ښکلا: له ښاغلي زيار صاحب سره دا ځانګړې مرکه د بېنوافرهنګي ټولني د انګليستان دڅانګي مسؤل محمداسحاق توريال له خواچمتوشوې ده .
دوهمه برخه
۸ پ :دغو دوو غويو (کمونيستي او اخواني) انقلابونو، بيا ورپسې طالبي سېلاب پر پښتو ژبه، ادب او فرهنګ څه ډول اغېزي پرېښودې؟
ځ:په کمونيستي پېر کي لومړى ځل و چي فرهنګ پر مخ ولاړ، په پښتو کي ډېر ادبي او علمي کتابونه چاپ شول، خلګو له کلونو_کلونو د کيسو او شعرو ټولګي ساتلي وې او په شاهي نظام کي يې د چاپ چانس نه درلود او له واسطې او د پاچا د مدحي او ستايني پرته کتاب نه چاپېدئ، زما ګرامر چي يو سوچه علمي کتاب دى، نه د پاچا او نه هم داود په وخت کي د چاپ چانس درلود، ما د ګستنر په ډېره ابتدايي توګه ليکه او تدريس کاوه، چي د انقلاب په اول کال خو بندي وم، په دويم کال يې ما وکړاى شواى چي (پښتو پښويه)، (پښتو ليکلار) او (پښتو ويي پوهنه) د نوي ژبپوهني په رڼا کي چاپ کړم او د زړې او دوديزي ژبپوهني او ګرامر کمبله ټوله کړم.
تر کمونيستي پېر راوروسته چي اسلامي انقلاب ورته وايي که کودتا، چي د يوې ولسوالۍ اخوانيان واکمن شول، له نېکه مرغه چي يوازي په کابل کي ښکېل پاتي شول، خو بيا هم د پښتني فرهنګ او پښتو لپاره هيڅ کار و نه شو، دا يو ضد پښتني حکومت و، په دې کي شک نشته چي شمالي ټلواله د تش په نامه کمونيستانو د کارمل په مشرۍ د مجاهدينو ډله واکمنه شوه، دا چي نو ډېري ډلي ورسره خوښي نه وې نو له کابله بهر ورسره جنګېدلې، نو په دې کي کابل هم وران شو او ډېره علمي او فرهنګي پانګه له منځه ولاړه، کتابخانې له منځه ولاړې، د پښتو پر سلو لهجو ما کار کړى و، سل کتابه وو، هغه له منځه ولاړه، د کابل پوهنتون پښتو عالي آثار له منځه ولاړل، عامه کتابخانه، د اکاډمۍ قلمي آثار چي هغه بيا هيڅ نه پيدا کېږي، هغه له منځه ولاړل، طالبانو هم هڅه کوله چي پارسي ياده کړي، په دفترو کي هماغسي پارسي روانه وه، دوى هم نورو غوندي ځانونه جهاني بلل، دوى ته خپله خاوره دومره مهمه نه وه، دوى تر هغو زيات ايکسټريم (بنسټپال) وو، دوى بېله جنګه بله بريا نه درلوده.
که يې شعاري برخه يوې خواته کړو نو شک نشته چي په انقلابي او د مجاهدينو په اړخ کي پښتو ته ډېر کار وشو خو دا ټول مجاهدينو له منځه يووړ، که ما وخت پيدا کړ زه به يو ليست جوړ کړم چي پښتو فرهنګ ته څومره تاوانونه واوښتل، البته د دغو مجاهدينو له خوا چي دويمه سقاوي هم ورته ويل شوې ده.
دا تاسو ته مالومه ده چي مذهبي ارتجاع چي توره ارتجاع هم ورته وايي، دا له مذهب سره هيڅ اړه نه لري، دوى غواړي چي د سياسي اسلام تر نامه لاندي قدرت ونيسي، همداسي و هم شول، او خپل ځان يې و ازمايه او افغاني ټولنه ورباندي پويه ده.
زه په خپله هر چا ته حساب ورکولاى شم، هغه کلونه چي زه په ګوند کي وم، د هغې ځواب ويلى شم، چي پښتو فرهنګ ته ما او ما غوندي نورو څومره کار کړى دى.
۹_پ :دا مهال دننه په هيواد او دباندي کي د پښتو حالت څنګه ارزوئ؟
ځ:له هماغه پيل نه، د انقلابونو، هغه که اسلامي وو که کمونيستي د پښتو فرهنګ د غوړېدا لپاره يې په يو ډول او بل ډول کار وکړ او د دوى لپاره يې لاره خلاصه کړه، چي په پېښور، پښتونخوا، اروپا، استراليا او نورو ځايو کي پښتانه له اسانتياوو څخه کار واخلي.
نو ډېر کار وشو چي دا موږ په نېک شګون او نېک پال نيسو. او دغه د توري ارتجاع او سرې ارتجاع (سره ارتجاع زه د کمونيستانو هغي ډلي ته وايم چي له مجاهدينو سره يې د شمال ټلواله جوړه کړه) سېلابونو پښتني ټولنه راوخوځوله او له يوه سخت اوښتون سره يې مخامخ کړه، او چي کله يوه انساني ټولنه په خوځون راځي نو ورسره يې فرهنګ او اقتصاد هم غوړېږي.
۱۰_پ :ويل کېږي چي دنننۍ تکنالوژۍ په برېښناييز سېلاب کي کوچنۍ ژبي په مخه پسي اخيستل کېږي، وايي چي (پښتو) به هم ژر وروستۍ سلګۍ ووهي، په دې اړه څه واياست؟
ځ:دا مسئله چي تکنالوژي يا کمپيوټري ټکنالوژي چي ټول جهان سره رانيژدې کوي، دا يو نظر دى چي يو وخت کي به دا ټولي ژبي سره يو کېږي، ټول ولسونه به سره يو کېږي. ولي بله خبره و نه کړو چي يوه بله هڅه روانه ده، هغه دا ګلوباليزم (نړيواله) ده، پانګوال غواړي چي دغه ټول بېوزلي او پر مختيايي هيوادونه د خپلو ګټو په ولکه کي راونغاړي او تاسو ګورئ، چي دوى د تېلو لپاره څومره ويني تويوي؟ څومره ولسونه راښکېلوي؟ او دوى هرکال د ګلوباليزم په اړه پلانونه جوړوي، که دا ګلوباليزم نه دى، ټکنالوژي يوازي د ټکنالوژۍ په توګه وي، نو دا خطره خو يوازي پښتو ته نه بلکي ټولو ژبو ته مخامخ ده، څه وخت مخکي په (ګارډينز) ورځپاڼه کي ليکل شوي وو چي خپله انګريزي له دغه ګلوباليزم سره زيانمنه شوې ده، نو دا اندېښنه يوازي له پښتو او پرمختيايي هيوادو سره نه بلکي له پرمختللو ژبو او هيوادونو سره هم شته، له هري تکنالوژۍ څخه بايد د انسان، فرهنګ او د طبيعت له ښه ښکېلولو لپاره ګټه واخيستل شي او موږ دا نيوکه نه شو کولاى چي ولي دا برېښناييز سېلاب را روان دى، که دا نه وي، نوري خبري شته، په يوويشتمه پېړۍ کي به نور پرمختګونه کېږي. دا اوسنۍ تکنالوژي به نوره هم پسي غوړېږي، خو که پانګوالي ځواک همداسي خپل سرى وي پر وړاندي يې نا پانګوالي ځواک نه وي، نو دوى به دغه تکنالوژي د خپلو ښکېلاکي ګټو لپاره په کار واچوي، دغه ډېره خطرناکه ده، او دغه ګلوباليزم چي پانګوالو د مارکسيستي سيسټم پر وړاندي را ايستلى دى، دوى داسي ګڼي چي په مخکي يې بل ځواک نشته او د دوى په سر کي امريکا ولاړه ده، دلته د ښکېلاک او زبېښاک پر مسئله باندي يوه بله خبره هم راياده شوه هغه دا چي، تر پرونه آن ننه پوري د روسانو پر ضد باندي شاعران، ليکوالان او سياستمداران خبري کوي، ولي د امريکا پر ضد څه نه وايي؟ چي بېله تړونه او پوښتني افغانستان ته راغله، هلته خو لا تړون شوى و، دا چي ديکتاتوري وه، دا خو بيا بېله خبره ده، دا عجيبه خبره ده چي تر اوسه پوري زموږ يو ناسيونالست ليکوال او سياستمدار دا خبره نه کوي او تر اوسه لا، په تېر جشن کي هم دوى وويل چي مجاهدينو روس په مخه کړى دى، وطن يې آزاد کړى دى، بيا وايي چي توپکسالاران دي، دا ټولي مسئلې يو په بل پوري تړلي دي، توپکسالاران کمونيستان وو که دوى؟ دا خو ټولو ته مالومه ده، دلته ماته دا شعر راياد شو چي:
سرو غوښتل چي يې مخ سور کړي په نړۍ کي
تورو سور په اور و وينو کړ هيواد مي
سپيناوي ته د تاريخ يې سپارل بويه
وران دينپالو په بې دينو کړ هيواد مي
۱۱_پ :ويل کېږي چي د ژبي د يووالي او کره توب لپاره يوه هراړخيز اکاډميک منځي (مرکز) ته سخته اړتيا وي، له دې پرته دا کار ناشونى دى، خو نن موږ وينو، د زيار پښتو بېله، د لطيف جان بابي دا بېله، د ګوهر رحمان ګوهر دا بېله او د . . . . دا بېله ده، دغسي ځان ځانته او نا همږغي چاري د پښتو راتلونکي ته په خير تمامېږ که په شر؟
ځ:موږ څه دپاسه دېرش کاله وشو چي د نوي ژبپوهني په رڼا کي غورځنګ راپيل کړى دى، او دا لومړى شرط دى چي دا کار بايدد ژبپوهانو له خوا وشي، دا د هر ليکوال صلاحيت نه دى، دغه نومونه چي تا واخيستل په دوى کي پرته له (زياره) بل هيڅوک دا علمي صلاحيت نه لري چي دا کار وکړي.
پخوا به په پښتو ټولنه يا پښتو مرکه کي داسي کار کېده چي لاس به پورته کېده، که به د کندهاريانو لاسونه زيات شوه د کندهاريانو پښتو به شوه، که به د ننګرهاريانو دا زيات وو، د هغو به شوه. خو موږ دا کار پرېښوده او د علم په رڼا کي مو کار را پيل کړ او بيا مو وکتل چي دا اروپايانو د خپلو ژبو لپاره څه کړي دي، دوى د خپل ليک دپاره يوه معياري بڼه ټاکلې ده، د ليک، ادب او رسمياتو او علم دپاره (په تېره بيا په انګليسي، جرمني او فرانسوي کي)، زموږ له پښتو ټولني او بيا ستر انسان محمدګل خان سره دا توپير و چي هغوى لومړى غوښتل چي د لاس پورته کولو او ريفرنډم له لاري يو سټنډرډ ليکنى فورم پيدا کړي او په تېره بيا وزير محمدګل خان د خلکو په خوله کي ژبه ورسموله، دا امکان نه لري، موږ يوازي د ليکنۍ پښتو، يوه، يوازينۍ، کره ليکنۍ پښتو ترنامه لاندي دغه غورځنګ راپيل کړى دى، دا چي خلګ دا غورځنګ هرڅه بولي د هغو کار دى.
زموږ زياتره پخواني او اوسني پوهان ترهرڅه لومړى په دا نومونه نه پوهېږي چي دا سټنډرډ څه مانا؟
معياري پښتو يا کره ليکنۍ پښتو څه مانا؟ په دې نه پوهېږي، دوى فکر کوي چي دا هماغه پخوانى کار دى چي نوي ټکي او نوي ويونه به جوړوي او ټولو زور به پر نويزونو اچوي، موږ له سټرکچر او وييپانګي نه پيل کړي دي، هغه دا مانا چي سټنډرډ پر دغو دوه څيزونو ولاړ دى پر سټرکچر، پر رغاونه يا ګرامر. هغه دا مانا چي ټول ګرامري وريانتونه که په هره لهجه او ګړدود کي دي، هغه به يو کېږي او ويپانګه به که په هرځاى آن يوه کلي کي هم ويل کېږي، هغه د پښتو مشترک مال وي، او سټرکچر دا مانا چي هر ځاى زه دا مثال وړاندي کومه، يو صرفي ګردان دى:
احمد راورسېد
احمد راورسېدو
احمد راورسېدلو
احمد راورسېدئ
احمد راورسېدلى
احمد را ورسېدو (پېښوريان چي ستونيز آواز (همزه) ورسره ملګرى کوي).
دغه اووه، اته وريانته به يو کېږي، چي هغه به لنډ وي، اسان به وي او څه ناڅه د ويونکو شمېر به هم ورسره وي، نو له دغو اتو وريانتو څخه (ورسېد) يو معيار دى.
په پانګه کي نو که (ښاغلى) و، د کندهار نه مو واخيسته، او ستونزه او ستونزمن مو له پکتيا نه اخيستي دي، همدغسي ډېر څېزونه مو چي هرځاى ليدلي، را اخيستي مو دي. ياني په وييپانګه کي موږ غورځول نه کوو. اطرح او انتقاد پکي نه کوو، دغه دوه اصله دي، چي نه په اکاډمي اړه لري او نه هم د هر چا کار دى، دا د ژبپوهني زرين آر (اصل) دى او څوک نه شي ويلاى چي ولي (زيار) په دې تله کي پښتو تلي.
همدغسي تړوني کار مو هم کړى دى، د علامه حبيبي په ژوند کي مو پروسيجر جوړ کړى و او په هماغه ٥٢ يا ٥٣ کال کي په زيري کي خپور شوى دى، په هغه کي دا و چي موږ به په ګرامر کي هغه وريانت غوره کوو چي ويونکي ډېر ولري، تاريخي مخينه ډېره ولري، اسان وي، پر غوږو ښه ولګېږي، دا پروسيجر زما په (ليکلار) کي خپور شوى دى، په ليکلار کي دوه سوه مادې راغلي دي د پښتو د يووالي لپاره، همدا کندهاري دي، هم ننګرهاري، هم پېښوري او د هر ځاى دي او د هر چا پښتو ده او د هيچا نه ده، د هيچا په دې مانا چي هيڅوک دا دعوه نه شي کولاى چي زما د سيمي ده، موږ په ننګرهار کي دا ستونزه درلوده چي، موږ ، مونږ او . . . .
موږ دومره وکړه چي ليکدود مو ورسم کړ، اوس ننګرهاري ليکوال، شاعر، څېړونکي ((ن)) غورځولى دى، دا چي ((مونګ)) وايي که يې هرڅه وايي خو په ليکلو کي د پښتو د سټنډرډ له مخي دا حق نه لري چي دا ((ن)) ور واچوي او نه دا منځي ته اړتيا لري، دا کار شوى دى هغه وخت کي يوازي حبيبي صاحب نه و، خادم صاحب و، چي دا پروسيجر يې زموږ سره لاسليک کړ، خو چي وروسته مو بيا تعقيباوه، بيا مخالف شو او ويې ويل چي زه د حبيبي صاحب او د ده د پيروانو لار په رسميت نه پېژنم او بغاوت يې وکړ، او د نوو ژبپوهانو نه زه وم، ډاکټر دولت محمد لودين و چي دا مو پلى کړ.
۱۲_پ :ستاسو په نثر د لوستونکو سر ژر نه خلاصېږي (په بخښني سره) لوستونکى اړ وي چي لومړى ستاسو يا يوازي په تاسو پوري اړوندو وييونو ځان پوه کړي، بيا مو د ليکني په مانا او تاسو ته مالومه ده، چي نن سبا لوستونکي پر ځان دومره کړاو نه شي منلاى، نو دغه په زيات شمېر د نويزونو کارول ، ته وا تر ګټي به يې زيان نه وي زيات؟
ځ:پښتو ژبه د جوړښت او تشکل په حال کي ده، د پښتو ليکنۍ ژبه تر پارسي ډېره وروسته پاته ده، پارسي پېړۍ_ پېړۍ له مخه خپل ليکنى معيار جوړ کړى دى، په ژبه وايي ((من خاد رفتم)) اما په ليک وايي ((من خواهم رفت))، هيڅکله به ته په ليک کي و نه ګورې چي ((من خادرفتم)).
موږ په پښتو ژبه کي دغه شى نه لاره، دغه څو کاله وشو چي موږ د ژبپوهني دغه آرونه په پام کي ونيول او له دې سره موږ پښتو راټوله کړه، له څلورو برخو نه يوه يې ډيالکټيزمونه دي يا هغه شى چي په ګړدود کي ژوندى دى، لکه اړيکي، سکاسه، ښاغلى له کندهاره، ستونزه، ستونزمن له پکتيا او وزيرستانه او داغسي له ننګرهار او نورو ځايونو څخه نور ټکي دي.
دويمه برخه يې ((ارکاييزمونه)) يا لرغونې پانګه ده چي هغه موږ ته په متنونو کي راپاته ده له امير کروړ نه نيولې تر حمزه شينواري او ملنګ جانه پوري، دغه پانګه چي هغوى جوړه کړې ده او يا يې د خپل وخت له ګړدود څخه را اخيستې ده، ګمان نه کوم چي امير کروړ به ((اتل)) له ځانه جوړ کړى وي، امکان لري ((دريځ) يې جوړ کړى وي.
دريمه برخه يې نيولوجيزمونه دي، دلته موږ هم پر نيولوجيزمونو هغومره زور اچوو لکه څومره چي نورو خلکو اچولى دى، لکه په پارسي، انګريزي، جرمني کي چي شوي دي، دوى درې سوه کاله مخکي دا کار کړى دى، او پارسي همدا اوس روانه ده، ټوله د کمپيوټري تکنالوژۍ نوموني (اصطلاوي) او وييونه پارسي ته اړولي دي، پارسي چي زموږ ورسره يوه رغنده سيالي روانه ده، هيڅوک په نظر کي نه نيسي، که پارسيوان زموږ سره منفي سيالي کوي، موږ ورسره رغنده کوو.
تاسو د پارسي پخوانى او اوسنى متن وګورئ چي هرڅومره يې پارسي قوي وي، تاسو به ووينئ چي څومره مخته تللې ده، په پارسي کي څومره نوي ټکي راغلي دي؟ نو دا نيوکه يوازي پر پښتو ده؟
ښه، څلورمه برخه يې اخيستني دي، پاتي په سلو کي پنځويشت برخه يې اخيستني کوو، لکه حکومت، دولت، کابينه، کمېسيون او دا جغرافيايي نومونه دغه ټوله چي ګورئ څلورمه برخه جوړوي. لکه ماشين، کمپيوټر، اېرانيانو دا هم ژباړلى دى، موږ يې نه ژباړو.
نو زموږ ډېرى ليکوال چي دغه کره ليکنى (سټنډرډ) پښتو يې سهلې (هضم) کړې ده، هغوى دغه ستونزي نه لري، هغوى زما په نثر باندي ښه پوره پوهېږي.
زه د لطيف جان بابي او ګوهر رحمان ګوهر نمايندګي نه کومه، زه د خپلي ژبپوهني پر بنسټ وايم، څه چي ما جوړ کړي دي، هغه شته دي، لکه پوهنتون، توغندى، موراکي، پلارواکي چي جوړ شوي دي، نور هم جوړ شوي دي. ښه پانګواکي چي وا نه خلو، نو پارسي واخلو؟
دا يو توپکسالاري ما پرېښود، هغه عام شو، دا له آره توپکواکي بايد وي، لکه خپلواکي، دا ټول موږ جوړ کړي دي. دا خو په عربي کي هم نه وو چي را اخيستي مو واى. پاتي شوه زما سروکار له ژبپوهني سره دى او بيا له پښتو ژبپوهني سره، زه څنګه ((فاعل)) او ((مفعول)) وکاروم، څومره شرم دى، څومره بده ده، زه يو معلم يم، په ټولګي کي ماته ګرانه ده چي زه يو جمله جوړه کړم چي يوه ته ووايم چي ته فاعل يې او هغه ته چي ته مفعول يې او د دې مشوره ما د استاد الفت سره کړې ده او هغه راته وويل چي تا ((فعل)) ته ((کړ)) وويل نو دا خو تر پايه همداسي راځي (تکرارېږي)، ((کړن)) دي ((فاعل)) ته وويل دا ترپايه راځي، مورفيم زه د کوم ځايه راواخلم، مورفيم په عربي کي نه و، زموږ په دوديز ګرامر کي هم نه و، مورفيم يا فونيم، هغو ورته توري ويل، اوس خو دا حروف ((توري)) نه دي، ځانته نومونه لري، نو زه مورفيم ووايم که ګړ ووايم؟ که مورفيم ووايم، هم پرې نه پوهېږي، او يا څوک چي دعوه کوي چي زما په نثر نه پوهېږي، نو که دا ګړ راوړم دا به ښه وي، نو دا رښتيا د الفت صاحب خبره قاعده ده او ما دا د ګرامر په سريزه کي هم ويلي دي چي دغه ټولي نوموني دي او شاګردانو دا هضم کړي دي، دا دېرش کاله وشو، چي زما شاګردانو دا ويلي، په پېښور پوهنتون کي او د کډوالو په درسونو کي يې زما ګرامر ورته وايه، هيچا دا و نه ويل چي دا ((کړن)) او ((کړ)) څه شي ته وايي.
د لطيف بابي او ګوهر رحمان ګوهر پښتو تر ما ډېره ګرانه ده، هغوى خو اصطلاحات هم نه لري، هغوى خو څانګه هم نه لري، له آسمان او هوا نه يې ټکي را اخيستي دي، لطيف جان چي تر کومه ځايه زما د وييپوهني پر بنسټ جوړوني کړي دي هغه سمي دي او چي خبره خپلسرۍ ته رسېدلې ده، نو هماغه خبره ځني جوړه شوې ده ((چي زه پوهېدم، يو خداى پوهېده اوس زه نه پوهېږم يوازي خداى (ج) پوهېږي)).
ګوهر رحمان بيا دا کار کړى دى چي د خپلي سيمي ډيالکټيزمونه يې هم دود کړي دي او دا يې لوى کار کړى دى او لطيف جان نو يو څه ښنده (مبالغه) کړې ده او لا کوي يې، چي ورسره جوړ نه يم.
۱۳_پ :په دې کي شک نشته چي ستاسو ډېر نويزونه دود او ومنل شول، خو دا هم بايد هېر نکړو چي تر دې ډېر وغورځول شول، ځيني د نظر څښتنان يې لامل دا ګڼي چي دغسي په پېخر نويزونه ژبي ته مصنوعي او پردى رنګ ورکوي او ځيني خو دا ټوکه هم کوي چي د پېرانانو ژبه ځني جوړوي، له دغو نيوکو سره د روغي کومه لار وينئ؟
ددريمي برخي دلوستلو له پاره داځای کليک کړئ