د ( افغان سينما او تياتر مرکز ) د پرانستني مراسم د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر د مياشتي پر دوهمه نېټه د شنبې په ورځ د المان د ليورکوزن په ښار کي د يوې غونډي په ترڅ کي پر ځای شوه .
په دې مراسموکي په المان کي ميشت يو شمېر د افغانستان د هنر او فرهنګ ، سينما او تياتر مينه والو سربېره د ځينو کلتوري ټولنو مشرانو، استازو او غړو ګډون درلود .
د غونډي د برخه والو لخوا د افغان سينما او فلم تکړه ډايرکټر ښاغلی عبدالواحد نظري د افغان سينما او تياتر د مشر په توګه ، او ښاغلی مطيع الله روفي د معاون په توګه وټاکل شو .
په غونډه کي د افغان سينما او تياتر په اړه پر يو شمېر ارزښتناکو موضوعګانو خبري وشوې ، او د نوي پرانستل شوې مرکز لپاره د مرکز غړو ته دندي وسپارل شوې . د يادوني وړ ده چي نوموړي مرکز په غير رسمي توګه تر دې مخکي هم د افغانستان او سينما په برخه کښي هلي ځلي کړې وې ، او تير کال د ښاغلي عبدالواحد نظري په مشرتوب د (( هجرت )) هنري سينمايي فلم په جوړيدو کښي يې خپله کارنده ونډه درلوده .
د افغان سينما او تياتر د پرانستني غونډي په اړه مو د نوموړي مرکز د يوه غړي ښاغلي انجنير فريدالله ساپي سره خبري کړي دي . تاسو درنو لوستونکو ته يې دلته په ږغ کي وړاندي کوو .