له ايرانه راشړل سوي افغان کډوال - راپور او انځورونه يې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12182
سنځرخېل -بېنواويبپاڼه نيمروز
دخبریدو نیټه : 2007-05-22

د نيمروز څخه د بېنواويبپاڼي دهمکار راپور

نيمروز ته چې تر دا مهاله پورې نژدې ۴۰۰۰۰كسان له ايران څخه راشړل شوي، زياتره يې وايي چې دا مهال جدي مرستو ته اړتيا لري، زياتې كورنۍ په دښتو، كليو او يا هم خپل خپلوانو په كورونو كې اوسېږي، خو هغه كسان چې د كرايې وس نه لري، لا هم د نيمروز توپانونه او ګرمي پر ځان وړي او د دولت مرستې ته په تمه دي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې دا كډوال له ايران څخه په داسې حالت كې راشړل كېږي، چې د ځينو د كورنۍ غړي، د ځينو دكلونو كلونو كاري مزد، د ځينو د كور سامانونه او د ځينو ماشومان په ايران كې ځنې پاته دي، په لومړيو درېيو اوونيو كې د سيمې ملا امامانو دغو كډوالو ته خوراكي توكي وركول چې په دې برخه كې سيمه ييزو وګړو هم ورسره كوله، خو وروسته دوى وويل چې نور يې تر وس تېره ده، تر هغه وروسته دولت د كډوالو لپاره د ښار په ختيځه خوا كې يو كمپ ځانګړى كړ، چې خوراكي توكي يې د ولايت چارواكي وركوي او دا كو نۍ كولاى شي يوه شپه او يوه ورځ په دې كمپ كې واړوي، كه تر دې وخت زيات وخت تېر كړي، ډوډۍ پر بندوي.

تر دا مهاله پورې نادولتي ټولنو په دې برخه كې مرسته نه ده كړې، كه څه هم يوه پلاوي د دوى حالت له نژدې وكوت، خو وروسته يې عملاً اقدام نه دى كړى. دا كورنۍ د ايراني پوليسود بد چلند يادونه هم كوي، چې وايي د افغانانو انساني حرمت ته درناوى نه كوي او سپكې سپورې ورته وايي يا هم سخت وهل ټكول وركوي . د راشړل سويو مهاجرو په ډلو کي زيات شمېر داسي کسان هم سته چي په ايران کي د اسيدلو رسمي سندونه لري خو بيا هم په ډېره بې رحم ي راشړل سوي دي .

ډېرئ کسان پر افغان دولت او ولسي جرګه نيوکه کوي چي ددوئ په بهانه يې دوه وزيران له دندو ګوښه کړه مګر تر اوسه پوري يې ددوی دستونزو د حل په اړه پام وړ ګام نه دی پورته کړئ . دنورو لوستونکو نظر دلته ولولئ