راپور: مختاراحمد انتقام
د روهي ادبي بهير ۵۴ مه غونډه چي د ارواښاد ډاكټر پروفيسر صاحب شاصابر ياد ته ځانګړې شوې وه، د روان ۱۳۸۶ ل كال د وري پر ۱۶ مه د ماځيګر پر ۴ بجې د كندهار د فرهنګ او مدني ټولني په دفتر كي جوړه سوه.
ارواښاد صاحب شا صابر چي په ۱۹۵۶ ع كال كي د پښتونخوا د ملكنډ ايجنسۍ په سخاكوټ سيمه كي زېږېدلى و، د روان ۲۰۰۷ع كال د اپريل پر دويمه چي د وري له ۱۳ مي سره يې سمون درلود د دوشنبې ماخوستن مهال د زړه د ناڅاپي درېدو له امله ومړ او په سه شنبه ماپښين خاورو ته وسپارل سو.
د غونډي پرانيستونكي خبري د كندهار پوهنتون د طب پوهنځي د دويم كال محصل احسان الله درمل په دې ايت شريف سره پيل كړې چي ((كل نفسي ذايقة الموت)). هر ژوندى به د مرګ څكه وكړي.
ښاغلي درمل وويل چي دى لا ډېر كوچنى و چي يو ډېر پوخ شعر يې اورېدلى و او تر اوسه يې د ذهن پر ډبر ليك باندي انځور دى او تر مرګه به يې هير نسي:
زموږ وعدې د ښكلو څڼي نه دي
چي رنګ به واړوي ارزاني به شي
ده وويل چي ددې شعر ښكلا او عاطفي اغېز هماغه مهال لا دى حير كړى و.
ده همدارنګه زياته كړه چي هاغه مهال د پښتونخوا سيمي د سندر غاړو څخه دې سندري هم هېښ كړى و چي:
وريځي راوله باران راوله
څڼوله څنډ وركړه توپان راوله
سپرليه زه به دي احسان ومنم
خو ته له ځان سره جانان راوله
ښاغلي درمل وويل چي ددې شعر شاعر (ارواښاد پروفيسر ډاكتر صاحب شا صابر) په سپرلي كي د جانان د راتلو هيله لرله خو حيف چي دى خپله په سپرلي كي وكوچېد، ده ارواښاد صاحب شا صابر د رحمت شا سايل، ډاكتر اسرار، شمس القمر انديش، اكرام الله ګران، اباسين يو سفزي او ځينو نورو شاعرانو تر څنګ د پښتونخوا ستر شاعر وباله، ده وويل چي دى نه يوازي لوى شاعر و بلكي د شعر لوى كره كتونكى هم و او په انګريزي ادبياتو كي يې هم اوږد لاس لاره، ده زياته كړه چي ارواښاد ځانته د شعر ليك درلود او يوه ځانګړنه يې دا وه چي په لنډو بحرونو كي يې شعر وايه چي زموږ د بهير ځيني ځوان شاعران ځني متاثره دي، همدارنګه ده وويل چي كله ده د ارواښاد شعرونه او ليكني لوستې نو دده د ليدو ارمان ورسره و، ده شكر وكيښ چي دا ارمان يې پوره سوى و، هغه داسي چي يوه ورځ دى ،محمديار او نذير احمد نذير د پېښور په باچاخان مركز كي د رحمت شا سايل سره د هغه په دفتر كي ناست و چي ډاكتر صابر دفتر ته ورغلى و او دى يې دده په وينا په ليدو مشرف سوى و او په هماغه لومړۍ كتنه كي يې د هغه كركټر د ذهن تلپاتى مېلمه شوى و.
ښاغلي درمل د ارواښاد د اثارو د يو مينه وال په توګه د پښتو ادب خوا خوږو ته د هغه د وفات له امله تسلي وركړه او د روهي بهير له خوا يې خواشيني څرګنده كړه او خپلي خبري يې د ښاغلي پير محمد كاروان په دغو بيتو پاى ته ورسولې:
لمر ماتېږي له مداره ستوري وزي
له ماښامه تر سهاره ستوري وزي
په زرينو تابوتونو كي يې مخ دى
د وطن پر هره لاره ستوري وزي
ورپسې مختار احمد انتقام د تيري غونډي راپور ولوست چي د كره كتني پر مهال ښاغلي درمل دده په وينا بيله شكه ښكلى وباله او هيله يې وښوده، چي د انتقام راپورونه به ورو_ورو داسي پخېږي چي په پاى كي به د ((خو)) ځاى په كي پاته نه وي، خو دم ګړي ته يې دا ((خو)) په كي راو ايسته چي انتقام په دې راپور كي كره كتنه پېټى بللى و، چي د ده په اند بايد كره كتنه د پېټي په توګه ونه پېژندل سي، ځكه له دې څخه داسي اخيسته كېږي چي ګواكي پر كره كتونكي كره كتنه ورتپل شوې وه، په داسي حال كي چي زموږ بهير اوس هم له كره كتني سره اشنا نه دي.
د درمل په اند بل د ((خو)) ټكى دا و چي انتقام:
له تورو سترګو نه دي ليري كه پيچكي
له ګلو نه نازكي، رنځور دي كړمه
لنډۍ بللې وه، په داسي حال كي چي دا سروكى دى او دا جمله يې چي ((ښاغلي محمديار پرېكړه وكړه)) هم داسي نه وه ځكه محمديار پرېكړه نه وه كړې او تر ده وروسته په اړونده موضوع نور نظرونه هم څرګند سول، كه پرېكړه سوې واى نو بيا نورو نظرونو ته د پاى ټكى ايښوول كېدى.
واصل حسنيار بيا د راپور تر ستايني وروسته له درمل سره دا ونه منله چي بايد كره كتنه د پيټي په نامه ياده نه سي، دده په اند هر كار چي سړى لومړى پيلوي دروند وي او ښاغلي درمل خپله وويل چي زموږ بهير له كره كتني سره اشنا نه دى، نو نا اشنا كار ګران وي، خو غلام سخي نوريوال بيا چي د قدرت الله لېوال شعر د كره كتني لپاره وركول سوى و او ده كره كتنه ورباندي نه وه كړې، وويل چي كره كتنه دده لپاره پېټى نه و خو ده ځكه ليكنه نه وه كړې چي د ښاغلي لېوال له خوا شعر نه و ورسپارل سوى، ده زياته كړه چي څوك چاته د كره كتني لپاره خپل اثر وركوي نو دا يودرناوى دى چي بايد پېتى ونه بلل سي، بلي خوا ته بيا عبدالاحمد محمديار ګوته پورته كړه اوله ښاغلي حسنيار سره يې د پخلي سر وخوځاوه او ويې ويل كه موږ وايو چي كره كتنه پېټى دى نو دا جمله منفي بار نلري، دده په اند چي د پېټي مانا دا نه ده چي بايد سړى يې وغورځوي بلكي ځواكمن خلګ پېتي ته اوږه وركوي او دا تشبيه كېداى شي چي د لاهڅوني لامل سي.
نور پر راپور باندي د ((خو)) ټكو ته د پاى ټكى كښېښول سو او د ارواښاد ډاكتر صابر د مړيني په اړه د خواشينۍ پيغامونه ولوستل سول.
د روهي بهير پيغام د عبيد الله تسل، د بست جرېدې دا د غلام سخي نوريوال،د كندهار پوهنتون دا جاويد احمد همېش، د هېواد كلتوري ادبي ټولني دا واصل حسنيار او د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام عبدالواسع هڅيال ولوست.
غلام سخي نوريوال همدارنګه د ارواښاد صابر پر شعري ټولګه(خوبونه) د عابدجان سريزه ولوسته، ورپسې ښاغلي محمديار د (نه هېرونكى سړى) تر سرليك لاندي د ارواښاد په اړه د هغه سره د خپلي پېژندګلوى څو خاطرې واورولې او هم يې د هغه د شخصيت او هنري وړتوب پر بېلابېلو اړخو رڼا واچوله او زياته يې كړه چي روهي بهير په ډېر لنډ وخت كي د ارواښاد صابر د لنډي يادوني په توګه د هغه حق نسي ادا كولاى.
تر ده وروسته د غونډي مېلمه د كندهار د ولايتي شورا منشي بسم الله افغانمل خبري وكړې او د ارواښاد صابر پر مړينه يې ژوره خواشيني و ښوده، ده دې متل ته په اشاره سره چي(سل دي ومره يو دي مه مره) وويل چي ارواښاد صابر هم هغه يو و چي بايد نه واى مړ سوى، ده زياته كړه چي د ډاكتر صابر سره يې نه وه ليدلي يوازي يې د هغه نوم اورېدلى خو د ښاغلي محمديار په ليكنه كي چي د هغه له شخصيت او پوهي څخه خبر سو نو د هغه په مړينه نور هم خواشينى سو، ده د بهير له ملګرو څخه ځكه مننه وكړه چي دوئ د لري پښتونخوا د يو اديب ياد په كندهار كي تازه كوي، د ده په خبره چي دا ده ته دا پيغام وركوي چي لر و بر پښتانه يو دي، ده د هغه كورنۍ ته د جميل صبر غوښتلو تر څنګ دا هم وويل چي موږ بايد هغه ته يوازي دعا ونه كړو بلكي د هغه د ارمانونو پر لار ولاړ سو، ځكه هغه زموږ فرهنګ، ژبي او بشريت ته زيات چوپړونه وهلي وو.
سعيد زابلي هم د ارواښاد پر مړينه خواشيني وښوده او ويې ويل هغه له پسرلي څخه جانان غوښت خو پسرلي ناځوانه دى وواژه، همدا ډول نوموړي زياته كړه چي په دې وروستيو كي زموږ خڅه پرله پسې څو ادبي څېرې په مرګ بيلي سوي، نور دي نو خداى د څه وخت لپاره د مرګونو دا لړۍ تم كړي.
وروسته مشاعره پيل سوه چي دې ښاغلو په كي شعرونه ولوستل:
همېش، نجيب الله ذاكر،ذلال احمد ورك، محمد رحيم بېتاب،سيد الرحمان خپلواك، عصمت الله لايق، عبدالرحيم درمان، احمد اغا نګين، قدرت الله لېوال، نثاراحمد احساس، غلام نبي سعيد، درمل، تسل، سيد احمد شاد، احسان الله الفت، قيام الدين قيادت،شبير احمد عثماني، احمد فرزان، ګران اغا الفتيار او جاويد احمد حقمل.
د غونډي په پاى كي د غونډي مشر غلام سخي نوريوال د غونډي د ارزوني پر مهال وويل چي د ارواښاد صابر د مړيني له امله د غونډي فضا خواشينې ښكارېده، خو د لږ بې نظمۍ سره_سره يې غونډه ښه وبلله او ورځ تر بلي يې سمېدونكې و ارزوله، ده همدارنګه وړانديز وكړ چي كه په بهير كي د ملګرود سياسي شعور د لوړېدو لپاره ځيني كارونه وسي ښه به وي، ځيني په سياست پوه كسان بايد د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ځيني څرګندوني وكړې، دا بايد ګوندي سياست او په ډلو پوري تړلى نه وي بلكي زموږ ځوانان بايد پوه شي چي موږ څنګه او ولي د ګاونډيو هېوادو د لاسوهنو او كلتوري يرغلو سره مخ يو او څنګه يې مخنيوى كېداى سي؟
په افغانستان كي د سياسي بحران لاملونه څه دي او د حل لاري چاري يې كومي دي، په دې خبرو بايد پوه سو.
په غونډه كي ۴۱ تنو ګډون كړى و او د ماښام پر ۷:۲۵ د ارواښاد صابر اروا ته د دعا په كولو پاى ته ورسېده.