له استاد زيار سره د بېنوا ويبپاڼي ځانګړې مرکه دريمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11774
توريال
دخبریدو نیټه : 2007-04-12

 

 دريمه برخه

۱۳_پ :په دې کي شک نشته چي ستاسو ډېر نويزونه دود او ومنل شول، خو دا هم بايد هېر نکړو چي تر دې ډېر وغورځول شول، ځيني د نظر څښتنان يې لامل دا ګڼي چي دغسي په پېخر نويزونه ژبي ته مصنوعي او پردى رنګ ورکوي او ځيني خو دا ټوکه هم کوي چي د پېرانانو ژبه ځني جوړوي، له دغو نيوکو سره د روغي کومه لار وينئ؟

   ځ:ما وويل چي هر شى ځانته علم لري، ژبه ځانته علم لري، چي هغه ته ژبپوهنه وايي، دغه ژبپوهني ټولي ستونزي اواري کړي، هري پوښتني ته يې ځواب ويلى دى، دلته که هر سړى دا ووايي چي دا څيز زما نه خوښېږي، يو به وايي، حلوا مي نه خوښېږي، بل به وايي فېرني مي نه خوښېږي او . . . . دا خو پاى نه لري، مصنوعي ژبه څنګه وي، مخکي مي وويل چي هره ژبه حق لري چي څلورمه برخه نويزونه ولري، پښتو تر اوسه له پنځه ويشت فيصده تېرى نه دى کړى، که اوس وخت واى ما به تاسو ته ښوولي واى، زما په مقالو کي راغلي دي، هلته ما روښانه کړې ده چي څومره پانګه مو له خلګو راټوله کړې ده، څومره له کتابونو راټوله کړې، څومره مو جوړه کړې او څومره مو اخيستې ده، تر اوسه مو يو لوى سيند (قاموس) نه دى جوړ کړى، دا دوې ورځي مخکي مي له ښکلا مجلې څخه دوه ټکي راواخيستل ((سکاسه)) او يو بل شى و، د قناعت په مانا، نو دا مي په خپله ليکنۍ پښتو کي داخل کړل، ځکه دا پانګه ده، خداى (ج) دي وکړي چي دا د يوه کلي وي، نو که زه د دغه څلورګون وېش له مخي پښتو وکاروم او نور يې نه کاروي، نو ورځ په ورځ مالومداره نورو ته مصنوعي ښکاري، اما په پارسي کي هيڅوک دا نه وايي چي دا مصنوعي ده، تر پرونه يې ((روند)) وايه نن ورته ((فرايند)) وايي، تر پرونه يې کنفرانس ته ((ګردهمايي)) ويله، نن ورته ((همايش)) وايي، ځکه هغه ورته اوږد ښکارېده، پښتانه په همدې پوري شين دي چي سېمنار او کنفرانس ته موږ يوازي غونډه لرو.
د همدې خلګو د بد بينۍ نه دا حالت دى، کنه نو موږ يې آسانه ورته جوړولاى شو، او حق هم دى چي پښتو د ژبنۍ پانګي څلورمه ورغوي.

۱۴_پ :ځيني وييونه وي چي تر ډېره په ليکوال او ژورناليست پوري اړه لري، که پښتو انډول يې پيداشي، ډېره ستونزمنه نه برېښي، خو ډېر بيا داسي مفغن وييونه دي چي اول خو پر دى ګمان نه پر کېږي او بل دا چي د يوه نا لوستي ولس د ذهن له هنداري څخه يې ايسته کول او پر ځاى يې نوي ټکي نسبول سخت او کله_کله ناشونى برېښي، په دې اړه مو څنګه پوهولاى شى؟

   ځ:اول خو دا نيولوجيزمونه په ولس پوري اړه نلري، د ولس په وړاندي موږ د څه شي ژمنه لرو؟ موږ هغه ټکي په اکاډميک چوکاټ کي جوړ کړو چي که سبا ولس ته ورځي نو ورته آسان او آشنا وي، لکه روغتون، پوهنتون، زموږ دهقان کېداى شي يونيورسټي و نه شي ويلاى، مګر پوهنتون ويلاى شي، همداسي له هسپتال او شفاخانې نه، روغتون ورته آسان دى.

د سوسيولوژۍ يا علم الاجتماع لپاره مو ((ټولنپوهنه)) جوړه کړې ده، نو خلګ دي اوس قضاوت وکړي چي زموږ ټکي آسان دي که د هغو؟

ښه، موږ خو هماغسي فکر کړى دى لکه په اروپا کي، اول يې اکاډميک وييونه جوړ کړي دي، روميانو دا کار کړى دى.  بيا وروسته ولس اخيستي دي، بيولوژي دوى جوړه کړې ده، په بيولوژي په اروپا کي يو دهقان پوهېږي ځکه هغه خو تعليم کړى دى، زما ټولنه خو په سلو کي اته نيوي يا شپږ نيوي بېسواده ده، او هغه کسان چي له دغو علمي اصطلاحاتو لکه ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، ژبپوهنه او . . . . سره کار لري هغه خو لا کم دي، هغه امکان لري چي يو فيصد ته لا هم و نه رسېږي، دا خو د ولس غم نه دى، دا زموږ غم دى، دا برېښناليک ولي کاروو؟ دا ترهګر ولي کاروو، ژبپوهنه مو ولي جوړه کړې ده؟ په دې باره کي موږ له بزګر نه پوښتنه وکړو؟ هغه په دې څه پوهېږي، خو بايد ووايو چي دا په ژبه کي هضم شي، که سبا د هغه دهقان لمسى او کړوسى تعليم کوي د هغه لپاره اسانه وي.

۱۵_پ :نن سبا د پښتو ليکوالو ترمنځ دغه د ((په)) او ((پر))، ((لپاره)) او ((له پاره))، ((له)) او ((د))، ((نشته)) او ((نه شته))، ((نلري)) او ((نه لري))، ((نکوي)) او ((نه کوي)) او داسي نورو توپيرونو يو سرخوږى جوړ کړى دى، په دې اړه مو څنګه پوهولاى شئ؟

   ځ: څليرويشت کاله مخکي ما ليکلار ليکلې ده او دغه مسايل مي ټول پکي حل کړي دي چي کومي کليمې يو ځاى وليکل شي او کومي جلا، دا د املا خبره ده، ولي موږ ((نه لري)) او ((نه کوي)) بېل_بېل ليکو، ځکه چي ((نه)) ځانته وظيفه لري او ((کول)) ځانته، دا د نهي لپاره دى او هغه فعل دى، د هغه سره کومک کوي، مثبت کوي يې، يا يې په تېره زمانه کي اچوي، يا راتلونکې، دغه واړه_واړه توکي دي.

بل دا ((پکي)) چي ځيني يې ((پکښي)) ليکي، بيا هم وايم چي دا د علامه حبيبي په ژوند کي موږ دا شيونه ټول سم کړي دي، په کندهار کي يې ((کي)) په ((کښي)) ليکي په معياري پښتو کي دا په د ((ې)) ليکل کېږي، نو دا نشته او پکي د ((نه لري)) او ((نه کوي)) په وړاندي استثناګاني دي، تر کومه پوري چي دا ((رامنځته)) کول چي يو ځاى وليکل شي نو دا د معيار سره سم دى، بله دا ده چي ژبنى قانون د دې لپاره څۀ شى دى؟
ژبنى قانون دا دى چي توپير بايد ولري، ژبه د توپير پر بنسټ باندي راغلې ده، دېوال ته ځکه دېوال وايو او مېز ته مېز، چي دا سره توپير لري، او که دېوال ته هم مېز ووايو او مېز ته هم مېز ووايو خو ګډ وډي شوه، همدغسي ليک چي د ژبي سمبول دى، دا هم بايد د توپير پر بنسټ ولاړ وي، نو هلته چي ګډون او التباس پيدا کوي هغه بايد په نظر کي ونيسو، ((نشته))، ((پکي)) او ((لپاره)) چي يو ځاى ليکو نو داسي بله کليمه نشته چي ورسره ټکر شي.
دغه د نه ټکر او نه التباس پرنسيپ ژبنى قانون دى، او دا د ژبپوهني له مخي دا کار کېږي، کوم څه چي ژبپوهني فيصله کړه نو بيا پلانى صاحب، پلانى عالم او پلانى پوهاند يې نه شي اړولاى، خو هغه څوک بيا څه پکي ويلاى شي چي ژبپوهاند وي.

۱۶_پ :تاسو کله د مذکر جمع تېر حالت ((وو)) ليکئ، کله ((ول)) ليکئ، اوس يې کومه بڼه سمه ده او ولي؟

   ځ:  ما تر اوسه د پښتو ټولني فيصله ((وو)) د ټکر د پرنسيپ له مخي په پام کي نيولې وو، کنه نو يو ((و)) خو بيخي تلفظېږي نه، چي ((راغلى و)) د پښتو ټولني له پرېکړي سره سم مو ((بود)) په ((و))  او ((بودند)) په ((وو)) ليکل، ښه دا خو د ټکر د پرنسيپ له مخي سيي شو، خو د ژبپوهني له مخي دغه ((و)) ځکه سيي نه دى چي دا څنګه حرکت وکړي؟ نو د پښتوګرامر په دغه نوي چاپ کي ما دغه ډول راوړي لکه دا کندهاري ليکوال چي يې ليکي داسي چي ((بود)) په ((وو))  او ((بودند)) په ((ول)) باندي بايد وليکل شي، نو ما د پښتو ټولني پرېکړه پرېښوده ځکه چي دا د تلفظ سره سم دى، په هغه کي يوازي د ټکر پرنسيپ مراعتېده، خو د ژبپوهني (فونولوژۍ) په حساب نه برابرېده، ځينو خلګو ته دا ((ول)) ګران وي نو ((وو)) وايي، د کندهار په لهجه کي هم کله ((وو)) او کله ((ول)) وايي. زما د پوهنځي د وخت يو ټولګيوال دى، ډاکټر پالوال، نو د هغه په کتاب کي ما وليدل چي ټول يې ((ول)) راوړي ول، نو ما ((ول)) هم کارولى دى او ((وو)) هم. خو اوس ماته دا معياري دى چي ((بود)) ته ((وو)) او ((بودند)) ته ((ول)) يا ((وه)) بايد وليکل شي، او ليکوالو ته مي هم ليکلي دي چي و يې مني.

۱۷_پ :په پښتو ليکدود کي يوه لويه ستونزه د ((يې)) ګانو په کارولو کي ده، د ساري په توګه تاسو د مونث جمعي ته ((ې)) کاروئ، لکه پېښه (حادثه)، جمع يې ((پېښې)) ليکئ، په داسي حال کي چي د جمعي کولو دا بڼه د ږغ له مخي منطقي نه برېښي، ځکه ((پېښې)) د ((حوادثو)) مانا نه بلکي د ((ريشخندونو)) يا اکټونو مانا ورکوي. علمي دليل يې څنګه روښانوئ؟

   ځ:  د دې علمي دليل دا دى چي په دې برخه کي کندهارى ګړدود په معيار کي نه دى نيول شوى، هغه دا دى چي ((ښځه))، ((پېښه)) تل په ((ې)) جمع کېږي او دا ځکه چي دا نا خجنه ((يا)) ده او نا خجنه ((يا)) په نورو لهجو کي پر خپل حال پاتي کېږي او هر ښځينه نوم چي په زورکي ((هې)) پاى ته رسېږي لکه مخکي بېليګي هغه په ((ې)) جمع کېږي، دا ما ټول د مخکني پروسيجر له مخي راوړي دي، لکه ((پټه)) جمع يې ((پټې))، ((پېښه)) ((پېښې))، ((مڼه)) ((مڼې))، ((ښځه)) ((ښځې))، نو دا يوه منل شوې قاعده ده، او دا هم د اکثريت ويونکو د معيار له مخي، خو په دې باندي ډېر نه پوهېږي چي دا ولي داسي کېږي.

۱۸_پ :د يوې ژبي د پرمختګ بنسټيز لاملونه کوم ګڼئ؟

   ځ: ډېرى خلګ ((لاِمل)) ورته وايي، دا له آره ((لامَل)) دى، د پښتو پرمختګ له ټولنوټيز پرمختګ سره تړلى دى، بيا هم وايم چي اقتصاد بېخ بنا ده او فرهنګ مخ بنا ده، که بېخ نه وي نو دېوال نه شي جوړېداى، که پښتني ټولنه له ټولنيز اقتصادي پلوه پر مخ ولاړه شي، فرهنګ په خپله پر مخ ځي، زما زياتي ستونزي چي دا دېرش کاله يې د يوې کره ليکنۍ پښتو لپاره ګالم، دا دي چي زموږ ذهنيتتونه لا قبايلي دي، هيڅ اوښتون او نوي کېدون ته جوړ نه دي، دا ټوله مسئله په دې کي ده چي تر اوسه لا په موږ کي سيمه ييز قبايلي نظامونه نه دي ړنګ شوي، ماته خداى بخښلي الهام ويله چي صبر وکړه، کله چي زموږ ټولنه پانګوالي دور ته ورسېدله، بيا به دا کار عملي شي، ځکه بيا به خلګ د دې خيال نه ساتي چي نه دا لفظ زما نه دى، دا تلفظ زما نه دى، زه دا نه غواړم، ټوله په ګډه پانګه او ګډ مارکېټ لري، بيا به موضوع په خپله حل وي، اوس خو په کار ده چي پښتو بايد نوي جهاني فرهنګ ته اوږه ورکړي او د دوى لپاره خو پښتو بايد چمتووالى ولري، کنه په پنځه سوه ښتوګانو باندي چي دا لهجې ما څېړلي دي، پښتو خو ترقي نه شي کولاى، چي هرڅوک د خپلي سيمي او خپل قوم ليکدود او ليکلار په کار واچوي.

زه وايم چي په هره برخه کي د ټولنوټيز پرمختګ لپاره کار کوي، هغه ځانته مؤسسې او سازمانونه دي، حکومت دى، د ژبي او فرهنګ مسئله په موږ تاسو اړه لري او د هغې لپاره موږ هم بايد د پرمختګ لاري چاري ولټوو او د دې لپاره موږ د پښتو د يوې_کره_ليکنۍ بڼي لپاره اړتيا لرو. دا هڅي به هله بريالۍ شي چي زموږ د ټولنيزي سمسورتيا او رغاوني او ملت جوړوني بهير ګړندى شي.

۱۹_پ :وايي چي د ژبپوهني د آرونو پر بنسټ د يوه او معياري ليکدود د رامنځته کېدو لپاره اړينه ده چي يو ځل د ژبي ټول ګړدودونه سره راغونډ شي، په داسي حال کي چي يوازي په افغانستان کي تر نيمي زيات، لا ثبت شوي نه دي، په دې اړه ستاسو د نظر په هيله يو؟

   ځ: مخکي مي وويل چي دا دېرش کاله کېږي چي موږ د کره ليکنۍ پښتو بنسټ  ايښئ دى.
ما، څه نا څه پالوال او يوه برخه هم اڅک، موږ درې واړو د پښتو تر سل زيات ګړدودونه ثبت کړي دي، او کله چي زه کډوال شوم، په ټوله لره پښتونخوا کي، له بلوچستان څخه تر تکسيلا پوري وګرځېدم او داګړدودونه مي هلته هم ثبت کړل، پخوا هم قاچاقي تللى وم، خو دا ځل نو له يو اويا څخه تر اووه اويا پوري دا وخت په لاس راغئ چي د شمالي او جنوبي پښتونخوا ګړدودونه وڅېړم.
نو زه که دې ته ناست واى چي دا کار به پښتو ټولنه يا د علومو اکاډمي وکړي، نو به څومره ګړۍ نوري اوښتې؟

له بده مرغه چي زما هغو دوو ملګرو دا لار پرېښوده، پالوال انتروپالوجي او اتنولوجي ته مخه کړه، کنه ژبپوهني ته ډېر تيار و، له بده مرغه دايې پرېښوده او اڅک نه پوهېږم ترې تم شو چي چيري به ګرځي.

خو په لنډه دا وايم ما د ټولو لهجو (ګړدودو) تر وسه_وسه د سلو ګړدودو، پانګه، رغاونه او رغښت په پام کي نيولى دى، يو خو مي مخکي يادونه وکړه چي (پروسيجر) مو په پخوانو او اوسنو استادانو باندي لاسليک کړى دى او زما کتاب کي ثبت دى، تاريخ او هرڅه يې مالوم دي او په هغه تله کي چي څه کار شوى دى، پکي د ټولو ګړدودونو برخه ده.

ښه د پانګي له مخي کېږي چي ځيني ټکي پاته وي، خو د ګرامري رغښت له مخي مي ټول ګړدودونه په مخکي پراته دي، له بده مرغه چي حزب وحدت په پوهنتون کي د نورو ژبو سره دوه سوه اتيا لهجې له منځه يووړې، د پښتو دا تر سلو ډېري وې. خو اوس زه سويس ته ځم چي هلته يې يوه کاپي شته، تر اوسه پوري استفاده ځني کوم.
زه يوازنى سړى يم چي دا کار مي کړى دى، ټول دي ډاډه اوسي چي دلته مو نه اکاډمي ته انتظار کښلى او نه مو له ريفرنډم نه کار اخيستى دى.
دا د ژبپوهني زرين اصول دي چي کره ژبه د ټولو لهجو يوه مجموعه ده، که د فرانسوي معياري ژبه ده هم د ټولو کلو او بانډو وييپانګه پکي راغلې ده، همداسي د انګلستان د اکسفورډ او کېمبرج لهجې معياري ګرځول شوي دي، خو وروسته پکي نوري پانګي راګډي شوي دي، هرشى چي د ګرامري قاعدې يا قاعده والي لپاره و، له هغې نه يې کار اخيستى لکه چي ما د کندهاري ګړدود په برخه کي وويل، او وييپانګه يې له هرکلي نه را اخيستې ده، که هغه په استراليا کي ده، امريکا که دلته ده، تر هندوستانه پوري.

چي زه ژوندى يم که هره اکاډمي جوړېږي زه به ورمخکي کېږم او باور لرم، که سم ژبپوهان پکې وي، د خو ځاى به پکي پيدا نه کړي.

۲۰_پ :په يوه ژبه کي ژباړي ته څومره اړتيا شته او غوره آرونه يې کوم دي؟

   ځ: ژباړه خو ځان ته يو فن او تخنيک دى، ځانته خبري لري، خو زموږ غوندي پرمختيايي هيوادو او ژبو لپاره، بيا خو د پښتو لپاره ژباړه ډېره ضرور ده، چي د نوري نړۍ له پوهي او تخنيک څخه موږ هم خبر شو، دا خو ناممکنه ده چي ليکوال دي په ټولو ژبو پوه شي، اوس که څه هم ډېر افغانان کډوال شوي دي او په څلورو لويو وچو کي خپاره شوي دي، خو موږ بيا هم شاته ټولنه لرو او ټولنه مو دې ته اړتيا لري چي له انګرېزي، جرمني، فرانسوي، عربي او . . . . . څخه ژباړي ورته راوشي او زموږ پانګه پرې زياته شي، ما تر خپله وسه د ژباړي ونډه ترسره کړې ده.

۲۱_پ :په ژبه کي د څېړني او پنځوني انډول بايد څنګه وي او په پښتو کي اوس بايد کوم اړخ ته زيات پام وشي؟

   ځ: زه خو څېړنه په دې مانا اخلم چي علمي څېړني وي، علمي کارونه او علمي کتابونه وي او پنځوني ياهستوني زه دغه ايجاد ته وايم.

نو پنځوني (ناول، کيسه، شعر، رومان، ډرامه او طنز) او هر ادبي ژانر دغه ټول پښتو ته ضرور دي، په خوا کي يې علمي څېړني (ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، ژبپوهنه اوسني د تکنالوژۍ وسايل) ټول يو اړين کار دى، ورسره پر ژباړه هم ټنګار کوم چي بايد هېره يې نکړو.

۲۲_پ :ځيني د نظر څښتنان وايي، تر هغه چي د ټولو پښتني سيمو (لر و بر) ګړدودونه اصطلاوي او وييونه ثبت نه شي، نو بايد پر نيولوجيزم کار ونه شي (پرته له نوو راتلونکو نومونو څخه)، ځکه کېداى شي نن موږ کوم (ويي) ته پښتو انډول وټاکو، هغه په کومه سيمه کي خپل کره نوم ولري، دوى دا هم وايي چي ډېر داسي وييونه شته چي تاسو ژباړلي خو ګوهر رحمان ګوهر  يې انډول په بېل نامه له ګړدوده را اخيستى وي؟

   ځ: دا خبره بيخي سمه ده او زموږ د ژبپوهني له آرونو سره سمون خوري، کله چي زه له بهره راستون شوم او ما د دغه غورځنګ پيل کاوه، نو لوى استاد حبيبي لا د پوهنځي استاد و، د پوهنځي په پښتو خپرونه (وږمه) کي يې دا وړانديز کړى و، چي پښتو پانګه بايد له کلو، بانډو څخه راټوله کړو او تثبيته کړو چي څومره ده او وروسته بيا رغاونه وکړو، په دې حساب ما تر وروستي بريده له هغو ګړدودو څخه چي موږ درو کسو څېړلي دي او زياته برخه يې په ما اړه درلوده، دغه پانګه مو راټوله کړه او زما يادېږي دغه ((اکر)) د وضع او حالت په مانا، له کامې څخه راوړى و او . . . . . ما د رغاوني او ګرامر په برخه کي يو فورمول پيدا کړى دى، زمانه کوم ګړدود نه دى پاتي، ځکه د پښتو ګړدود څلور کټګورۍ دي چي په کتابو او ((پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼا کي)) په کتاب کي هم راغلي دي او هلته ښه څېړل شوي دي او ډلبندي شوي  دي چي دا څلور ډلي ګړدودونه کوم دي.

پاتي شوه پانګه، کېداى شي ډېر شيونه موږ پيدا کړو، کوم ټکي چي مو پيدا کړي دي، نو چي پخوا ما جوړ کړي وي هغه مو ايسته کړي دي او پر ځاى مو يې دا ايښي دي او که دواړه کارول کېږي، نو دا خو پانګه ده، پښتو ورته اړتيا لري.

له پرمختللي نړۍ څخه هره ورځ دومره مفاهيم (جانونه) را روان دي، د انسان د دومره خوځون او تخنيک پوهي سره چي موږ ټولو ته اړتيا لرو، بيا هم وايم چي موږ کوم غوراوى او چاڼ پکي نشو کولاى.

۲۳_پ :د پښتو وڼيڅي (ترينو) ګړدود، پوهان ډېر ارزښتمن بولي، خو زيات څېړونکي مو ځني نا خبره دي، په دې اړه که مالومات راکړئ؟

   ځ: دا زوړ پښتو ګړدود دى، چي دوه زره کاله مخينه لري او لومړى ځل زما ارواښاد استاد (ګيورګ مارګنسټرين)، چي همدا پرون زه د ناروي له ((اسلو)) نه د هغه د يو سلو څوومي زېږکاليزي نه راستون شوم، پردې باندي رڼا واچوله چي دا د پښتو د تاريخي څېړنو لپاره ډېر ارزښتمن کار دى او دا چي پخوا په دې وطن کي پښتو وه کنه؟ نو دا خپله د دې يو زبات دي چى موږ منځنۍ پښتو هم درلوده چي هغه دغه ګړدود دى، نوره پښتو ترې را بېله شوې ده او دغه ګړدود هلته په غرونو کي په هرنايي او . . . . کي پاته دى. اوس نو ګړدود نه بلل کېږي، بلکي جلا ژبه ده، ځکه د ژبني آر له مخي تر دېرشو نه کم سړى په پوهېږي له دې کبله اوس خپلواکه ژبه ورته ويلاى شو.

څلوېښت _پنځوس کاله مخکي چي استاد مارګينسټرين چي دا پيدا کړه او څېړني يې ورباندي وکړې، نو هغه دا جوته کړه چي دا د پښتو ډېر پخوانى ګړدود دى چي لږ تر لږه دوه زره کاله عمر لري او دوه زره کاله پخوا پښتو منځني پېر ته راګډه شوې وه، زوړ پېر له پخوا څخه شروع کېږي چي ورته ((ساکي پېر)) وايو، ځکه چي زړه پښتو د ((ساکي)) په نامه يادېږي، هغه پښتو او پښتون ته ((پښتو او پښتانه)) نه ويل کېدل، زما د نوي څېړني له مخي ((پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼا کي)) دا ترې جوتېږي چي له پنځو ژبو څخه يوه چي په باختر پوري يې اړه درلوده، هغه ((ساکي)) ژبه وه او په خوا کي يې اوستا ژبه وه، ياني له اوستا سره د پښتو خور وه، يو شى نه وه، له دې کبله ډارميسټټر لومړى سړى و چي په ١٨٨٨ کي دې شک سره مخامخ شو چي پښتو له اوستا سره څه توپير لري هغه دغه ((ځ)) توري دى شکمن کړ چي هغه د کندهار خواته او منځنيو پښتنو کي شته، په ختيځو پښتنو کي نشته او دغه ((ځ)) په اوستا کي نشته، دا ضرور يوه بله باختري ژبه ده چي پښتو په هغه پوري اړه لري، اخير دا جوته شوه، استاد مارګنسټرين چي تر مرګ درې کاله مخکي وروستى ځل افغانستان ته راغئ دا خبره يې زباد ته ورسوله چي پښتانه له ساکانو پرته په بله قبيله پوري اړه درلوداى نه شي، له همدې کبله ((ساک کليمه، کسې، کاس، کسمير، کاسفر، ساکزي، سکه ياني سکرورور يا د ساک د قوم)) داسي په خرورو توري دي او دا نومونه په غلجو قومونو کي ډېر تکرار شوي دي، چي دا په ساک قوم پوري اړه لري، دا بل ثبوت دى.

نو دغه د منځنۍ پښتو لپاره موږ دا دوه لاسونده لرو، يو ((وڼېڅي)) ده او بله ((د جيلم کتيبه)) ده.

د جيلم کتيبه په دويمه پېړۍ کي ياني همزمان د دغه ګړدود په يوناني ليک ((څښتنه)) ليکل شوى و او دغه ((څښتنه)) کليمه چي لوستل شوې ده، استاد مارګنسټرين ورباندي څېړنه کړې ده، او استاد حبيبي هم په ډېر سرسري ډول ياده کړې ده، او نه يې دي ويلي چي دا کوم تاريخي اهميت لري، خو موږ وايو چي دا د منځنۍ پښتو کليمه ده چي هغه وخت ((څښتنه)) د نارينه او ښځي دواړو لپاره ويل کېده، دومره بدلون يې موندلى دى، نو ګوربز وايي چي ((زه د دې کشمير څښتنه يم)) ياني زه يې خاوند او امير يم، اخير کاسمير يا کشمير هم په همدې مانا شو، چي د کاسانو مير ياني ګوربز مانا ورکوي، ياني د ساکانو ګورنر، نو موږ چي د پښتو په تاريخ کي هره څېړنه کوو دا ((وڼېڅي)) زموږ سره مرسته کوي.

۲۴_پ :په غونډلو (جملو) کي د ((ځني)) او ((ترې)) ګرامري وضاحت څنګه راته کولاى شئ؟

   ځ: اوس موږ وايو ((ترې وايې خيست)) (ځني وايي خيست)، دا په يوه مانا دي، ياني په پارسي کي که يې وايو، ترکيبي ضمير دى ((ازش ګرفتم)) دا مانا ورکوي، دې ته موږ وييکى نومڅرى يا اداتي ضمير وايو، دا اصل کي ((ادات)) دي.

((تر)) ((ې)) ورسره يو ځاى شوې ده، ((ازش)) مانا ورکوي. او ((ځني)) البته پخوانۍ کليمه ده ((ازش)) مانا ورکوي، امکان لري دا به ترکيبي وه، خو اوس موږ ته بسيطه ښکاري، دواړه يوه مانا لري.

۲۵_پ :زموږ د ځينو ليکوالو (چي تاسو هم پکښي راځئ) د مفرد مذکر په اړه ليکل شوو غونډلو (جملو) په پايله سړى پوه نه شي چي دا مذکر و که مؤنث؟ بېلګه:

ګلالى (مفرد مذکر) بيرته د خپل کور پر خوا را وګرځېده.
که په پورتنۍ غونډله (جمله) کي وګورو ((ګلالى)) يو مذکر نوم دى چي د غونډلي پايله (خبر) هم بايد مذکر واى، چي داسي نه ده او د ((راوګرځېدئ)) پر ځا‌ى ((راوګرځېده)) کار شوى دى، په دې اړه څه واياست؟

   ځ: دا غلطه ده، زموږ د معيار له مخي ((راوګرځېدئ)) نه بلکي ((راوګرځېد)) بايد راشي، دا خو اسانه خبره ده، زما په ((ليکلار)) کي پر دغو ټولو رڼا اچول شوې ده، په کندهار کي چي کومه اصطلاح ده لکه ((پلوشه راغلل)) دغه پوښتنه بايد وکړې. ((ګلالۍ راوګرځېدل)) دا موږ له معياره غورځولي دي، ځکه چي له فاعل او فعل سره سمون نه لري.

د ((پلوشه راغلل)) او د ((جرګه جوړه شول)) پر ځاى ((پلوشه راغله))، او ((جرګه جوړه شوه)) بايد وليکل شي. په کندهار کي داشى پاته دى.

دې ته موږ غلط نه وايو د هر چا خپل ګړدود دى، خو په ليکنۍ پښتو کي موږ ((راغله)) وايو، نه ((راغلل))، دغه خبري مهمي دي، نور نو هغه نر او ښځه خو هرڅوک پېژني.

۲۶_پ :د ځينو نظر څښتنانو په اند ((کې)) په مجهوله ((يې)) د ((کي يې))، ((باندې)) د ((باندي يې))، ((لاندې)) د ((لاندي يې)) او ((داسې))  د ((داسي يې))، مفهومونو لنډيزونه دي، چي په اوسني معياري ليکدود کي په همدغه اختصاري بڼه، خو يوازي د ((کي، باندي، لاندي او داسي)) په ماناوو کارېږي، چي د دوى په اند ژبني فصاحت ته زيان رسوي، تاسو په دې اړه څه علمي دليل وړاندي کولاى شئ؟

   ځ: دا بيا ګړدودي لانجه ده، نه معياري، دا خو موږ په لږکيو کي راوستي دي چي يوازي زموږ په لوېديځ ګړدود پوري اړه لري، چي کلينيکس ورته وايي، ځانته يوه ډله کوشنۍ کليمې دي ((زه کوچني ته کوشنى وايم، له تاريخي پلوه داسي ده، په کوشاني کي هم دا ټکى راغلى دى، په کوټه کي هم ويل کېږي)).

دا کوشني کليمات ضمايير دي لکه (( دى، دا، وادې خيست، چې، لاندې، باندې))، دا په نورو ګړدودونو کي په اوږده ((ې)) ويل کېږي، يوازي په کندهار کي دا په لنډه يا معروفه ((ي)) ويل کېږي. دا له بده مرغه يا له ښه مرغه د همغه پروسيجر له مخي چي ما يې مخکي يادونه وکړه، موږ له معياره ايستلي دي، دا د کندهاري ګړدود په وړاندي په ټولو سيمو کي په ((ې)) ويل کېږي، دا لوى پرابلم دى، دا عجيبه ده چي په اروپايي ژبو کي دغه کليتيکس (واړه کليمات) ټول بې اکسينټه دي او په کندهار کي اکسينټ لري، دا د اکسينټ مسئله ده چي له نورو ګړدودونو سره توپير لري.

۲۷_پ :ستاسو د يوه کتابګوټي (پټه خزانه_لغوي خزانه) په اړه ځيني د نظر څښتنان وايي چي تاسو په پټه خزاني کي د زړو ويزونو (ارکايزمونو) پر ځاى د نويزونو څرک لګولى دى، ياني ځيني وييونه مو نوي بللي دي چي د دوى په اند دا کار د پټي خزانې له دروغولو سره مرسته کوي، تاسو په دې اړه څه واياست؟

   ځ: د پټي خزانې پر وړاندي ډېر خلګ منفي نظر لري، يوازي د قلندر مومند يا سعيد ګوهر او ځينو نورو کوزړيو پښتنو دا تنګي خبري نه وې، بلکي اېرانيانو او دا زموږ نژدې تربورانو په اېران کي پر پټه خزانه ډېري څېړني کړي دي، د دوى لوى دښمن (پټه خزانه) ده او دويم يې محمدګل خان مومند دى.
دلته د ژبپوهني په رڼا کي د پټي خزانې مسئله ده، پټه خزانه د ژبپوهني مسئله ده، نه د ادبپوهني.  انور نوميالي بيا ويلي دي چي ليک لوست په پښتنو کي نه و، د ټولنپوهني په مبادۍ کي يې دا خبره کړې ده، ما د دغو ټولو په ځواب کي، زه مجبور وم چي علمي خبري راوسپړم، دوى پر مارګينسټرين حواله ورکوي چي د پښتو لپاره يې شپېته کاله کار کړى دى، د هغه ليک ما پيدا کړ، هغه چي په ١٩٢٤ يا ٢٦ کي چي يې په اسلامي انسايکلوپيډيا کي ليکلى وو، له هغه را وروسته چي يې کوم ليک پښتو پوهاند ايټالوي ته ليکلى و، خپل نظر يې بيرته ګرځولى و، يوازي يې په وياړنه کي څه خبره درلوده، زه بايد دا خبره وکړم چي مارګينسټرين په ټوله دنيا کي د پښتو ژبي او ادب په برخه کي يو اخځ دى.
دا خبره د پښتو خپلوانو ته کوم نه، قلندر مومند او د کوټي سعيد ګوهر ته، ځکه دا خو ژبپوهان نه دي او هيڅ اعتبار نه لري. نو ما يې د اووه شپېتم کال نوى ليک ژباړلى دى، دوى چي وايي دا ټوله پټه خزانه جعلي ده، نو هغه په دغه ليک کي وايي چي علامه حبيبي او نه هم محمدهوتک دا د ځانه ليکلې ده او نه بل چا، خو هغه وخت د نشنلزم يوه جذبه وه، کېږي چي محمدهوتک به دا تاريخونه شا و مخته کړي وي ياني زاړه تاريخونه يې ورته ليکلي وي، يا به يې د اټکل له مخي ورکړي وي، چي کېږي دا اټکل يې سم و نه خېژي، دا هغه خبري وې چي وايي ((د پښ يو ټک او د زرګر سل ټکه)).

له ژبپوهني پرته د پټي خزانې خبره نه څېړل کېږي، پر مارګينسټرين له ا مريکا څخه نيولې تر افغانستان او پښتونستانه ټوله حواله ورکوي، ما د دغه نوميالي پوهاند هغه رښتينې خبره را اخيستې ده چي هغه وايي چي يوازي په وياړنه کي ده ته پخوانۍ پښتو نه ښکاري، او دا يو نظر دى، پټه خزانه کي خو يوازي امير کروړ نه دى، دې خواته خو نو بيا نور شعرونه هم دي، تر اخوند دروېزه، بايزيد روښان او خوشال خان پوري.

قلندرخېلو خو دغه ټول جعلي بللي دي، او ما د ژبپوهني له مخي دا خبره کړې چي دا يوه ګنجينه ده، او د ژبپوهني دلايل ډېر پاخه دي او د زمانې له توپانه راژغورل شوې ده، او دا خبره لوى استاد مارګينسټرين کړې ده. چي همدا څو ورځي مخکي زه رسمي ((اوسلو )) ته غوښتل شوى وم، هلته مي خبري پر وکړې، پر وڼيڅي او د پښتو په ګډون د معياري پښتو په اړه چي موږ خبري کوو، د دې بنسټ هم لوى استاد مارګينسټرين ايښى دى.

۲۸_پ :د شعر په اړه څه نظر لرئ چي آيا د ورځي له نرخ سره سم وليکل شي، که د سباني ژوند غم يې هم وخوړل شي؟

   ځ: ډېرو دوستانو ته دا پته لګېږي چي دا دېرش کاله ما يوازي د پښتو د سټنډرډ لپاره کار نه دى کړى، دغسي پخوا له دې چي ژبپوهنه ولولم، خلګو د يوه شاعر په توګه نومولى وم، اوس هم شعر وايم، له نوي نسل سره هم سيالي کوم. د دې لپاره چي په خپله سيمه او هيواد کي مو له پارسۍ سره سيالي کړې وي، نو ما ډېر ځوانان دې ته راوهڅول چي پښتو شعر له قافيو راوباسي، آن تر دې چي له وزنه يې هم راوباسي، يو پېر دا وو، خوکله چي پښتو شعر له قافيو آزاد شي او وزن، تول او تال ولري، او په وروستيو لسو کالو کي مو دا هڅه وکړه چي که وکولاى شو چي دا سپين شعر دود کړو، ځکه په نوره نړۍ، اروپايي ټولنو او پارسي کي سپين شعر دود شوى دى، چي ډېر مشهور يې ((احمد شاملو دى)) ما يو سړى پيدا کړ چي دې ته يې وهڅوم او ډېري برياوي يې په برخه شوې، هغه اسحاق ننګيال و، دى له لومړۍ ورځي نه ما تر روزني لاندي نيولى دى، او زه ډېر وياړ کومه چي د ده په شهرت او د شعر په پرمختګ کي ما د يوه ښوونکي په توګه ونډه اخيستې ده، خو له بده مرغه چي هغه ځوانيمرګ شو، نو اوسني ځوانانو ته مي دا هيله ده چي دوى هم هماغه لار ونيسي، په يوه قافيه وال شعر کي به محدود نه پاته کېږي، غزل دي هم ووايي، خو دا نور چاربيتي، سدس، مخمس يا د پېښوريانو په وينا دا اوږده_اوږده نظمونه چي نوره يې نو لړۍ ختمه ده، اوس پښتو شعر په دوه لورو کي مخته روان دى، يو آزاد او سپين شعر او بل نوى غزل، زه خپله هم کله_کله نوى غزل ليکم او کله آزاد شعر ليکم، آزاد په دې مانا چي قافيه نه لري، وزن لري، بل سپين شعر دى چي نه وزن لري، نه قافيه، بل منثور شعر دى چي پخوا يې ورته ادبي ټوټې ويلې دغه څلور ډوله نوى شعر دى، بيا هم چي تر اسحاق ننګيال را وروسته پرمختګ ليدل کېږي، نو تر غزل دا نوي فورمونه ډېر پر مخ روان دي، او د شعريت دعوه چي موږ کوو، له پارسي سره، اردو سره او بيا په نړيواله کچه له اروپا سره، نو په همدغه نوو فورمونو سره يې کولاى شو، او دا زموږ د پښتو شعر د پرمختګ، د ملي او جهاني سيالۍ لپاره لومړنى شرط دى.
بله مسئله د انځور ده، انځور پخوا عيني و، شونډي له لال سره او سترګي له بادام سره تشبيه کېدلې، دغسي يې د طبعيت له څيزونو سره تشبيه ګاني کولې، دغسي تشبيه ګاني اوس نشته، اوس ذهني انځورونه دي، په ذهني انځورونو کي کېداى شي چي ډبره له سترګو سره تشبيه کړو، ګولۍ له سترګو سره، که څه هم په لنډيو کي يې څرک لګي، دغسي نا آشنا شيان چي وجه تشبيه يې ډېره لږه وي يا بيخي نه وي، ذهن جوړوي، په عينيت کي نشته، د عيني پر ځاى ذهني انځورونه جوړېږي هغه هم په دې شرط چي مړه نه وي، ژوندي وي کنې کاروان او صديق پسرلى ډېر ښه غزل وايي، اما انځورونو کي يې د ټولني لپاره څه نشته، لږ تر لږه لکه د حمزه غوندي، د حمزه غزل تر کاروان او پسرلي ساده و، خو هر انځور کي يې يوه خبره وه، ګوره:
ورځي لېمه، زلفي باڼه پښتانه
څنګه يو ځاى شول پښتانه، پښتانه

دا لويه خبره ده چي انځورونه ژوندي وي، له ټولني سره تماس پيدا کړي، يا لکه اجمل اند چي وايي:
پردي_پردي سرونه دې شينكۍ لمن كې ګرځي
همدغه ورځې شپې دې دي پاميره، كه رالوېږې

موږ او تاسو پوهېږو چي پامير کي څومره خبري دي، سياسي، شمالي، جنوب، شمالي اتحادي، ضد پښتونيزم، سکټريزم، بيليتونيزم، دا ټولي خبري پکي راځي، خو کاروان بيا داسي ژوندي انځورونه نه لري، چي دومره شيان پکي راونغښتل شي، زه د پښتو شعر لپاره داسي نظر لرم.

۲۹_پ :له بدو سترګو دي په امان وي، د څومره والي له مخي مو پر پښتو شعري ډګر ريکارډ ټينګ کړى دى، خو که دا راته وواياست چي دا مو د کوم نرخ له مخي ويلي دي او د څومره ژوند هيله ورته لرئ؟

   ځ: ټولو شاعرانو لومړى له ساده شعرونو شروع کړې ده، وروسته کي يې دايرې موندلي وي، يو ځاى ته يې رسولي وي په هغه وخت کي چي زه کوشنى وم، ما د پاچا د کاليزي لپاره هم شعر ويلى دى، بيا يو وخت و چي جمهوريت شو، د هغه پر ضد مي هم شعر ويلى دى، بيا په کمونيستي دور کي مي د امين پر ضد شعر ويلى دى، چي امکان لري ډېر لږ د ايډيولوژۍ رنګ ولري، نو ما داسي ذهني انځورونه کارولي دي، چي هغه هري خوا ته مانا کېدلاى شي، لکه زما غزل دى:

د مرجانونو څانګي
درېغه که د لمر د الماسونو څانګي ماتي شي
سم به ورسره د سهارونو څانګي ماتي شي
خداى مکړه د شپې د بوږنوړو تور تمو په لاس
نوري د سپېدو د سپېدارونو څانګي ماتي شي
نه چې باغ د هسك د سپوږمۍ تندره توره دښته كړي
مه شه چي د ستورو د ګلونو څانګې ماتي شي
پرې ازمون بټۍ نه  د زمان مخسور راووزي
رامه شه ها، ورځ د مرجانونو څانګي ماتي شي

دا اوس هرشي کېداى شي، ليکن ما د شعر جوهر کارولى دى،له  شعر سره مي خيانت نه  دى کړى، د شعر چي کوم د ذوق خړوبول دي، ښکلاييز راښکون دى، هغه مي کارولى دى، همداسي به يو آزاد شعر هم درته ووايم:

که ستا د ناز په شونډو
د لمر پيغام نڅېداى
ما به مات کړى و د شپې د اوږدېدو طلسم
.....
يو کار چي ما کړى، دا دى چي هر شعر ته مي ځاى او مهال ليکلى دى، نو کره کتونکى کولاى شي چي زما پخواني او اوسني شعرونه، يا هغه چي د ورځي په نرخ مي ليکلي له نورو څخه بېل کړي او داسي شعرونه مي هم شته چي د ورځي په نرخ مي نه دي ليکلي، بلکي فلسفي رنګ لري او هري خواته مانا کېدالاى شي، او زه يوازنى سپين ږيرى شاعر يم چي تر اوسه له ځوان پښت سره په شعر کي سيالي کوم او په دې درې کلونو کي مي څلور ټولګي چاپ کړي دي او فکر کوم چي تر اوسه يې چا ځواب نه دى ويلى او که وخت چا ووايه، بيا به نور چاپ کړم.

۳۰_پ :د شعر د آفاقيت او تلپاتوالي ضمانت څه شي کولاى شي؟

   ځ: هرڅه، چي شعر وي، شعري جوهر ولري او هغه د شعر هنري برخه ده، زه ورته هنري نه وايم بلکي ژب انديز او ژب ښکلاييز يې بولم، زه شعر ته له دغو دوو اړخونو ګورم، په دې مانا چي ژبه خو په دواړو حالاتو کي راځي، په ژبه کي بايد ښکلا راونغښتل شي او فکر و عاطفه هم بايد پکي همږغې  شي، داسي نه چي يوازي خيال ولري او فکر نه وي، همدې دپاره زما ځيني ټولګي په همدې نامه دي (اندو واند) ياني ((فکر او خيال)) يا (رزم و بزم) نو که شعريت ولري هغه تلپاتى وي لکه د کاظم شيدا او د لوى خوشال البته ټول يې نه، ځکه ځينو کي خو يې هسي موضوعات او خبري را اخيستي دي، د شيدا ډېرى شعرونه، د رحمان بابا دا ډېر لږ  .
 تاسو وګورئ مخکي چي مو د انځور خبره کوله، کاظم شيدا په انځور کي څومره خبري رانغاړلي او دا شعر دى او هغه لوړ شعر دى، چي نن يې موږ ارزوو او وايو چي ذهني انځور بايد تر عيني مخکي وي، د پسرلي په ستاينه کي:
د غوټۍ د رباط ور په واکېدو دى
قافله د رنګ و بو درومي سبا شو

تاسو وګورئ پخوانى تاريخ يې پکي راوړى دى، قافلې به تللې، په رباط کي به يې اړول، بيا به سبا دروازه خلاصېده قافله به روانېده.
دى نه وايي چي ((اې بهاره، لکه په پښتو او پارسي کي چي له پسرلي نه يې اول شروع کړي، چي پسرلى دى، بلبل دى، ګل غوړېږي، دغسي ابشار دى، دا خبري نشته اوسنى لوو شعر همداسي دى، لکه کاظم خان شيدا چي يې ډېري ښې بېلګي لري او دا شعر به همداسي تلپاتى وي.

۳۱_پ :د شعر او شعار ترمنځ بريد پوله څنګه ټاکلاى شئ، پر اړتيا او نه اړتيا مو يې نظر غواړو؟

   ځ: زموږ ټولنه ډېره وروسته پاتې ده، له همدې کبله زه دا نه وايم چي ټول شعرونه په لوړ معيار وايم، يا همداسي چي زه يې غواړم، زه ځيني ټوکي ټکالي او طنزيه شعرونه د خپل ولس لپاره يا د خپلي ولس په کچ وايم، او پاته معياري شعرونه، تاسو غوندي ليکوالو او شاعرانو لپاره وايم او د ټولني لپاره ويل هم ضرور دي، شعار ضرور دى، چي پښتنو را ويښ شئ او . . . . کله_کله ځيني دا خبره کوي چي يو شعار تر زرو شعرونو سم کار ورکوي، دا خبره سمه ده، موږ که له يوې خوا د شعر پر کيفيت او شعري جوهر باندي ډېر زور راوړو، له بلي خوا خپله ټولنه هم په پام کي نيسو او دا د ورځي شعرونه دي، سبا ته نه پاتي کېږي، د سباني نسل په درد کېداى شي و نه خوري.

۳۲_پ :د اوسني ځوان فرهنګي پوړ ډېرکيو، ټول پام و تخليق ته اړولى دى او د څېړني حوصله څه چي د يوې څېړنيزي ليکني د لوستو زغم هم نه لري، د دې لامل څه ګڼئ؟

   ځ: دغه تخليق يا زېږندويي يا پنځونه، د چا خبره بېله لوړي زدکړي او ځانګړي څانګي څخه، د ليک لوست په زدکړه سره هم کېداى شي، چي سړى شاعر شي، طنز او داستان او ډرامه ليکونکى شي، تر ډرامې ليکني پوري ارواښاد منان ملګرى را ياد شو چي هغه مکتب نه وو ويلى خو کيسې او طنزونه يې ليکلي دي. خو که موږ په دا نورو پوهنو کي څېړنه کوو نو دا خو ځانته ځانګړي زدکړي غواړي، دا خو مسلک دى، داسي خو نه شي کېداى چي څوک دي څېړنه وکړي، لکه هرڅوک چي بېله زدکړي په ژبپوهنه کي لاسوهنه کوي او يا په تاريخ ليکنه کي، له بده مرغه څه څانګوال او پوهان چي که زه هم په هغو کي وشمېرل شم، هغه اوس دباندي راوتلي دي او په هيواد کي ډېر لږ خلګ پاته دي او بل هڅونه نشته، پښتو ټولنه او اکاډمي اوس دومره واک او ځواک نه لري چي خلګ وهڅوي، مالي مرسته ورسره وکړي، کتابونه ورچاپ کړي، د زدکړي کورسونه پرې ووايي. نو څېړنه تر هستوني څه ګرانه ده، ځکه څېړنه علم او مسلک دى او پنځونه د چا خبره خدايي استعداد دى چي څوک شاعر کيږي او که ليکوال کېږي.

۳۳_پ :تاسو شعر موزونه مخيله وينا بولئ اوقافيه واله  وينا بيخي کرغېړنه بولئ او زموږ نژدې ډېره شاعري په تېره بيا کلاسيکه خو ټوله پر موزون قافيه واله  بنسټ ويل شوې ده، په دې اړه که څه راته وواياست؟

   ځ: زموږ سره يوازي يو بنسټ او يو آر شته هغه دا دى چي شعر بايد شعر وي، هغه شعر چي په ټوله دنيا کي خلګو پېژندلى دى، زموږ شعر ته شعري فن زياتره له عربي زدکړو راغلى دى، له جماعتي زدکړو سره راغلى دى او تر ډېره پوري ډېرو پر دې زور اچاوه چي موږ د احمد بن خليل عربي عروض (مفاعل) راخپل کړو چي دا يو ډېر بېځايه کار و، استاد رشاد چي د دې لوى استاد و او تدريس يې کړى دى هغه خپله د دې منښته (اعتراف) وکړ چي پښتو يو تونيک شعر دى، نه قافيوي، ما پرې دا ټکى هم زيات کړ چي (خجيز او ږغيز) داسي يوه اصطلا يې ورنه جوړه کړه ياني پښتو شعر پر خج او آهنګ باندي ولاړ دى، له دې خاطره موږ پر خوشال، رحمان او شيدا دا انتقاد نه شو کولاى چي ولي يې دا شعرونه عروضي نه دي ويلي نه پر بل، پاتي شوه دا چي سفر بايد سفر وي لکه مخکي چي مي يادکړه لکه کاظم خان شيدا، خوشال بابا ډېر شعرونه ښه ويلي دي، حميد ويلي دي، د رحمان له نصيحتونو که تېر شو هغه هم ډېر ښه شعرونه ويلي دي او له شعري جاج او تعريف سره سم يې ډېر شعرونه شعريت لري، پاتي يې د بندونو او نصيحتونو سست شعرونه شول چي ښکلاييز اړخ نه لري، هغه هم په پښتني فرهنګ کي موږ ته يو ارزښت لري، او د پښتو ډېر ساده شعرونه لکه حافظ الپوري، نور نامې، قصيدې، دا هم نه ردوو، چي ډېر واى لا به ښه وو، که قافيه وال شعر څوک ښه ويلاى شي، ما وويل چي ښه دى خو آزاد شعر ضرور دى، ځکه هغه کي شاعري کېدلاى شي، په ټول جهان کي قافيه له منځه تللې ده، په خپله عربو کي له منځه تللې ده، د اوسني فلسطين انقلابي شاعران آزاد شعرونه وايي نو کلاسيک، کلاسيک دى، هغه خپل ځاى لري، خو موږ بايد قافيه وال شعر ته څوک و نه هڅوو چي ورم (نصيحت) ووايي، که يو ځاى ((آسمان)) راغلي وي نو بل ځاى به ((ريسمان)) راولي، هغه که سر ورسره وخوري، که نه، خو دى يې سره تړي.

نو د شعر په تعريف کي قافيه نشته، په خپله عربو ويلي دي چي شعر مخيله کلام دى، مخيله څه مانا؟ چي خيال او انځور وي، نو په شعر کي قافيه، رديف او وزن دومره ونډه نه لري، يوازي يې موسيقيت مهم دى، چي سندرغاړى يې ښه وويلاى شي، تاسو وګورئ آزاد څه چي سپين شعر موسيقۍ ته څنګه لار پيدا کړې ده .
۳۴_پ :ويل کېږي چي آزادشعرله اروپاڅخه اېران ته راغئ په اېران کي يې جنډه نيما يوشيج اوچته کړه له اېرانه افغانستان ته را تېر شو، په دري کي خو يې بيخي نيمايي شعر بولي، خو تاسو يې مخينه په ولسي ادب کي وينئ، که په دې اړه څه راته وواياست؟

   ځ: ما خو ليکلى او خپل دلايل مي وړاندي کړي چي ((پښتو شعر څنګه جوړېږي))، خو که چا ته دا کتاب نه وي رسېدلى نو دومره ورته وايم چي پښتو لنډۍ قافيه نه لري، که کوم ځاى کي راغلې وي هغه تصادفي ده په آزاد شعر کي هم کله_کله قافيه راځي، زموږ سروکي منظمه قافيه نه لري.

په انتظار کي دجانان ولاړه يمه
بارانه مه راځه ماښام دى

خو سپين شعر يوازي په ځينو نارو او ځينو متلو کي شته، په فولکلوريک شعر کي آزاد شعر شته، سپين شعر نشته، ياني بې قافيه شته، خو بې وزنه نشته، لږ دى، له همدې نه مي د پښتو شعر قوانين را ايستلي دي، نو آزاد شعر درې ډوله دى.

يو آزاد دى چي وزن لري، قافيه نه لري.
بل سپين دى چي وزن او قافيه دواړه نه لري.
بل منثور دى چي هغه لږکى ترنم او وزن هم نه لري.
نو موږ بايد له زمانې سره ځانونه سم کړو، که زمانه راسره نه سمېږي موږ بايد ورسره سم شو.

۳۵_پ :تاسو د شعر څلور رغنده توکي (ژبه، وزن، خيال او فکر) بولئ، د دغو څلورو توکونو انډول، بايد په يوه شعر کي څنګه په پام کي ونيول شي؟

   ځ: هغه دا دى چي ژبه يې بايد کره وي، داسي نه چي کليواله لهجه وي، لکه يو خوستى شاعر چي وايي:
دا څنګه خلګ دي بېدينه
چي زما وهي بريدينه

له بريدينه څخه يې موخه ((بريدونه)) دي، نو دا خو نه شو منلاى د همدې لپاره مو د معياري ژبي خبره رامنځته کړې ده.
بله دا ده چي ژبه بايد لنډه وي، تر وسه وسه له اوږدوالي څخه ډډه وشي.
بله برخه يې وزن دى، دا تر يوه وخته پوري وي، دا چي منثور شعر او ادبي ټوټه يې بولي، په هغه کي نشته، هغه هم يو ډول جوړښت لري، په اروپا کي موږ ګورو چي له موسيقۍ سره يې کمپوزوي، نو تر يو وخته پوري پر وزن باندي زور اچوو، خو که وزن و نه لري نو بايد موسيقيت ولري.
بل يې خيال دى، هغه دا دى چي د خيال او فکر( (زه ورته اند و واند)) وايم، تړون دى، موږ نه شو کولاى چي تر آخره پوري خيالي دنيا مخکي کړو، فکر هم بايد ورسره وي، مخکي مي د حمزه او اجمل اند مثالونه راوړل.
پاميره چي را لوېږې
دا يوازي خيال نه دى، دا خيال او فکر دى، لويه خبره ده.
بله دا ده چي د دغو دوو عاطفي او ولوليز تړون دى چي خلګ خوند ځني واخلي او عاطفه ډېره ضرور ده.

۳۶_پ :تاسو د نړۍ ادبيات لوستي دي، زموږ دپښتو کوم فورمونه ورسره د پرتلې وړ دي؟ نه دي؟ يا څنګه کېداى شي چي ځان پسي ورسوي؟
   ځ: همدا خبره ده چي اوس قافيه وال شعرونه له دوده وتلي دي، پخوا په ټوله نړۍ کي، د يونان له وخته قافيه وال شعر و، متريک، يا عروض يې درلودل، چوکاټ يې مالوم و، په هغه چوکاټ کي بايد سړي شعر ويلى واى، دا په انګرېزۍ او نورو اروپايي ژبو کي هم و، اوس ټول آزاد او بيخي سپين شعر دى، ځکه مي پر دې ټينګار کړى او کوم يې چي د شعر له جوليز پلوه موږ کولاى شو چي له نړۍ سره له هنري او شعريت پلوه سيالي وکړو او دې کاروان ته ځان ورسوو.

۳۷_پ :استاده ډېره بخښنه غواړم، خبري ډېري اوږدې شوې او تاسو ډېر ستړي سولاست، که په پاى کي د بېنوا فرهنګي ټولني او د مرکزي خپروني (ښکلا) په اړه يې کوم نظر، نيوکه او لارښوونه لرئ مهرباني وکړئ؟ يادونه : دامرکه دبېنوا ويبپاڼي تر څنګ د ښکلا مجلې په پرله پسې شلمه او يوويشتمه ګڼه کي هم چاپ سوې ده .

  ځ: دا يوه نېکمرغي ده چي د پښتو د چوپړ لپاره دومره ټولني جوړي شوي دي او په دې لړ کي بېنوا فرهنګي ټولنه ده چي له ستر استاد بېنوا سره نژدې تړاو لري او د هغه د الهامونو په رڼا کي پښتو ته چوپړ وهل کېږي. او د ((ښکلا)) مجلې په باره کي به ووايم چي دا ډېره بريالۍ ده او کومه نيوکه چي ما درلوده، هغه مي په خپل ليک کي درته څرګنده کړې وه، چي له هغه کتابو څخه څه مه را اخلئ چي د پښتنو تاريخ بيرته له پوښتني سره مخامخوي، لکه د عاطفي صاحب ليکني، په دې ګڼه کي مي و نه ليدلې، ډېر خوشاله شوم، زه دا نه وايم چي د هغه پر ځاى زما له کتابونو اخيستني وکړئ، خو دا چي زما خبري مو چي د هغه په باره کي مي ليکلي وې او هغه د هغو بابولالو په باب وې چي ما ورته اساطيرالاولين ويلى وو، ډېر خوشاله شوم، زه باور لرم چي ستاسو ټولنه او مجله ډېري برياوي او ښه راتلونکې په مخکي لري.              پاى