د افغانستان د نړيوال ژورناليزم مركز او د ژورنالستانو د دفاع كميټې، د نوموړي مركز په ودانۍ كې، د يوې غونډې په جوړولو سره د هيواد د ځوان دقيق ژورنالست او نوښتګر ليكوال ايمل پسرلي، نمانځنه وكړه.
په دې غونډه كې، د هيواد ګڼو ليكوالو، شاعرانو، ژورنالستانو، د ولسي جرګې څو تنو غړو او د ايمل پسرلي يو شمېر مينه والو برخه اخيستې وه. څو تنو ليكوالو او ژورنالستانو د ښاغلي ايمل پسرلي د ادبي او ژورنالستيكي هاندو هڅو په اړه خپلې ليكنې او ويناوې واورولې. د غونډې لومړى ويناوال ځوان شاعر او ليكوال نورمحمد لاهو و.
ښاغلي لاهو د ايمل پسرلي د ځانمرګي په نامه كيسې باندې پر خبرو سربېره وويل، چې ايمل پسرلى هغه ځوان كيسه ليكوال دى، چې د موضوع په انتخاب كې ډېر دقت او توجه كوي او خپل پيغام په غير مستقيم ډول بيانوي. د لاهو په اند د ايمل پسرلي د كيسو يو خصوصيت دا دى، چې خپلې كيسې په داسې ډول او داسې يو ځاى كې پاى ته رسوي، چې لوستونكي فكر كولو ته اړ باسي. يانې دى نه غواړي، چې ټوله خبره پخپله وكړي، بلكې غواړي، چې لوستونكي ته هم د فكر كولو لپاره يو څه پرېږدي. كيسه ليكواله او د جمهوري رياست سلاكارې اغلې شريفه شريف پخپلو خبرو كې وويل، چې دا د خوښى ځاى دى، چې له څه مودې راهيسې افغانان خپل ليكوال او شاعران په ژوندوني ستايي. نوموړې زياته كړه، چې ايمل پسرلى پر يو ښه ليكوال سربېره يو ښه او متعهد ژورنالست دى.
اغلې شريفې وويل: د ايمل پسرلي كيسې ډېرې ژورې او د يو انسان دننني احساسات بيانوي. اغلې شريفه، چې پخپله هم كيسه ليكونكې ده، يوې جالبې موضوع ته اشاره وكړه او ويې ويل: زه خپلې كيسې ايمل ته وركوم، چې ويې ګوري، ځكه زه فكر كوم، چې دى سهي كيسې ليكي.
د غونډې درېيم ويناوال د افغانستان د نړيوال ژور ناليزم د مركز مشر، رحيم الله سمندر و. ښاغلي سمندر د دې خبرې په كولو سره، چې د ايمل په خبرو كې د احساساتو په پرتله منطق ډېر دى، وويل: ايمل پسرلى، په څو ليدنو كتنو كې راته د ډېر پوخ فكر خاوند ښكاره شوى، سياسي پوهه يې ډېره اوچته او هره يوه مشوره يې په درد خوري، ځكه دى هره يوه خبره د منطقي دلايلو په بنسټ كوي او د يوې داسې ليكوالې او پښتني كورنۍ غړى دى، چې دغه خصوصيت يې ښكاره نښه ګڼل كېږي. نوموړي وړاندې وويل، چې ايمل په ژورناليزم كې يو ستورى او له دې امله هم موږ، خپلې كورنۍ او هم وطن او وطنوالو ته يو وياړ دى.
ښاغلي منقاد الرحمن رودوال، د ( يو ليكوال، يو ريالست ) تر سرليك لاندې خپله ليكلې مقاله واوروله او په ترڅ كې يې د ايمل پسرلي، د څلورمه لار په نامه د كيسو ټولګه وارزوله او ويې ويل: د دغې ټولګې د كيسو ژبه ساده او روانه ده، داسې كيسې دي، چې لوستونكى اړباسي تر پايه پورې يې ولولي. ښاغلي رودوال په كيسه ليكلو كې د ايمل د برياليتوب راز دا وګاڼه، چې ژوند ته د ژوند په سترګه ګوري نه د خيال او له دې امله يې ايمل يو ريالستيك ليكوال هم وباله. ده د ايمل د كيسه ليكلو دوې نورې ځانګړتياوې هم په ګوته كړې او ويې ويل: ايمل په كيسه ليكلو كې خپله د ليد زاويه او په ځينو كيسو كې باريك طنزيه مزاج لري. همدارنګه رودوال وويل، چې د څلورمه لار د ټولګې كيسې په پاكستان كې د مهاجرت د شپو كيسې دي او دغه انځور په څرګند ډول په كې وينو.
ښاغلي محبوب الله محبوب د ايمل د لټون په نامه ناول باندې خبرې وكړې او ويې ويل، چې په پښتو كې ناولونه او په تېره بيا پوليسي ناولونه ډېر كم ليكل كېږي، دا د ايمل جان كمال دى، چې دې برخې ته يې توجه كړې او له څه مودې راهيسې د لنډو پوليسي كيسو په ليكلو سربېره پوليسي ناول يې هم وليكه. صديق الله بدر پخپله ليكنه كې ايمل پسرلى د ځانګړي سبك څښتن كيسه ليكوال وباله او ويې ويل: څه موده مخكې ايمل جان په يوه مركه كې، چې د كليد راډيو لپاره مې ورسره كړې وه وويل، چې زه كله كومه ښه كيسه ليكم، داسې راته ايسي لكه چې خپل ژوند ته مې معنى وركړى وي. له دې يادونې موخه مې دا ده، چې د ايمل جان كيسې سره له نورو ښېګڼو او ځانګړتياوو، له معنى ډكې كيسې دي او د ژوند ډېرې خواوې په كې رانغښتل شوي دي.
بدر وړاندې وويل: د ايمل جان كيسې ګڼې ځانګړنې لري، لمړنۍ ځانګړنه يې د لنډو كيسو د تعريف له مخې د كيسو ډېر لنډ والى دى، اضافي خبرې په كې نشته، غټ مفهومونه په لنډو خو ښكلو جملو كې رانغاړي. بدر د ايمل د كيسو د موضوعاتو په اړه وويل: ايمل پخپلو كيسو كې ټولنيز موضوعات رانغاړي او په هره يوه كيسه كې يې يوه مجادله تر سترګو كېږي، چې دا مجادله د زوړ او نوي، د كشر او مشر او د بهر او دنني تر منځ مجادله ده. ايمل كيسې له هغه ځايه راپيلوي او بيا پاى ته رسوي، چې كيسه يې ايجابوي. بدر د ايمل د كيسو كركترونه ژوندي كركترونه وبلل او ويې ويل، چې څوك يې د پردي توب احساس نه كوي، خپل يې ګڼي او خپل ځان د هغه په څېره كې ويني. همدارنګه بدر وويل، چې د ايمل ګڼې كيسې له هيواد نه بهر په مساپرۍ كې ليكل شوې دي او غوره والى يې دا دى، چې موږ له باندني دنيا سره اشنا كوي. بدر د ايمل جان ځينې خاطرې هم بيان كړې او ويې ويل، چې زه كه له كوم ليكوال وېرېږم هغه ايمل پسرلى دى، ځكه هغه هره خبره د كار خبره غواړي او د هرې خبرې لپاره منطق لټوي، نو ښايي په لومړي ځل نابلده يو څوك ترې خپه شي او نيوكه پرې وكړي خو وروسته پوهېږي، چې نه! ايمل په حقه دى. د لغمان والي ښاغلى ګلاب منګل هم دغې غونډې ته راغلى و، نوموړي د دا ډول غونډو جوړول لوى كمال وباله او له ښاغلي سمندر نه يې مننه وكړه، چې دا غونډه يې جوړه كړې ده او يو لايق ليكوال او ژورنالست نازوي.
امير جان وحيد احمدزي د غونډې وروستى ويناوال و، نوموړي د ايمل پسرلي د ژورنالستيك سفر يو ښكلى انځور وركړ او په نوي سټايل ليكل شوې مقاله يې واوروله. ده وويل، چې ايمل خپل لومړنى ژورنالستيك يون له پېښوره پيل كړى دى او وايي چې اوس له خپلې هغې ليكنې يا ګزارش ډېر خوند اخلي ځكه هغه لومړنى كار و او په ډېره مينه يې ترسره كړى و. چې احمدزي وويل: ايمل په لندن كې لومړنى كار په ډيوه كې پيل كړ (ډېوه يوه نيمه سياسي ادبي مجله وه، چې د كارواني په امتياز او د ايمل جان په مسوول مديريت چاپېده.)، كارواني غوښتل، چې مجله سياسي وي، خو ايمل ټينګار كاوه، چې ادبي وي، ځكه ايمل په دې ګروهه و، چې د يوې سياسي مجلې په ځاى ادبي مجله خلكو ته ښه ذهنيت او ايډيا وركولى شي.
احمدزي د بي بي سي په راډيو كې د ايمل جان د كار پيل ۱۹۹۴ په ګوته كړ، هغه هم د ځوانانو په خپرونه كې. ايمل په فكري ازادۍ باور لري او د هر چا د پرئ راز په دوامداره كار كې ويني او په دې اند دى، چې بښنه د خراب شوي كار بديل كېداى نه شي. دا ليكنه دومره په زړه پورې وه، چې زه ورته غوږ غوږ شوم او ډېر ياداشتونه مې ترې نه دي اخيستي، زه هيله كوم چې احمدزى هغه ليكنه چېرته خپره كړي او تاسو هم له هغه خوند واخلئ.
غونډه هغو شېبو ته ورسېده، چې ايمل جان ته وار ورسېد. هغه خپلې خبرې له دې ځايه پيل كړې: هغه دوستان، چې په راډيو كې كار كوي، هغوى بلد دي چې كله پرانستل شي او ورسره سور څراغ ولګول شي، پرزنتر اړ دى، چې يو څه ووايي، كه ببولالې هم وايي بايد يو څه ووايي، ځكه چې كه خالي وخت پاتي شي خلك حيرانېږي، خو ژورنالست بايد ببولالې و نه وايي. زه په افغانستان كې ډېر نه يم پاتې شوى، په وطن كې مې اته كاله ژوند كړى، د ژوند لومړي اوه كلونه او دا يو وروستى كال، نوره ټوله موده په بهر كې وم. ماته وويل شول چې د ژورناليزم په اړه يو څه ووايم، د دې لپاره چې دا هيله شوې زه يو څه درته وايم: ما دومره څه اورېدلي، چې د امان خان په دوره كې د ښځو د ازادۍ لپاره چې كومې هڅې وشوې خورا زياتې وې او دومره څه وو، چې د افغانستان ټولنې نه شواى زغملى، له هغه امله ځينې خلك راته وايي چې تراوسه پورې زموږ ښځې هغه ازادي نه لري، چې بايد ويې لري. ماته اوس په ژورناليزم كې دغه ډار پيدا شوى دى، چې كېداى شي دلته موږ ورسره مخ شوو، موږ د ژورناليزم او د بيان ازادي په برخه كې هيڅ ازادي نه درلوده، اوس يې لرو ، خو ډارېږم ، چې هماغه د امان الله خان كانه راونه شي، چې دومره له دې ازادۍ كار واخلو چې بيا راتلونكي اتيا كاله څوك د دې اجازه رانه كړي او خلك مو په دې پړ وب،لي چې ولې اجازه وركوئ. ايمل د غونډې له جوړونكو مننه وكړه او ويې ويل، چې چې له خپلې مېرمنې هم مننه كوي، چې دى ادبي هڅو ته هڅوي. ده پخپلو وروستيو خبرو كې زياته كړه، چې پخوا دوى په لندن كې دا كار كاوه او نيمګړتيايې دا وه، چې غايب ژوندي خلك يې نمانځل، هغه چې په نورو ملكونو كې اوسېدل. ايمل هيله څرګنده كړه، چې دا راز غونډې دې په هغو كسانو جوړې شي، چې په وطن كې وي. غونډه منلي ليكوال، شاعر، فلسفي او ژورنالست ډاكتر صاحب اكبر اكبر وارزوله او پخپلو خبرو كې يې وويل، ايمل سوړ فكر كوي او د هغه ورور اسدالله غضنفر تر هغه ډېر سوړ فكر كوي، د همدې لپاره ده، چې زه وايم ايمل يو دپلمات دى. ښاغلي اكبر هغه كيسه ليكوال وباله، چې په خپله د هغه په اصطلاح كيسه كلايمكس ته رسوي او دا يې د ايمل كمال وښوده. ډاكتر اكبر يوه جالبه خاطره بيان كړه او ويې چې، ايمل سياسي ليكنه فكري عياشي بلله او له دې امله له كارواني سره يې دا نه منله چې ډېوه مجله دې سياسي وي. ځكه ايمل غوښتل، چې ټولې مجلې دې د لنډې كيسې لپاره وي. ښاغلي ډاكتر اكبر هيله څرګنده كړه، چې خداى دې وكړي، چې ايمل يو وخت د بي بي سي راډيو منجمنټ ته ورسېږي او د ژورناليزم د ډګر اتل وي. د ښاغلي ايمل پسرلي په وياړ او نمانځنه نوموړې غونډه د شپې په ۹ بجو پاى ته ورسېده او د غونډې انانسر او يو له جوړونكو څخه ښاغلي ضيا بوميا ژمنه وكړه، چې دوى بۀ د دغې غونډې ليكنې په يوه ټولګه كې چاپ او خپره كړي.