راپور: مختاراحمد انتقام
د روهي بهير پرله پسې (۵۵) اونيزه غونډه د روان لمريز كال د وري پر ۲۳ مه د ماځيګر پر پنځو بجو د كندهار د فرهنګ او مدني ټولني په دفتر كي جوړه سوه.
د غونډي پرانيستونكي خبري د ځوان شاعر حيات الله څرك په غاړه وې ، نوموړي بهير د ټولو ملګرو وباله او هيله يې دا وه چي د غونډي د وياندويي چاري دي يو كس نه كوي بلكي پر ملګرو دي وويشل سي تر څو چي ملګري وروزل سي.
ورپسې مختار احمد انتقام د تيري اونۍ راپور وړاندي كړى، چي ملګرو د كره كتني پر مهال داسي نظرونه پر څرګند كړل.
حكمت الله سروش په راپور كي راغلي متل (سل دي ومره يو دي مه مره) ته ګوته ونيول چي دا متل بسم الله افغانمل د خپلو خبرو پر مهال څرګند كړ ښاغلي افغانمل ويلي وه چي ارواښاد صاحب شاه صابر زموږ له هغو سلو څخه يو وچي وايي سل دي ومره يو دي مه مره، د ښاغلي سروش په خبره چي ارواښاد صابر په هغو سلو مړو كي حساب سوى او متل چپه كارول سوى.
عبدالاحمد محمديار دې ته ګوته ونيول چي د ځانګړي سبك پر ځاى ځانګړى ليك ياد سوى و
احسان الله درمل بيا د راپور ډېره ستاينه وكړه، خو دوې غلطۍ چي يو د پيرمحمد كاروان په يو بيت كي د ((ميخ)) پر ځاى مخ ويل سوي او بل ځاى د ارواښاد صابر په يو بيت كي د ((زلفو)) د كلمې پر ځاى دڅڼو كلمه يادسوې وه په ګوته كړې.
په راپور كي د يو كس د خولې دا خبره چي ارواښاد صابر له پسرلي څخه جانان غوښت خو پسرلى ارواښاد صابر وواژه، دا خبره عبدالرحيم درمان ته د منلو وړ نه وه چي پسرلي دي ارواښاد صابر وژلى وي او دا يې يوه ناسمه خبره وبلل.
خو محمديار بيا له درمان سره په يوه نظر نه و، نوموړي دا يوه ادبي جمله وبلل.
تر دې كره كتني وروسته يوه بله كره كتنه د حيات الله څرك پر شعر پيل سوه.
د شعر لومړى بيت دا سي و:
څركه! د ميني درنه خواست به كوي
چي له حيا خوله_خوله ده نجلۍ
ښاغلي څرك د شعر وړاندي كولو پر وخت همدا شعر غزل وبلل.
خودښاغلي سروش په خبره چي دې شعر ته غزل نه سو ويلى ځكه چي مطلع نه لري.
خو ښاغلي درمل بيا يو ښكلى، رنګين او له خونده ډك شعر وباله.
ښاغلي محمديار د درمل خبره پخه كړه.
دويم بيت داسي و:
نسيم يې تښتي له پلوه څخه
ته واپوهېږي پښتنه ده نجلۍ
د ښاغلي درمل په خبره چي همداسي يو بيت يې اورېدلى چي د همدې بيت مضمون له هغه سره يو ډول دى.
درېيم بيت دا ډول و:
زه د خوشحال لمسى بېخاره وايم
ما ښكلول چي داسي سره ده نجلۍ
ګران اغا الفتيار همدا بيت د ستر خوشحال خان خټك له هغه بيت سره په ټكر كي وباله چي خوشحال خان وايي:
زه خوشحال كمزورى نه يم چي به ډار كړم
په ښكاره نارې وهم چي خوله يې راكړه
د ښاغلي الفتيار په اندچي خوشحال خان ددې نارې وهي چي څښتن (ج) خوله راكړه.
ښاغلي محمديار بيا د الفتيار د خبري پخلى ونكړ، ده وويل چي د خوشحال خان شعرونه شوخي لري او دلته هم د خوشحال مقصد ښكلول دي، نوموړي زياته كړه چي څښتن(ج) هر چا ته خوله وركړې نو دى ولي وبېرېږي.
ښاغلي درمل د محمديار د خبري د پخلي او په پښتو شعر كي د خولې ګرمي موضوع ته د ثبوت په خاطر د رحمان بابا دا بيت واوراوه:
هر بېګا وايي سبا له به خوله دركړم
دا سبا به پر رحمان كله سباسي
همدارنګه نوموړي زياته كړه چي پخوا به زموږ شاعران ډېرو پخوانيودورو ته تلل ان تر يوسف او زليخا او... پوري، خو اوس زموږ ډېرو لنډو تاريخي دورو ته ځي او دا يې د خوښۍ خبره وبلل.
د شعر څلورم بيت داسي و:
مينه كوي سترګو ته نه راګوري
په عقل پو په خوى درنه ده نجلۍ
د درمل په اند چي څرك د كلاسيكو شاعرانو غوندي ږغېدلى او ډېر خوند يې په كړى، نوموړي د پورته بيت په تړاو د حمزه بابا دا بيت واوراوه:
غل د محبت غلطېدى نه سي
څوك چي په محفل كي چاته نه ګوري
ښاغلي محمديار بيت ډېر رنګين او ښكلى وباله.
ښاغلي سروش بيا د اردو ژبي شاعرانو ته په اشاره وويل چي هغوئ په شعر كي پر عمومياتو نه ږغېږي بلكي پر جزياتو ږغېږي، نوموړي ښاغلى څرك هم يو له هغوشاعرانو څخه وباله چي پر جزياتو ږغېږي، او دا يې د څرك د شعر يوه ښېګڼه وبلله.
درمل د سروش د خبري پخلي وكړ او دا ښېګڼه يې د حمزه بابا د شعر د زيات پر مختګ سبب هم وښود،د نوموړي په خبره چي حمزه بابا هم ډېر پر جزياتو ږغېږي.
دجاويد احمد همېش په اندچي كه په بيت كي ددې ټكو پر ځاى چي ((په عقل پو)) پر ځاى يې ((په يارۍ پو)) وويل سي د بيت ښكلا به زيات سي.
درمل د همېش د خبري پخلى وكړ او بس.
د شعر وروستى بيت دا ډول و:
سترګي، باڼه، زلفي او شونډي څركه
دا څومره ښكلې مجموعه ده
دښاغلي سروش په اند چي مجموعه غيرشاعرانه كلمه ده.
خو محمديار بيا د سروش د خبري پخلى ونكړ، ده وويل چي شاعر دا كلمه شاعرانه كړې ده.
داحسان الله جرس په خبره چي مجموعه شعر بدخونده كوي ځكه چي همدا كلمه شاعرانه نه ده.
سعيد زابلي د محمديار د خبرو پخلى وكړ.
د ښاغلي درمل په اندچي پير محمد كاروان هم غيري شاعرانه ټكي كاروي خو د چا نه ورته پام كېږي.
محمديار د درمل ددې خبري د نه منلو په څنګ كي وويل چي ښاغلى كاروان چي كوم غيري شاعرانه ټكي كاروي نو هغه شاعرانه كړي دي ځكه د چا نه ورته پام كېږي.
د كره كتني په پاى كي د شعر خاوند ښاغلي څرك ته وار وركړل سو، نوموړي له ټولو ملګرو په دې مننه وكړه چي دده پر شعر يې بحث وكړ او لاري يې ورته روښانه كړې، نوموړي د سروش دې خبري ته په اشاره وويل چي شعر مطلع نه لري وويل چي ځكه يې مطلع نه ده وركړې چي شعر بدخونده كېدى، د همېش د خبري په تړاو يې وويل چي ياري اوس يو تكرار كلمه ده.
تر دې وروسته مشاعره پيل سوه چي دې ښاغلو په كي شعرونه واورول:
درمل، غلام نبي سعيد،قدرت الله لېوال، نجيب الله ذاكر،عطاالله تاج، نور احمد عاتف،همېش،سيدارحمان خپلواك،ګران اغاالفتيار، محمد خالد انصاري، احمدشاه امين، احمد اغا نګين،جرس،سروش،احسان الله، اسماعيل، حبيب الله قلم مل،فضل الدين خوشدل،علي محمد حقمل او جاويد احمدحقمل.
د غونډي مشر عبدالرحيم درمان و، نوموړي د غونډي ارزوني پر مهال غونده ډېره ښكلې وبلل، او په خپل شعر يې خپلي خبري پاى ته ورسولې.
د غونډي مېلمه د شمشاد تلوېزون كاركوونكى حكمت الله سروش و او وياند يې حيات الله څرك و، غونډه ماښام مهال پاى ته ورسېده