پښتوادبي ټولنه - قلعه سیف الله سهیلي پښتونخوا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11752
محيب الله ښېراز
دخبریدو نیټه : 2007-03-27

دپښتو ادبي ټولني کلاسیف الله بنسټ په ۱۹۹۵ کي د کلاسیف الله د پښتو ادب مینه والو چي نومونه ئې په دې ډول دي: شیرزمان زیارمل، محمدانورانور، امیرمحمدلیکوال، محمدنوازقائل؛شکوروصال، ستارزیری، عبدالرحیم جدون اونورو ملګرو په مرسته کېښودل شو؛همدارنګه دا ټولني پرمختګ پېل کړ، میاشتني اواونيزيغونډي پېل شوې آن دا چي د مسلم باغ څخه هم څه ملګري راتلل او ناستي به ئې په ډېر شوق سره لمانځلې او په کوټه کي چي به کله هم د ملګري لیکوال یا نورو ټولنو سیمینار یا لوي کانفرانسونه کول نو دا ټولوملګرو به  په ډیر شوق سره ګډون پکيکاوه؛اوآن دا چي دې ملګروپه ۱۹۹۶ کي یو کتاب هم د روښانه ستوري په نامه ترتیب  او چاپ کړ؛له دې پس داټولنه تر دروڅلوروکلوپوري و چلېده خو له بده مرغه د مختلفو سازشونوپه وجه د لوی  انتشار ښکارشوه او هرقسمه منډي -ترړي ئې کمزوري شوې؛خو کله چي زه لږڅه له  پوهنځي څخه په  فارغیدوشوم نومي ټولو ملګروسره و لیدل چي غواړم دا ټولنه  یووار بیا ژوندۍ کړم خوڅه موده پس مي ټوله ولیدل چي په هغوی کي محمد انور انور، امیرمحمدلیکوال  او محمدلیکوال  ډېره مرسته او ملګرتیاراسره وکړه نوما اوملګري کریم الله سودايي ټول ملګري راوغوښتل د بیا  فعالیت د پاره مو رسمي ناسته وکړه اوورسره مو د ټولني چاڼ هم وکړ چي په کي د ريس له پاره سلام محمدګریاني اوده مرستیال له پاره د کریم الله سودائي او زما نومونه و ټاکل سوهم دا رنګه موږ د ټولني د نور پرمختګ له پاره هلي -ځلی پېل کړې اومیاشتنۍ غونډي مو شروع کړې چي پکي ټولو ملګرو د زړه په مینه ګډون کولو؛ آن دا چي په ۲۰۰۵م کال ملګري عبدالقادر مجرم خپله شعري ټولګه د مات وزري په نامه  چاپ کړ او په حقیقت کی ډېره په زړه پوري او لوستونکوته قبوله وګرځیده اوپه هم دغه تسلسل کي یوبل ملګري همت وکړ اوخپله شعري ټولګه ئې تیاره کړه اوچاپ ئې کړه چي نوم ئې ورله : دا باتورافغان ملت دﺉ  ورکړاو له دې نه پس موږټولو ملګروفیصله وکړه چي یوه ورځنۍ څیړنغونډه به جوړو؛ نوهمداو چي د ټولو ملګرو په خوښه مو د ۲۰۰۵م کال د جولائي ۲۴مه نیټه وټاکله او څیړنغونډه مو اعلام کړه اوټولو ښه د زړه په خواله کار پېل کړ چي په کښي د سهیلي پښتونخوا د  زیا تره شاعرانو او لیکوالانو ګډون په برخه سو او زموږدا څیړنغونډه ئې لا نوره په خپل راتګ سره ښائسته کړه چی موږبه ورته هرکله درناوﺉ لرو؛ ددې څیړنغونډي عنوان :پښتوادب په یویشتمه پیړۍ کي ؛ چي په کښي ډیرو درنولیکوالانولکه محمودایاز، سیدخیرمحمد عارف، عارف تبسم، محمدصادق ژړک، ډاکټر محمد شفیق، امیرمحمدلیکوال، محمدنوازقائل، شیرزمان زیارمل، همایون مندوخیل، درویش کاکړخپلي مقالې اوویناوي ګډون والو ته وارولې چي ټولي د قدر وړاوپه زړه پوري وې او دویمه برخه ئې جايزې وې چي و محمود ایاز، سیدخیرمحمدعارف، عبدالقادر مجرم، محمدنوازقائل، همایون مندوخیل، صادق ژړک ورکړل سوې؛ اودریمه برخه ئې ډوډۍ  وه چي د ټولني ځوانانوئې بندو-بست کړﺉ ووکم نه کم درې سوه ګډونوالو ته ډوډۍ ورکړل سوه او همدارنګه دغونډي څلورمه برخه چی مشاعره وه پېل چي دسلو څخه زیاتو شاعرانو پکښي ګډون درلود؛څیړنغونډه د شپې پرڅلوربجې پای ته ورسیده. د یادوني وړ ده چي په غونډه کی بوریوال کاکړداشنا ریډیو په استازیتوب اوهمایون مندوخیل دږوب راډیو په استازیتوب ګډون درلود له دې څیړنغونډي پس هم په دغه تسلسل سره ملګري محمدنواز قائل هم خپله شعري ټولګه: زما وطن  د چاپ له پاره چمتو کړه چي سریزه ئې سترلیکوال او سیاست پوه اجمل خټک صیب لیکلې ده له دې ټولوهلوځلوسره ملګري ټول د خدمت په جذبې سره مست شو او هم دارنګه مو د ستر لیکوال او د پښتو شپږم ستوري علامه شکور رشاد بابا د لومړي تلین په مناسبت هم یوورځنۍ غونډه پر۳۰م ډسمبر۲۰۰۵م جوړه کړه چي پکي د کلاسیف الله او مسلم باغ ملګرو ګډون درلود؛امیرلیکوال، خان زمان کاکړ، محب الله ښېرازاوډاکټر محمد شفیق مقالې وړاندي کړې او محمد نواز قائل؛پیر محمد سیلاب؛هدایت الله دانش؛کلیم الله کلیم؛سید اکبرکاګړ، محمد اکرم مبارز درشاد بابا په  پرافتخاره زندګي باندي په ډېره ښائسته توګه رڼا واچوله اودویمه برخه ئې مشاعره چي پکي  ۳۰ شاعرانو ګډون درلود و او دا شاني
دا غونډه هم د ماښام پرلمانځه پای ته ورسېده؛لا تراوسه دا ټولنه په خپل ښایسته انداز سره د پښتو خدمت ته ملا تړلې اوونيزي اومیاشتنۍ ناستي يې جاري ساتلي دي.