له پوهاندزيار صاحب سره دبېنواويبپاڼي ځانګړې مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11738
محمداسحاق توريال
دخبریدو نیټه : 2007-04-13

ښکلا ۲۰: له ښاغلي زيار صاحب سره دا ځانګړې مرکه د بېنوافرهنګي ټولني د انګليستان دڅانګي مسؤل محمداسحاق توريال له خواچمتوشوې ده .

 پوهاند استاد زيار او محمد اسحاق توريال په اکسفورډ کي د زيار صاحب کور

لومړۍ برخه : پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار (۷۰) كاله وړاندې د ننګرهار د مزينې  رود په حصارك كې د ژوند پر مخ سترګې پرانېستې،  لومړنى ښوونځى يې په خپل كلي  او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى. تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو((ابن سينا او دارالمعلمين)) كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى.
پر (1962) زېږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك تر لاسه كړى دى.
ددغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز_ څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه كيو ژبو څه له  پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي.
له (1966)تر (1972)ز يې د هغه بورس له مخې چې د نومړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه  ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه(اتنالوجۍ) كې د ماسټرۍ او ډاكترۍ لوړ ترين بريليكونه ترلاسه كړي دي. له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پر مخ وړې ده.
له (1984_1986)ز يې د برلين د هومبولټ پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله(1994_1996)ز يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماسټري او ډاكتري څانګې د (Visiting Professor) په توګه دنده پر ځاى كړې او را وروسته يې د كورني پيوستون(Family Reunion) پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار ((اكسفورد)) كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده.
څېرمه چارې او دندې
1972_1975: د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه.
1978_1979: د افغانستان د علومو اكاډېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري
1980: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب.
1980: د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.
1980_1984: د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري.
چاپ او نا چاپ اثار:
علمي او ادبي هستونې
1_ علمي_څېړنې: پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات(الماني)، پښتو پښويه، پښتو ويي پوهنه، پښتو ليكلار، پښتو شعر څنګه جوړېږي؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې، پټه خزانه يوه لغوي خزانه، پښتو سيندګى(هممانيزونه_، پښتو سيندګى(نوېزونه)، انګرېزي_ پښتو سيندګى(سربلونه+ اوستربلونه)، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهنه او د پښتو پښويي(ګرامر) دويمه بشپړه او كره خپرونه، د خوشال ادبي پښتو.
۲_ژباړې: پښتانه او ورونه مليتونه، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك(له الماني)، پټه خزانه(پر الماني).
3_ادبي(پېيلې او ناپيلې) ټولګې: زنداني نغمې، سووزونه او سازونه، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې، اندوژوند، اندواند، رزموبزم، پوهه او ګروهه، د سبرونو نڅا، ګلوييونه، څڅواكي، زمانړۍ، د مرجانونو څانګې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وينې، ساندې او سندرې، مينه د زړه په وينه (ناول) او ناپېيلې(نثري ټولګه).
د دغو چاپي اثارو تر څنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او دباندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړو او وينا وو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي را وروسته د لوړ ترين ليكوالي ريكارډ څښتن كړى دى.
پر دغو ټولو علمي_فرهنګي هلو ځلو سر بېره د افغان_پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د((يوې_ كره ليكنۍ پښتو)) او((نوي_ ازاد پښو شعر)) غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پر مخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پر ځاى كړې ده.

 

1_پ :تاسو د كمونيسټي ايډيولوژۍ بېساري پلوي او چوپړوال واست، اوس ويل كېږي چي دغي ايډيولوژۍ په نړيواله  كچه ماته خوړلې ده، ايا دا رښتيا ده، كه داسي وي نو د خپلي ايډيولوژۍ لورى مو په كومه سيخ شوى يا يې كوم لوري ته اړول غواړئ؟

ښاغلی زيار د بېنواويبپاڼي خبريال محمداسحاق توريال پوښتني جوابويځ:له ژورناليستيک پلوه دا پوښتنه ماته څه بل ډول ښکاري، چي تاسي د کمونيستي ايډيولوژۍ بېسارى پلوي او چوپړوال وى، دا ((بېسارى پلوى)) او ((چوپړوال)) ما په چرت کي اچوي، که يې زه داسي ((بېسارى پلوي)) واى نو تر پايه به ورسره پاته واى، ما خو له ډېره وخته هغه ډله چي زه ورسره وم، پرېښې ده. او د ايډيولوژۍ په باره کي دا قضاوت چي ((نژدې دوه ميليونه انسانان ووژل شول، څو ميليونه کډوال شول، عزتونه، ناموسونه او وړتوبونه لتاړ شول)). زه نه پوهېږم چي دا څنګه نظر دى چي دغه ټوله پړه پر کمونيستي ايډيولوژۍ باندي اچوي، دا چي 

کمونيستي ډله د ايډيولوژۍ په تيوريکو مسئلو باندي سمبال وو، او زما په اړه که کوم ورمل (قضاوت) وي هغه دا دى چي زه دغي ايډيولوژۍ ته په سويس کي د زدکړي پر مهال لېوال شوم، سره له دې چي زه په هغه هيواد کي وم چي هغه د بورژوازي (پانګوال) نظام ډېره ښه بېلګه ګڼل کېږي، هلته ماته دا فکر پيدا شو چي طبقاتي (پاټګيزي) مبارزې ته اړتيا شته او دا هغه د شپېتمو کلونو مهال و چي ټوله اروپا خوځېدلې وه په امريکا او دغو څلورو لويو وچو کي سختي مظاهرې وې، په اروپا کي بغاوت او سرکښي پيل شوې وه، داسي ښکارېدله په تېره محصلين ځوانان او کارګري ډلي ټپلي چي دا اروپا ټوله  کمونيزم پر سر اخيستې وه، دغه مهال له شپږشپېتم څخه تر دو اويا پوري چي دغه شپږ زما د زدکړي کلونه وو، په اروپا کي ډېر بدلونونه راغلل، تر دې پوري چي په فرانسه او نورو هيوادو کي کارفرمايان او پانګوال دې اړوتل چي کارګرانو ته په کارخانو، فابريکو او نورو توليدي برخو کي ونډي ووېشي، نو زه هم په دغه نړيوال غورځنګ ورګډ شوم. زه بختور وم چي ورګډ شوم، ځکه زما هيواد دومره وروسته پاتى و، هغه وخت چي د پاکستان له جوړېدو د پېړۍ څلورمه برخه هم نه وه تېره شوې، نو زما څخه چي به چا پوښتنه وکړه چي د کوم ځاى يې؟ ما به ويل چي د افغانستان، ده به ويل د پاکستان؟ بيا به ما ويل د افغانستان، درې ځله به يې دا پوښتنه کوله، اخير به يې راته وويل، افريقستان؟

له دې نه ماته يوه غوټه راپيدا شوه چي د ا افغانستان ولي دومره بې نومه دى، ولي دومره ورک نومى دى چي څوک يې نه پېژني، پاکستان چي پرون پيدا شوى دى، پېژني يې. خو افغانستان چي د جغرافيې په ليک لړ کي د الفبا به حساب په سر کي راځي، خو بيا يې هم څوک نه پېژني او پاکستان چي يو تازه او مصنوعي هيواد دى هغه پېژني، ماته د دغي سيالۍ يوه ولوله پيدا شوه چي د دغي پرمختللي اروپا ځوان پښت انقلاب غواړي او د نظام پر ضد راپاڅېدلي دي، ماته دا فکر پيدا شو چي په افغانستان کي هم له پاټکيزي (طبقاتي) مبارزې له پيل پرته بله لار نشته، او دا هم داسي وه چي زه راتلم نو په افغانستان کي ګوند جوړ شوى و، خو حاضر نه وم چي ګوند ته ورشم، نه ترکي او نه نورو راته قناعت راکړ، چي زه ګوند ته ولاړ شم.
زه چي کله افغانستان ته ستون شوم و تر ډېره پوري کوم ګوند ته نه تلم، ځکه د (خلق او پرچم) دواړي ډلي زما له ايډيال سره سمي نه وې.  دا مانا چي زه يو (ايرو سوشلست) وم، ياني په هغه ټيپ سوشلست وم، يا دغي ايډيولوژۍ ته ليوال وم چي هغه اروپايي رنګ لري، يو څه ليبراليزم ورسره دى، زياته برخه يې پر مانيزم باندي ډډه لګوي. زه په خپله ترپايه د (سوتييزم) پلوى نه وم او ماوئيزم تر هغه بتر راته ښکارېده. ځکه چي هغه د (سټالينيزم) يوه برخه وه او پر هماغه لار روان و، او ملي ډلي ټپلي لکه د افغان ملت، هغه مي هم د خپلي مبارزې لپاره ايډيال نه ګڼل، ځکه په هغه کي ډېر شتمن خلک هم وو، او تر ما ډېر غريب خلک هم وو او زما يوازنۍ ليد توګه هم دا وه چي بايد طبقاتي مبارزه وشي، نو چي ما وليدل له ((خلق او پرچم)) پرته بله داسي مترقي او پرمختللې ډله نه وه او په هغو کي هم ((پرچم)) راته لږ ليبرال ښکارېده او يو څه يې پر مارکسيستي تيوريکو بنسټونو باندي ډډه لګوله، د چا خبره، مارکسيستي سواد يې زيات و، تر خلقيانو.
زه تر ډېر ځنډ وروسته مجبور شوم، هغه وخت چي زه په يو پنځوسم کال کي راستون شوم نو پوهنتون لا په هماغه مظاهرو کي و، هماغه مظاهرې چي اروپا هم پکي رانغښتې وه او ما شپږ کاله پکي تېر کړي وو، نو دغه مظاهرې لا پاى ته نه وې رسېدلي او عادي ژوند زما لپاره اسان نه و، دې ته اړوتلم چي په يوه ډله کي بايد اوسم او که نه اوسم نو امکان لري چي پوهنتون يا بل هغه ځاى چي پکي اوسم راته سور اور شي او څوک د پلوۍ او ملا تړ و نه اوسي.
دا مسئله چي کمونيستي ايډيولوژي په شوروي يا روسيه، افغانستان يا ختيځه اروپا کي په دولتي توګه له منځه ولاړه، په ټولنيز ډول له منځه نه ده تللې، دا چي څوهيوادونه تر اوسه پوري د کمونيستي نظام دعوه کوي، لکه شمالي کوريا، ويټنام، چين، کيوبا او داسي نور هيوادونه، هلته په هره توګه دا ايډيولوژي له منځه نه ده تللې او شته، او دا هغه ايډيولوژي نه ده چي موږ يې له (سويتيزم) سره يو شى وګڼو يا د افغانستان د پرچم او خلق سره.
کله چي زه د (امين_تره کي) په وخت کي بندي شوم، تر زندان وروسته پرچميانو د غچ په توګه دا شعار پورته کړ:
((څوک چي د (امين_تره کي) په ژبه خبري کوي، هغه زموږ دښمن دى، نو ما له ګوند سره خپل اړيکي وشلول، مګر په کابل کي پاته شوم، ماته پاکستان، اېران يا بل ځاى چي د مجاهدينو چاپېريال و، هلته ما ته له جهل، ناپوهۍ، او خيانته پرته بل شى نه ښکارېده، دا جهاد ټولو ته مالوم و چي د چا په واسطه رهبري کېده. جهاد د داسي چا په لاس کي و، چي هغه د وطن خلګ نه وو، دوى دا نه غوښته چي، افغانستان نيول شوى دى، نو آزاديپاله مبارزه وکړي، بلکي دوى ويل چي اسلام په خطر کي دى.
د اسلام په خطر کي دى، د وطن په خطر کي دى، دا يو له بله ډېر فرق لري. په دغه فلسفه باندي زموږ ډېر هيوادوال نه پوهېږي، زموږ ډېر ليکوال او فرهنګيان نه په پوهېږي، که دا مبارزه د سياف، رباني، ګلبدين، يا خالص په لاس وه، نو دا يو جهاد ګڼل کېږي، خو زه دا جهاد نه ګڼم، دا د وطن ورانى و، په دې کي هم يوه خبره ده چي کمونيستانو يا چپيانو څه غوښتل او جهاديانو څه غوښتل او دا معلومه شوه، کله چي د مجاهدينو حکومت د پاکستان د (ګورنر هاوس) له خوا جوړ شو، افغانستان ته راواستول شو او په لږو ورځو کي کابل وران شو، خلګ مړه شوه، دا تباهي، دا قتل عام، دا بې عزتي، بې ناموسي، دا کډوالي، آيا دا خبري هم سړى پر کمونيستانو ور واړوي؟ دا به څومره بې انصافي، بې نياوي به وي، اول خو دوه ميليونه خلګ نه دي مړه شوي، دا ډېره ښنده (مبالغه) ده، خو په هره توګه که څو لکه هم وي،  د دې پړه پر چا ده؟
هغه مکتبونه چا سوځول، هغه اقتصادي مؤسسات چا ورانول؟ سړکونه چا ورانول، فابريکې چا ورانولې، لوټولې او پاکستان ته يې وړلې؟ دا ټول مالوم دي.
چپيانو يا کمونيستانو چي د خپلي واکمنۍ او ځواکمنۍ په وخت کي چي د وطن د آبادۍ دپاره کوم پلانونه لرل، مجاهدينو دا شى ګرسره نه لاره، هغوى بل فکر لاره، هغوى به ويل چي موږ ته افغانستان چيچنيا، کشمير او نه پوهېږم کوم ځاى او کوم ځاى، يو شى دي. آن تر دې چي فلسطين يې هم نه ياداوه. د اسلامي خلافت په نامه يو شعار وړاندي کېده چي موږ غواړو او ټوله دنيا يو اسلامي خلافت شي او دا نظر دومره (ايکسټريم او بنسټپال) دى چي د انسان پر ضد او په خپله د اسلام پر ضد هم دى، هر دين که اسلام دى که عيسويت دى، عيسويت دا ترخې تجربې تر شا پرې ايښي دي چي د عيسويانو ټول واک او ځواک د کليسا په لاس کي و، او هغوى ته موږ او تاسي منځنۍ پېړۍوايو، د انسانانو هيڅ ډول خوځښت نه و، چا به چي ويل، ځمکه ګرځي او لمر نه ګرځي، د هغه سر به غوڅېده او ژوندى به په لمبو کي اچول کېده، دغه ناخوالي چي په منځنيو پېړيو کي د مذهب د سياسي اړخ څخه منځته راغلي وي، فکر کوم چي همدغه شى په مسلمانانو کي اوس رامنځته شوى دى.
بله دا خبره ده چي ولي، خلقيانو او پرچميانو کودتا وکړه او دغه ټولي بدمرغۍ، د ميليونونو کسانو وژل، بې ناموسۍ، ورانۍ پر دوى تړل کېږي. دا که هر چا کړي وي، خو دا چي اول پيل يې کمونيستانو کړى نو له دې امله پړه د دوى پر غاړه اړول کېږي، نو دا مسئله د اندېښنې وړ ده، د تامل وړ ده، ځکه د داود خان په وخت کي همدا چپي (د خلقيانو او پرچميانو) او ښى (داخوانيانو) ډلي وې، که دوى دا انقلاب نه واى کړى، نو اخوانيانو کاوه، هغوى دمخه لا په درې پنځوس کي د داودخان پر ضد راپاڅېدل، په لغمان، پنجشېر او خوست کي يې يو ډول ښکاره کودتا وکړه، خو هغه ناکامه شوه. دويم تر هغو غښتلى او منظم ځواک د کمونيستانو وو چي د داودخان ډېر سخت نظام يې، چي بېله هغه هم له منځه تلونکى و، بدل کړ او کوښښ يې وکړ چي يو انساني او مترقي نظام رامنځته کړي، دا چي ولي دا کار بل ډول شو دا هم مالومه ده، اول خو بايد دا ووايم چي په ډېرو لاسوندونو کي روښانه شوې ده چي انقلاب چا را مخي ته کړ، CIA يو نماينده لاره، چي هغه حفيظ الله امين و، ده هم اخوانيانو غوندي فکر کاوه، اخوانيانو فکر کاوه چي کافران زموږ سره دي، موږ د اسلام د دين لپاره له هغو څخه استفاده کوو، امين هم يو ډېر خطرناک پلان لاره، ده غوښته چي يو سوچه پښتني نظام منځته راوړي، دى يو سخت ايکسټرلميست (فنډمنټلست) پښتون و، دى نه دې ايډيولوژۍ ته لېوال او نه وفادار و، ده انقلاب وکړ. دا نه ترکي او نه کارمل کړى دى، دا يې د دې لپاره وکړ چي ژر دا خلقيان او پرچميان له مخي ليري کړي او د ده په نومونه (اصطلاح) پښتونستان بزرګ  يا لوى پښتونستان رامنځته کړي.
هټلر يا المانيانو که دا کار کاوه، هغو خو ورته مادي_تخنيکي ځواک لاره او ده غوښتل چي د دواړو زبر ځواکونو په مرسته باندي هغه هم د دوى پر ضد کار وکړي، چي هغوى له فاشيسټي نظام سره جنګېدلي وو، لاس يې سره يو کړى و، د هټلري فاشيزم پر ضد باندي يې د تېر جنګ تاوانونه ګاللي وو، هغوى څنګه دا شى منلى شواى؟ د غرض خاوند تل وايي لېونى وي، نو امين له ټولي زرنګۍ سره په دې کي غولېدلى و چي روس د امريکا او امريکا د روس پر ضد وکاروي او دى يو لوى پښتونستان جوړ کړي، د همدې لپاره يې قتل عام شروع کړ، دا شعار يې ورکړ چي که د شپې څوک راپورته کېږي، د شپې يې له منځه وړو، که د ورځي راپورته کېږي، د ورځي يې له منځه وړو، مچ په توپ ولو، او بيا يې هيواد پر پنځو برخو ووېشه، تنګ نظره ناسيونالست، فيوډالان، خانان، او ځمکه وال، اشرافيان چي پرچميانو ته يې ويل، اخوانيان او دغسي يې افغانستان ووېشه، هغه يې هم په خپله څه نه ويل د ترکي په خوله يې ويل، ترکي نور اختيار نه درلود، هغه يې په ارګ  کي کېنولى و، د شرابو کليکسون يې ورته برابر کړى و او له چا سره يې د تماس نيولو اجازه نه درلوده، هغه يې څه کم شل مياشتي همدغسي وساته، درې مياشتي بيا د امين زور واکي وه، دا انقلاب ورته وايي که کودتا ورته وايي، نو دا پر دغه خلق ديموکراتيک ګوند باندي چي د چپيانو (خلق او پرچم) له يو ځاى شوو ډلو څخه جوړ شوى و وتپل شو. او کله چي انقلاب وشو نو اوله ورځ دوى پر دې باندي سره خبري کولې چي دا انقلاب د چا په واسطه شوى؟ ولي شوى؟ او څنګه شوى دى؟ ترکي امين ته مخ واړاوه، امين ويل چي يو وخت ما تاته ويلي و چي هر وخت تاسو بنديان شوى، زه به انقلاب کوم، هغه دى تاسو بنديان شوئ، ما انقلاب وکړ.
او دا خبره د لمر غوندي روښانه ده چي دا انقلاب امين کړى دى او امين د څه دپاره کړى دى؟ امين غوښتل چي په افغانستان کي يو سوچه فاشيزم منځته راوړي او هغه هم په خپله د پښتنو په بيه.
زه پوهېږم چي ټوله بدبختي په نا پانګوالۍ کي ده، که په پانګوالۍ کي ده؟ نو د دوى لښکري چي افغانستان ته راغلې، او موږ د امين له لاسه بنديان وو، څوک ځني فرار وو، ټول خلګ په امن کي نه وو، خلګ بېګنا وژل کېدل، په کندهار، هرات، خوست، پکتيا، ارګون او په کوڼر او په ټولو پښتني سيمو کي بمبار کېده، په ټوله شمال کي نه کېده، نه په پنجشېر، نه ډايکنډي او نه په باميان کي کېده او دا کټ مټ هماغه ته ورته وو لکه چي هټلر تر هرڅه مخکي خپل المانيان، چپيان او هغه چي د ده مخالف وو، هغه يې له منځه وړل، په نهو ميليونو کي چي شپږ يې يهود او درې ميليونه يې سوچه المانيان وو، هغه يې له منځه يووړل. ده هم که به پښتون و يا بل څوک له منځه يې وړه، نور خلګ يا هوښيار وو، يا کمزوري، همدا پښتانه وو، که په کندهار او ارغنداب کي وو، که په پکتيا او ارګون کي راپاڅېدل او ده له منځه وړل.
ده فکر کاوه چي د روس او سرو لښکرو په برکت به پښتونستان آزاد کړم، دا روسان چا را وغوښتل، کارمل خو تش پر ټانک باندي ورسره سپور شو، دا خو ښکاره خبره ده چي هوکې ده ورسره کړې وه، ده راغوښتي وه، په همدې نيت يې روسانو ته دا ګپ ورکړى و چي تاسو تودو اوبو ته رسوو، د ده خو د پښتونستان آزادول مقصد و، زموږ سره په يو زرو يو دليلونو دا خبره ثابته ده چي ده څه غوښته، داسي نه و چي رښتيا ده پښتانه غوښتل، ده خو اول پښتانه له منځه  وړل، ده ويل چي يو ميليون زما بس دي، نو ده کودتا د CIA په مرسته کړې وه او پر ټول ګوند تپل شوې وه.
CIA په دومره مهارت سره روس وهڅاوه چي د يو کال مخکي امنيتي تړون له مخي د افغانستان مرستي ته راودانګي، CIA دومره يو مانور وکړ چي نن سبا امريکايان په شمال کي يوه اډه جوړوي او د اخوانيانو په مټ باندي يو موقتي حکومت جوړوي او د کمونيستانو پر ضد داسي کارونه کېږي، روسانو چي وليدل چي زموږ خپلي خاوري ته خطر دى پاتي لا افغاني انقلاب ته، نو دې ته اړوتل چي له امين سره خبري وکړي، ځکه کارمل او ډله خو يې نه و، څوک سفارتو ته تللي، څوک بنديان او څوک فراريان وو، نو دوى يو خو د خپلي خاوري د بشپړوالي د خطر مخنيوى او بل د خپلو پلويانو سره د مرستي لپاره يې امين ته پېشنهاد وکړ چي دا دى د يو کال مخکي قرارداد له مخي چي تا غوښتل، موږ تيار يو، که ستا موافقه وي ستا کومک ته دردانګو که څه هم د هرات په بلوا کي امين دا مرسته ترې غوښتې وه، خو روسانو نه وه کړې، خو دلته خپله روسانو ورته ست وکړ، هغو ته خو دا پته لګېدلې وه، چي امين نه خو کمونيست دى او نه د دوى خيال ساتي، هغه د امريکا ګټي په نظر کي نيولي دي او غواړي ځانته يو نظام جوړ کړي، سره له دې چي امريکا هم په دې پوهېده چي دى يو سخت پښتونست دى او افراطي نشنلست پښتون دى، خو سره له دې امريکا داسي پرېکړه کړې وه چي د ده نظام ته يو څه زغم ولري، کله چي به يې خبري کولې، نو ده به د روس د مرستو خبري کولې، که د خطر وخت شو نو موږ ته عسکر را استوي، نو امين خو ستونزي په مخکي لرلې، يو دا و چي دى بايد امريکايان هم خوشاله وساتي او روسان هم، او خپله موخه پر مخ يوسي.

2_پ :ستاسو د نظام او د واکمنۍ پر مهال ستاسو تيوري انټرناسيوناليستي او عمل مو ناسيوناليستي و، تر را پرځېدو وروسته مو، تيوري او عمل دواړه ناسيوناليستي بڼه خپله کړه، لنډه بېلګه يې ژبپالنه ده چي له انټرناسيوناليستي چوکاټه وتلى تمايل دى او . . . . آيا دغه يو ضد او نقيص حالت نه ګڼئ؟

ښاغلی استاد زيآر د توريال سره د مرکې پرمهالځ: ما د خپلو زدکړو او اروپا کي د پاتېدو کيسه درته وکړه، او هغه نه اوس پنځه ويشت کاله تېريږي، له دغي ايډيولوژۍ نه ما د پښتني فرهنګ او پښتني ټولني لپاره ډېره ګټه اخيستې ده زه به لومړى سړى يم چي ما د مارکسيستي آرونو سره سم خپلي ژبي ته، هغه ژبه چي په افغانستاني کي ډېرى ويونکي لري، کار کړى دى. او د دغو آرونو له مخي خپلي ژبي ته کار کول ګنا نه بلکي ګټه لري، او زه يو چپي نشنلست يم، نشنلست خو په دې مانا نه دى، چي دومره تنګ نظره شم چي هيڅ بلي خوا ته نه ګورم، زه پښتون يم، افغان يم، خو ښى نشنلست نه يم، زموږ ښيلاسي نشنلستان چي کمپونو او مهاجرت ته ولاړل، نو د دې لپاره چي له اخوانيانو سره په فونډ، ډالرو او ګټو وټو کي شريک شي، نو خپل نفر به يې استول او مکتبونه به يې سوځول، د خوګياڼو د مکتب سوځول د پښتونيار او ستانه ګل د دور کيسه ده، دوى په خپله ماته په ډېر وياړ وويل چي دا کار دوى وکړ، ما ويل د مکتب سوځول نو د روسانو په راتګ پوري څه اړه لري؟ دوى ويل، موږ اورېدلي وو چي دا هلکان بيا روسان کېږي.
ستاسو خبره نو دا مانا لري چي په اروپا کي چي څوک کمونيستان دي هغه به خپلي ژبي ته هيڅ کار نه کوي؟ خو دا زما حق و، زه د زړو او ځوانو آريايي ژبو کارپوه يمه، ما کولاى شول چي د پارسي، زړې پهلوي يا سنسکريت په خدمت کي ډېره ښه روزي پيدا کړم، خو دا مي و نه غوښتل او د خپلي پښتو لپاره مي کار وکړ او کله چي زه پوه شوم چي د پرچميانو يوه غوره برخه د کارمل او بريالي په مشرۍ زما د ژبي مخالف دي، نو ما ورته ګوند پرېښود.

3_پ :پرون افغانستان ته د شورويانو راتګ او نن د امريکايانو دا څنګه پرتله کوئ، او په اوسني حالت کي د افغان ملت څه مسئوليت دى؟

ځ: زه نه د روسانو د راتګ پخلى کوم او نه د امريکايانو، خو زه خواشينى په دې يم چي زموږ ښى لاسو نشنلستانو پرون د شورويانو پر ضدنارې وهلې او تر اوسه هم نارې سورې وهي، او نن چي امريکايان راغلي دي، بېله کومي پوښتني او تړونه، نو دا  دواړه غندم، دا د هغې نه بتر دي.

۴_پ :تاسو د افغاني ټولني د ځينو مذهبي ارزښتونو پر وړاندي ولاړ ياست، طبعي خبره ده چي ټولنه به درڅخه خوابدې کېږي، لومړى ولي داسي کوئ، او بل د ټولني دغي خوابدۍ ته په څنګه سترګه ګورئ؟

ځ: زه د يوه چپي مارکسيست په توګه د مذهب سپکاوى هيڅکله نه کوم، او هغه برخه چي په مذهب پوري اړه نه لري او نن سبا په دې باندي ټول پوهېږي، هغه سياست چي عربو، اخوانيانو او پاکستانيانو روان کړى دى، دا هغه مذهب نه دى چي حضرت پيغمبر (ص) راوړى دى، زه چي کله خپل کلي ته ځم، نو تردې اندازې پوري خلګ راته ګروهه لري چي کله ملا نه وي نو په ما پسي لمونځ کوي، زه لمونځ ورکولاى شم، زه د خپلو خلګو د ګروهي، چي نور مي ورته هيڅ نه دي ورکړي، ډېر درناوى کوم او زه هيڅکله د دوى پر ضد باندي پروپاګند نه کوم، يوازنى پروپاګند چي ما په شعر، نثر او وينا کي کړى دى، هغه د دغو خلګو پر ضد دى چي لکه کمونيستانو غوندي خپله ايډيولوژي د خپلي ځواکمنۍ لپاره وسېله ګرځوي، د دوى مخالف يم، زه د يوه فرهنګي له پلوه هم دا منښته کوم چي زموږ د افغاني_پښتني فرهنګ يوه زياته برخه پر اسلامي ارزښتونو ولاړه ده، دا زما په ليکنو او ويناوو کي نشته.
زما زياته مبارزه پر دې ده، هغه څوک چي مذهب او ساينس سره ګډوي، ماته دا مذهب نه ښکاري، او سيکولريزم د افغانستان لپاره ډېره ښه لار ګڼم چي مذهب دي جلا وي او سياست دي جلا وي، آن ساينس دي جلا وي، او څوک چي دا وايي چي ساينس او مذهب سره جوړېږي، په قرآن کي دا راغلي، دا هسي د قرآن او مذهب سپکاوى دى، هغه د عقيدې خبره او خلګ ورباندي خپلي نهيلۍ او مايوسۍ اراموي او چي دا عقيده هم ترې واخلو نو هغه ته به نور څه پاته شي.

5_پ :اوسنۍ ديموکراسي او د بيان آزادي ته په کومه سترګه ګورئ، آيا شرايط يې برابر دي او رشتيا په عمل کي پلې هم ده، او موږ څنګه ګټه ځني اخيستلاى شو؟
ځ: تر دې پوري ماته د شهيد موسى شفيق دا شعر راياد شو چي:
ته فکر وکړه چي په مغرب کي ديموکراسي ده
هغه څه ډول ديموکراسي ده؟
آيا امريکايي ديموکراسي؟
انګرېزي ديموکراسي؟
جرمني، فرانسوي؟
کومه ديموکراسي؟
دا يوه ديموکراسي دلته نشته، هلته په عراق کي وليدل شوه چي څه لوبي وشوې، له بنديخانو سره ساديستي چلن وشو او او ډېر سخت بربريت ورسره وشو، نو دا د امريکا ديموکراسي ده، چي په ډېر لږ ډول او ډېر تنګ چوکاټ کي به دلته راځي، هغه هم هغسي چي ((غله ته وايي غلا کوه او د کور خاوند ته وايي بيداره اوسه)).
کله چي د ديموکراسۍ په نامه لسيزه په افغانستان کي پيل شوه، چي لږه کيان ډېر ارزښت ورکوي وايي ((دهه و ديموکراسي)) نو هغه وخت وزير صاحب محمدګل خان مومند لا ژوندى و، نو هغه به ورته ((ډموکراسي)) ويل ياني د ډمانو حکومت.
روسانو چي خپل نظام له لاسه ورکړ نو لومړى شى چي دوى له لوېديځه واخيست هغه ((مافيا)) وه، هلته خلګ له لوږي مري، خو دا د دنيا بډاى ترين هيواد دى، نو دغسي ديموکراسي که راځي، هيڅ دي را نه شي، فقط همدومره وايم چي زموږ خلګ بسيا او هوسا شي، روزي پيدا کړي، دژوند شرايط يې يو څه برابر شي.

6_پ :د افغانستان سياسي راتلونکې او د پښتو دا په ځانګړې توګه څنګه وينئ؟

ځ: پښتو خو په ټولني پوري تړلې ده، که ټولنه سمه شي، ژبه، فرهنګ او هرڅه يې سمېږي او څنګه چي د افغانستان راتلونکې لا تر اوسه په تور تم کي ده، او هغه لرليد چي موږ لرو نو کومه رڼا نه ښکاري. بيا هم هيله ده چي په افغانستان کي د همدغو ښکېلاکګرو او نېواکګرو او پانګوالو له خوا يو څه لاره اواره شي، اوس بله لار پاته نه ده، د ناپانګوالۍ لار خو دهمدغو پانګوالو له خوا ناکامه شوه، نه زموږ د اشرارو له خوا، نو چي هغه نسخه و نه چلېده، نو دا چي د پانګوالۍ نسخه څومره چلېږي، دا بېله خبره ده، خو څه نا څه به يوه لاره اواره شي، او چي ټولنه له فيوډالي او 

ملايي نظامه راووزي. چي داسي وشوه او نور خلګ دچا په خبرو دوکه نه شول نو هيله ده چي داسي يو کار به وشي او له دې سره به پښتو ژبه يو مرکزيت پيدا کړي. څېړني به پکي وشي او له نورو ژبو سره به سياله شي.

7_پ :ستاسو ايډيولوژيکي او ګوندي ياران په بېلو نومو او څېرو بيا سياسي ډګر ته راوتلي دي، يا د راوتلو پر درشل دي، تاسو څومره تړاو ورسره لرئ، د دوى راتلونکې به څنګه وي او د کومو آرمانو لپاره به کار کوي؟

ځ:ما خو مخکي وويل چي زه ((ديرو سوشلست)) يم، په اروپا کي سوشلست شوى يم، زما له دوى سره کار نشته، يو څه موده ورسره وم، اوس پښېمانه يم، خو دومره وايم چي له اشرارو سره يو ځاى نه وم او دا يو غنيمت و، چي ما پښتو ته کار وکړ او ډېر کار مي وکړ، بله خبره دا ده چي دلته په اروپا کي ډېر ماته بلنه راکوي، خو ((ازمايلي څوک بيا نه ازمايي))، دا خلګ په ريښتينې ايډيولوژۍ باور نه لري، دوى د ډاکټر نجيب پر ضد په دې شعار خپله ډله جوړه کړه، هغه هم د کارمل ډلي چي ((نجيب اخيرين نماينده حکمروايي پښتونهاى ظالم است، بايد از بين برده شود)).
هغه پاټکيزه مبارزه يې اخير په ژبنۍ مبارزه بدله شوه او دا د چنګاښ (سرطان) دانه يې رامنځته کړ، چي شمالي ټلواله ورته وايي.
زه څنګه بيا دغه ګوند ته ارزښت ورکړم او بلنه يې ومنم؟
زه پر دې هم پښېمانه يم چي ولي له دوى سره وم، کېداى شواى ما خپله عقيده ساتلې واى، خو شرايط داسي و چي ما ويل تر اېران او پاکستان کابل ښه دى، چي څومره مي د پښتو د خدمت لپاره لاس آزاد و، په ګوند کي ورسره وم او چي کله يې زما مخ ونياوه، ګوند مي ورپرېښود.

ددې مرکې ددوهمې برخي له پاره داځای کليک کړئ