرین انځوریې مشر دی، ډېره فعاله ده او د افغانستان د تېرو حکومتونو او اکاډیمیو په سویه نوي او زاړه کتابونه چاپوي. د علمي او ادبي غونډو د جوړولو وظیفه یې هم پر غاړه اخیستې ده او سړی ویلای سي چي له زوره لوېدلې نه ده او ښه په زورپر مخ روانه ده. خو له هیواد څخه بهر د افغانستان د پښتو ژبي اصلي زور په پاکستان کي دی. زه ویلای سم چي اصلاً د پښتو ژبي شعر او په تېره بیا غزل په دغه سیمه کي زور واخیست او د مهاجرت په کلونوکي د پښتو شعر داسي وځلېدی چي په ډېرو مواردو کي یې د صوبه سرحد او بلوچستان پر شعر او لیکنو باندي هم تاثیر وکړ. که افغان مهاجرو لیکوالانو، په تېره بیا ځوان کول، د پاکستان له پښتنو او پښتني کلتوري او علمي محيط څخه څه اخیستي وه نو ډېر څه یې ورهم کړل. په دغه اندازه شعر، نثر، سیاسي لیکني، لنډي کیسې، ډرامې اوناولونه په افغانستان کي د پښتو ژبي په ادبي تاریخ کي ایجاد سوي نه وه. پښتو شعر خپل معراج ته ورسېدی او په ډاډه زړه ویلای سم چي که یو وخت چا د پښتو ژبي د سقوط فکر کاوه، نور دا ژبه له ورکېدلو او محو کېدلو څخه را وگرځېدله او لا به نوره هم وځلېږي.
پوښتنه: تاسي په خپلو شعرونو کي کوم صنف زیات خوښوي؟
جواب: زه پخپله هیڅ صنف ته ترجیح نه ورکوم، زما دپاره اصلاًد شعر شکل ډېر لږ اهمیت لري، زه د شعر په مضمون پسي گرځم غزل هم لیکم، مثنوي هم لیکم، ازاد شعرونه هم لیکم، خو د ځوانۍ په موسم یا د شعر لیکلو په لومړیو مراحلو کي مي د غزل خواته تقریباً هیڅ توجه نه کوله. زیاتره مي د اجمل خټک د نویو شعرونو طرز، چي په هغه وخت کي یې په ځوانانو کي ډېر رواج موندلی وو، تعقیباوه. وروسته مي د ازادو شعرونو او دغه راز د غزلو لیکنو ته مخه کړه. د مثنوي پرطرز مي فوکلوري داستانونه منظوم کړل، چي دغه برخه ډېرو زیاتو خلکو استقبال کړه او ما د هغوی له غوښتني سره سم دغه لاره یو څه ونیوله او تراوسه یې هم تعقیبوم. البته په دې برخه کي له خپلو ځوانو شاعرانوڅخه زما غوښتنه دا ده چي که چېري دوی هم دغه راز داستانونه منظوم کوي نو چي د هر ډول داستان په منظومولو خپله انرژي ضایع نه کړي.یوازي هغه داستانونه منظوم کړي چي خلکو ته یو څه ورکړي او په اصطلاح یا پند اویا عبرت ولري. کنه نو د نظمونو د ژوندي پاته کېدلو احتمال به یې ډېرکم وي.
پوښتنه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ دولتي اختلاف وو، خو اولسونو یې دوستي سره کوله، خو اوس په اولسي سطح هم ځیني اختلافات منځته راغلي دي، علت یې څه دی؟
جواب : ښه خو به دا وای چي زما څخه مو دا پوښتنه اصلاً کړې نه وای، ځکه چي دا سیاسي پوښتنه ده او زه سیاستمدار نه یم، خو تر هغه ځایه چي زما پوهه اجازه راکوي نو زه ویلای سم چي د سرحد پر دواړو غاړو اولسونو نه پخوا او نه اوس اختلاف سره درلود او نه یې لري. د مهاجرت په څه کم دېرشوکلونو کي د سرحد څخه پوري خوا اولسونو نه یوازي پښتنو مهاجرینو بلکي ازبکو، تاجکو او هزاره مهاجرو ته هم غېږه خلاصه کړه او داسي هر کلی یې وکړ چي د مهاجرت په تاریخ کي به یې ډېر لږ مثال لیده سوی او یا حتی هیڅ نه وي لیده سوی.
که د اختلاف خبره وي نو دا اختلاف هر وخت د دولتونو ترمنځ دی، د پښتو نستان مسله یا د ډیورنډ د کرښي موضوع د دواړو هیوادونو ترمنځ د دایمي اختلاف موضوع ده او دواړو هیوادونو او کله_کله گاونډیو هیوادونو هم په بېلو وختونو کي استفادې ورڅخه کړي دي. خو په زړه پوري خبره دا ده چي د دې اختلاف د لیري کولو لپاره تر اوسه چا کومه جامع طرحه چي بین المللي ټولني ته د منلو وړ او د واقعیتونو سره سر وخوري، نه ده وړاندي کړې. زه په دې باره کي ځکه زیاتي خبري نه کوم چي دا د پښتنو، په تېره بیا د افغانستان د پښتنو دپاره یوه حساسه مسله ده. خو دونه وایم چي که چېري د افغانستان واکدارانو په ریشتیا هم غوښتلای چي دا مسله د تل لپاره او په اصولي او سم شکل حل کړي، نو د طرحه کولو دپاره یې تر ټولو ښه مرجع د ملگروملتونو موسسه وه. زه فکر کوم چي نه د پاکستان او نه د افغانستان واکدارانو دغي مسلې ته جدي توجه کړې ده او نن له هر چا څخه په اصطلاح، د ماشوړې سر ورک دی. کله_کله خو لا دا هم اورېدل کېږي چي د ډیورنډ د تړون موده سل کاله وه. هغه سل کاله یې په کال ١٩٩٣ کي پوره سوي دي او باید چي اوس نو د پاکستان واکداران یا د افغانستان څخه بېلي کړي سیمي پخپله تسلیم کړي او یا دې موضوع ته جدي توجه وکړي. په داسي حال کي چي دا موضوع د ډیورنډ په تړون کي له سره وجود نه لري او د هغه تړون په اساس دا سیمي د تل لپاره د افغانستان له وجود څخه بېلي سوي دي. اوس نو سوال دا دی چي ستاسي په اصطلاح دا د حکومتونو او اولسونو ترمنځ اختلاف به بالاخره څرنگه حلېږي؟
زما په نظر لومړی د یوه جامع حل پیدا کول، بیا په ملگروملتونو کي د هغه طرحه کول او ورپسې نو جدي او عملي اقدام کول لازم دي. خو له بده مرغه چي په دې کي یو کار هم تر اوسه پوري نه دی سوی. ځیني کسان لا وایي چي د ډیورنډ کرښه د برټانوي هند او افغانستان ترمنځ کش سوې ده. اوس چي برټانوي هند له منځه تللی دی، نو د هغه سره شوي ټول تړونونه منسوخ دي. په داسي حال کي چي خبره دونه ساده نه ده، بلکي دغه موضوع د ډیورنډ د کرښي مسله نوره هم پېچلې کوي. زموږ دعوه د برټانوي هند سره وه او برټانوی هند له منځه تللی دی. د برټانوي هند د ړنگېدلو سره یو ځای پاکستان منځته راغلی او هغه هیواد په ملگرو ملتونو کي رسمي غړیتوب لري او ټولي نړۍ په رسمیت پېژندلی دی. د یوه هیواد د رسمیت پېژندلو سره د هغه سرحدات په رسمیت پېژندل کېږي او د دې معنی دا ده چي ملگرو ملتونو، نړۍ او له هغې جملې څخه افغانستان دغه سرحدات په رسمیت پېژندلي دي او له یوه پېژندل سوي هیواد څخه چي تر افغانستان په سل چنده قوي دی، د دوو بشپړو صوبو اخیستل د ماشومانو خبري نه دي. دا مهمه اوحیاتي مسله یوازي په احساساتي کلمو او څو شعرونو او شعارونو نه حلېږي.
د لرو پښتنو په اصطلاح، په کار خو دا ده چي تر هر څه دمخه په پاکستان کي دننه پښتانه د دې کرښي پر ضد تحریک پیل کړي. البته دا تحریک د شعرونو په لیکلو او مقالو په لوستلو او د څو سیاسیونو په فرار کېدلو او د افغانستان حکومتونو ته د پناه په راوړلو نه افاده کېږي. هغه پښتانه باید په عمل کي دا وښیي چي دوی نه غواړي د پاکستان او پنجاب تر سیاسي او فرهنگي دیکتاتورۍ لاندي ژوندوکړي، بیا به نو د افغانستان پښتانه د هغوی د حقوقو د اخیستلو لپاره ملا تړي او له هغوی سره به له اخلاقي او ډیپلوماټیکو مرستو څخه نیولې تر اقتصادي، سیاسي او پوځي مرستو پوري هرڅه ته ملا تړي.
داسي نه کېږي چي د کابل په اصطلاح«خانه شاه خبر نه، خانه عروس ډنگ ډنگ»یعني په پاکستان کي هیڅ خبره نه وي او افغانستان د پښتونستان نغارې پیل کړي وي. پاکستان١٦٠میلیونه نفوس او پنځه سوه شل زره پوځ او اټومي وسلې لري. د دې گاونډي سره ټوکي نه سي کېدلای. دا د ماشومانو خبري نه دي او که تش په ښکنځلو د ډیورنډ کرښه ماتېدلای نو اوس به زر ځله ماته سوې وای. د ډیورنډ مسله تر هغه چي موږ ته تبلیغ کېږي ډېره جدي ده او جدي او اصولي تعقیب غواړي.
زه د بل هر پښتانه په څېر په دې عقیده یم چي د ډیورنډکرښه یوه ظالمانه او تحمیلي کرښه ده. زه په دې عقیده یم چي په نړۍ کي به د ډیورنډ د کرښي په څېر ظالمانه کرښه، چي هیڅ جغرافیایي، مذهبي، طبیعي او اتنوگرفیکي اساس نه لري، وجود ونه لري. دې کرښي یو قوم، یو کور، یو کهول پر دوو برخو وېشلی دی. سړی حتی نه پوهېږي چي په دې توگه د یوې ظالمانه کرښي د ایستلو هدف به څه وو او یوه په اصطلاح متمدن قوم به دونه ظلم ولي کړی وي. مگر خبره کشکي یوازي د تاریخي اسنادو په وړاند ي کولو حلېدلای.
موږ اورېدلي دي چي حق اخیستل کېږي ورکول کېږي نه. خو زه وایم چي شعرونه او شعارونه د حق د اخیستلو لاره نه ده. له دې مسلې څخه په تاریخ کي ډېره بده استفاده سوې ده. د سرحد پر دواړو غاړو باندي مستبدینو د خپلو دښمنانو د ځپلو دپاره کار ورڅخه اخیستی او وخت په وخت یې ډېر هغه کسان خپلو دښمنانو ته د جاسوسۍ کولو په تور نیولي او شکنجه کړي دي چي د خپلو اولسونو دپاره یې د ریښتونو سیاسي او اجتماعي حقوقو غوښتنه کوله.
پوښتنه: نو بیا ستاسي په نظر دا مسله څرنگه حلېدلای سي؟ ایا پر همدغه ځای پرېښودله سي، ځکه چي زموږ گاونډی زموږ او زموږ د وروڼو پښتنو حق نه راکوي؟
جواب : تاسي زما سره د یوه لیکوال او شاعر په حيث مرکه کوئ اوما وختي درته وویل چي دا د شعرونو او لیکنو کار نه دی. د ډیورنډ د کرښي د ړنگېدلو لپاره د پوهانو او لیکوالانو سیمینارونه او کنفرانسونه جوړول ځکه گټه نه کوي چي دا مسله بالکل روښانه ده. دا خبره څېړنو او د اسنادو وړاندي کولو ته ضرورت نه لري. دا خبره تر لمر روښانه ده چي د وخت یوه ظالم استعماري نظام د یوه قام په کور او کلي کي په خپله خوښه کرښه ایستلې او یو کور یې پر دوو برخو وېشلی دی. دا ستونزه به ملگري ملتونه او گاونډي هیوادونه حلوي. زما په عقیده د دې مسلې د حلولو مسولیت د افغانستان اوسني دولت ته ور په غاړه دی. د افغانستان اوسنی دولت باید یا د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني او هیواد د تل لپاره د جنجال څخه خلاص کړي. یا دا موضوع په ملگرو ملتونو کي په جدي توگه مطرح کړي او له هغه چا څخه چي د افغانستان او صوبه سرحد د پښتنو حقوق یې تر پښو لاندي کړي دي د خپل حق غوښتنه وکړي او کنه نو دریمه یې د زور لاره ده. البته د زور لار هغه وخت ممکنه ده چي په پاکستان کي دېره پښتانه زموږ سره دا ومني چي دوی هم د ډیورنډ د منحوسي کرښي لیري کېدل غواړي او په دې لاره کي مبارزې او قربانۍ ته راسره حاضر دي.
د پښتونستان او د کشمیر د مسلې لوی توپیر هم په دغه ځای کي دی، په کشمیر کي ځیني گوندونه د پاکستان سره یوځای کېدل غواړي، ځیني یې له هند څخه استقلال او د مستقل کشمیر جوړېدل غواړي او ځیني گوندونه په هند کي دننه د کشمیر د خلکو لپاره حقوق او د بېځایه تبعیض لیري کېدل غواړي. پاکستان کولای سي چي د کشمیر د ازادۍ غوښتونکو سره نظامي، مالي او اخلاقي مرستي وکړي. یا لږ تر لږه داسي څوک لري چي د دوی مرستي ور ورسېږي او هغوی یې واخلي.
موږ به له چا سره مرستي کوو؟ له هغه وخته څخه چي د پښتونستان زموږ! چیغه پورته سوې ده په زرهاوو قبایلي مشرانو د کابل په خربوزو کي مېلې کړي دي او د افغانستان له نېستمن هیواد څخه یې په میلیونو روپۍ ترلاسه کړي دي او بیرته په خپله مخه تللي دي. سیاسیونو یې کټ مټ د قبیلوي مشرانو سلوک کړی دى او چي مطلب یې پوره سوی دی بیرته وطن ته ستانه سوي دي. نن ورځ په ټول پاکستان کي د پښتنو داسي تحریک نسته چي یا له پاکستان څخه د استقلال اخیستلو او یا له افغانستان سره د یو ځای کېدلو برالا چیغه پورته کړي. اوس نو کله چي په پاکستان کي هیڅ ږغ پورته سوی نه وي. په ملگرو ملتونو کي چا دامسله مطرح کړې نه وي، حکومتونو یوجدي اقدام کړی نه وي، په تشو نارو وړۍ نه شړۍ کېږي.
پوښتنه: زه گومان کوم ستاسي د مرضی په خلاف مو پر سیاست باندي ډېري خبري وکړې چي بیرته راسو د هنر او ادبیاتو دنیا ته، دا چي تاسو د ملي سرود شاعر ياست پوښتنه به داسي مطرح کړم. په هر دور کي بېلو بېلو لیکوالانو ملي ترانې لیکلي دي، کومه ترانه چي پخواني دولت لیکلې وه ولي بدلېږي؟
جواب: که د پخوانیو دولتونو د بیرغ له رنگ څخه نیولې، بیا تر اساسي قانون او تر اداري سسټم پوري هر څه ته تغیرنه ورکول کېدلای نو سړي به د ملي ترانې غم خوړلی وای. تاسي د افغانستان بیرغونه وگورئ، زه گومان نه کوم چي په نړۍ کي به د بل هیڅ هیواد بیرغونه دونه سره بدل سوي وي، لکه د افغانستان بیرغ ته چي هر واکمن د خپلي خوښي سره سم تغیر ورکړی او دا فکر یې نه دی کړی چي بیرغ د چا شخصي مال نه دی. په بیرغ سره د هیواد هویت افاده کېږي. بیرغ د هیواد ناموس دی. قسم په یادېږي، ویني باندي تویېږي او د ټولو ویاړونو سرچینه ده. دا د لوبو سامان نه دی چي هر ماشوم څو ورځي او یا څو شېبې په هغه لوبي وکړي او بیا یې مات کړي.
د بیرغ، اساسي قانون او ملي سرود سره یو شان لوبي سوي دي او خدای خبر چي دا لوبي به تر کومه لا رواني وي.
پوښتنه: تاسو په خپله (ملي سرود یو داستان لري) تر سرلیک لاندي مقاله کي هر څه په ډاگه کړي وه، او له اولسمشر کرزي څخه مو غوښتي وه چي ستاسو شعر دي د ملي سرود له پاره نه انتخابوي، اوس چي ستاسو له شعر څخه جوړ ملي سرود اورئ څنگه احساس کوئ؟
جواب: که د ملي سرود دپاره زما د خوښي شعر، چي په خپل پورتني مضمون کي مي راوړی دی، انتخاب سوی وای، نو دا خوبه ډېره ښه وای. خو اوس چي د افغانستان جمهوریت دغه شعر د ملي سرود په حيث انتخاب کړی دی، زه جنجال نه ورسره لرم. البته سرود، لکه چي تاسي به ښایي اورېدلی وي، په داسي شکل جوړ سوی دی چي هم موسیقی د سندرغاړو پر اوازونو لوړه ده او هم یې د ثبت کیفیت دونه خراب دی چي هر څوک یې لس ځله واوري چنداني یې په مفهوم نه پوهېږي.
پوښتنه: یو وخت ستاسو حماسي شعرونو د افغانانو ویني پر جوش راوستلې، تاسو د مقاومت د شاعر په نامه پېژندل کېدلاست. خو په دې وروستیو کلونو کي مو شعر که څه هم تر پخوا لا پوخ سوی او خوږ سوی دی، مگر هماغه سرکښي اوغرور یې یا نسته یا لږ سوی دی. دا ولي؟
جواب: زه به یوازي دونه درته ووایم، چي له بده مرغه، ستاسي د دې خبري سره ډېر توافق نه لرم. په دې کي شک نسته چي د شاعر په ژوند کي ناوړه او غمگیني پېښي د هغه پر احساس او کلام باندي تاثیر کوي او په دې کي شک نسته چي ما به د خپلي ښایستې مېرمني د ناڅاپي مړیني څخه وروسته غمگیني غزلي او شعرونه لیکلي وي، خو مایوسیت ته مي لاره نه ده ورکړې. د پند او عبرت څخه ډک داستانونه مي منظوم کړي دي، زما جانان وطنه، دا ډزي ولي کوي، زما چمن چمن وطنه او . . . د دې ثبوت دی چي حتی د غم او اوښکو په شپو کي مي هم د حماسو له لیکلو څخه لاس نه دی اخیستی. په غزل کي مي خپل غرور ژوندی ساتلی دی او چي تر څو ژوندی یم او تر څو مي په قلم کي د لیکلو توان وي مایوس به نه سم.
پوښتنه: تر ورکه مېنه، پایکوب، د سباوون په تمه، شپېلۍ اوکوه طور وروسته بله نوې شعري مجموعه کله د شعر مینه والو ته وړاندي کوئ، کولای سئ د نوم او موضوع په اړه یې مخکي ترچاپ څه راته ووایاست؟
جواب: د شعر د شپږمي مجموعې نوم مي الوداع ټاکلی وو، خو یاران او دوستان د دې نامه سره سخت مخالف وه، زه گومان کوم چي د راز و نیاز نوم به ورته انتخاب کم، بیا نو سلا د یارانو، که یې دا نوم هم خوښ نه وو، کولای سي چي بل نوم ورته انتخاب کړي. زه به د نامه په برخه کي په تېره بیا، له ځوانانو سره چنداني چنې ونه وهم.
زما شپږمه مجموعه زما د مخکنیو مجموعو دوام دی. بیا هم غزل، ازاد او نوي نظمونه او داستانونه دي. البته د داستانونو او نظمونو موضوعات، طبیعي خبره ده، د پخوانیو مجموعو سره توپیر لري. او زه گومان کوم چي په دې مجموعه کي به تر مخکنیو کتابونو د داستانونو برخه زیاته وي. دا کار هم تر ډېره ځایه، زما د شعر د مینه والو د غوښتنو سره سم سوی دی. په اینده کي به گورو چي د شعر کرښه تر کومه ځایه رسوو. ځکه چي د گران عبیدالله دروېش په شمول ډېر دوستان راته وایي چي نور نو خپله زیاته توجه د تحقیقاتي نثر لیکلو خواته واړوم.
پوښتنه: ځیني کسان اندېښنه لري چي په دې وروستیو کي د معیاري ژبي د رواجولو په نامه یو شمېر کسانو داسي هڅي پیل کړي دي چي کله_کله د پښتنو ځوانانو ترمنځ د ستونزو او حتى بېلتون سبب کېږي، په دې اړه ستاسي نظر څه دی؟
جواب: د ژبي د لیکدود د معیاري کولو هڅي نوي نه دي، د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په زمانه کي په پښتو ټولنه کي چي مرحوم گل پاچا الفت یې رئیس وو، په دې باره کي د بېلو_بېلو لهجو د لیکوالانو ترمنځ ډېر تاوده بحثونه وسول، فیصلې وسولې او چاپ سولې. وروسته د صوبه سرحد د پښتنو لیکوالانو او د افغانستان د پښتنو لیکوالانو ترمنځ په کابل کي غونډي وسولې او فیصلې منظوري سوې. دغه راز پاکستان ته د افغاني لیکوالانو د مهاجرت د کلونو په جریان کي په صوبه سرحد کي په دې باب ښه تاوده او علمي بحثونه وسول او فیصلې چاپ ته وسپارل سوې. تر کومه ځایه عملي سوي دي؟ جواب څرگند دی. گواکی نه دي عملي سوي اوکه عملي سوي وای نو دا د نن ورځي ستونزي به موجودي نه وای.
زه د ژبي د لیکدود د معیاري کولو طرفدار یم. خو د دغو هڅو په جریان کي چي باید گټوري نتیجې ورکړي، د ځینو کسانو له سلوک سره مخالف یم. د ژبي معیاري کېدل د قام او منورینو په منځ کي ستونزي نه پیدا کوي، بلکي نور یې هم سره نیژدې کوي او خپلوي. څه چي ستونزي پیدا کوي هغه سلوک دی. زه وایم چي که د پښتو ژبي د لیکدود د معیاري کولو، بهترولو، علمي کولو او ښایسته کولو دپاره کار کوو، باید چي ټول پښتانه په گډه کار ورته وکړو. لیکني وکړو ترجمې وکړو، گډ کنفرانسونه وکړو، یوه بل ته غوږ ونیسو او داسیيیې فرض کړو چي د ټولو لیکدود سم دی. په دې صورت کي پښتو ژبه د صمیمیت په فضا کي پخپله معیاري کېږي.
او که چېري د یوه بل په لیکدود ملنډي وهو، پر یوه بل خاندو او د یوه بل په مقابل کي سخت او توند کلمات استعمالوو نو د عمل نتیجه خو عکس العمل دی او چي هر څونه عمل شدید وي په هغه اندازه به عکس العمل شدید وي او زه وېرېږم چي یوه ورځ به د معیاري کولو په تلاښ دونه سره لیري سوي یو چي بیا به نه سره پېژنو او هغه وخت به چاره ډېره سخته، حتی غیر ممکنه وي.
«سو او شو او چې او کې» او دغه راز څو نور معمولي توري په دې نه ارزي چي دا بې وزلي او له زرهاوو ستونزو سره مخامخ اولس، خدای ناخواسته ورباندي ووېشل سي. پښتو ژبه اوس هم غني کېدلو او علمي کېدلو ته ضرورت لري. پښتو ژبي ته لا ډېر داسي کارونه په مخ کی دي چي تر اوسه پوري پیل سوي نه دي. پښتو ژبه په ترجمو او علمي تحقیقاتو غني کېږي. هرڅونه چي تماسونه زیات وي، هر څونه چي د یوه بل په مجلو او اخبارونو کي مضامین چاپ کړو، هرڅونه چي په علمي سیمینارونو او کنفرانوسنو کي زیات سره کېښنو په هغه اندازه ژبه غني کېږي، علمي کېږي، معیاري کېږي اوعامه کېږي.
زه بېرېږم چي هسي نه په دې کي هم د دښمنانو لاس وي او غواړي چي پر معیاري او غیر معیاري مو سره ووېشي. هر څونه چي دا اختلاف سختېږي په هغه اندازه د پښتنو د دښمنانو په گټه ده. نه یوازي د پښتنو د دښمنانو په گټه کار دى، بلکي هیڅ ورڅخه جوړېږي هم نه. زه نه پوهېږم چي د دونه ساده اختلاف د حلولو لپاره به د زهرجنو کلماتو استعمال چا غوره کړی وي. څرنگه یو ځوان شاعر او لیکوال چي په ادبي محفلونو کي زما ژبه خوږه ورباندي لگېږي او چک چکي راته کوي او حتی خپل پیر مي بولي، خو کله چي زما شعر پرکاغذ لولي تش د «شو» پر ځای د «سو» د کارولو په وجه، چي له بده مرغه له خپلي مور څخه مي زده کړی دی، زما شعر د زهرو غوړپ بولي. زه دا د ډېر وړوکي اختلاف د حلولو لپاره ډېره ترخه او خصمانه لاره بولم. زموږ مشرانو داسي نه کول، هغوی پوهېدل چي پښتانه هم «د درختو ترسایې لاندی سېبان خوړلای سي» او هم «د وني تر سیوري لاندي مڼې خوري» هغوی هیڅکله په یوه بل ملنډي نه وهلې او د یوه بل پر ضد یې شعرونه نه لیکل. ځکه چي د لغاتو د استعمال د ټول اختلاف سره_سره دا یوه ژبه او د یوه قام ژبه ده. زه نه وایم چي د ژبي د علمي کولو او غني کولو کار نن وکړئ او معیاري کېدل یې سبا ته پرېږدئ. دا دواړه کارونه به څنگ پر څنگ کوو، خو د خپلو مشرانو له حوصلو څخه به پندونه اخلو. د ژبي معیاري کول او پر سمه لاره روانول نه د ملنډو کار دی او نه د احساساتو، بلکي دا د خپلي ژبي او قام سره د میني اوعلاقې پر اساس کېږي.