” خلګ ما غواړي“

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12202
د ډاکتر عبدالباري ژباړه
دخبریدو نیټه : 2007-05-20

لاندي مرکه د جرمني د شپيګل مجلې د 07.05.14 نيټې په شلمه ګڼه کي خپره سوې ده.

د ډاکتر عبدالباري ژباړه

پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د خپلي نوي ـ پرانيستلي جبهې

د هدفونو په هکله

شپيګل : ښاغلی پروفيسر، پوره پنځه کاله د طالبانو تر نسکورېدو وروسته لا ستاسي په هيواد کي امنيتي وضعه خړه پړه ده، د نشيي موادو سوداګري او اداري فساد هيڅکله دونه پر غوړېدو نه وه لکه نن. د 2001 کال راهيسي چي ستاسي شمالي ټلواله پر کابل را ماته سوه، کوم کار ناسم سوئ دئ ؟

باني: د اردو په زور اوپه داسي حکومتي ډلی چي د بهر څخه راوستل سوې او د خلګو ملاتړ ورسره نه وي، طالبان نه ماتيږي. سره ددې، هغه کسان چي د شوروي اتحاد په وړاندي يې په برياليتوب سره جګړه کوله او هم يې د طالبانو په وړاندي مقاومت کاوه_  يعني هغه  ملي رهبران چي د ملت سره يې نږدې اړيکي درلودې، يو دم  يې دخارج په خلګو عوض کړل.

شپيګل: تاسي د خپل ځاي ناستې حامد کرزي په هکله ګړېږئ، چي په متحده ايالاتو کي يې ډير ژوند کړی دئ ؟

رباني: زما مقصد تر هرڅه نه مخکې دده کابينه ده.

شپيګل: داسي بريښي چي نړيواله ټولنه هم  د خپل وس تر حده رسېدلې او اوس اکثره دطالبانو سره په جګړو اخته ده.

رباني: زموږ هيواد بايد پخپله د امن مسؤليت پر غاړه واخلي.بهر بايد يوازي د بيا جوړوني په کارونو بوخت سي، دوي  په دې ډول افغانان ډير ښه تشويقولاي  سي.

شپيګل: داسي نه ښکاري چي دولت دي نظم راوستلاي سي.....

باني: دولت کمزورئ دئ، داځکه چي د نړيوالو قطعاتو تر شا ځان پټوي. يو مثال: په دې ورستيو ورځو کي طالبانو د کاپيسا په ولايت کي  بريد وکړ، د بګرام هوايي ډګر ته بيخي نږدې. د ځايي امنيتي ځواکونو سره اخ وډوب  يوه نيمه ورځ دوام درلود _ دلته  په کابل کي چي بيخي نږدې ورته پروت دئ، هيچا سر په ونه ګرزاوه.

شپيګل: نو له دې امله تاسي اوس يوه ” ملي جبهه “ جوړه کړې ده، چي م جاهدين او کمونيسټان سره يوکوي.نو دا خو هغه کسان دي چي دا لس کاله مخکي يې  په کورنۍ جګړه کي خبره تر چړو سېدلې وه. دا ناببره پخلاينه دکومي خوا سوه ؟

رباني : د شاهي کورنۍ غړي لا پکښې دي! خلګ د دولت نه مأيوسه دي، دوي ( سياسي)  ثبات غواړي. زموږ د مختلفو ځواکونو يو تړون دئ چي د ملي ګټو دپاره کار کوي.

شپيګل: د هغو کسانو تړون چي يو وخت يې يو بل د بګېلانو او خائنانو په وراشو سره سپکول ؟

باني : خو خبره پر همدې ده، موږ اوس نو بايد خپل اختلافونه  له منځه يوسو. ما د اروپا تاريخ لوستلئ دئ. نو فرانسَويان او جر منيان پخوا يو دبل سره په  شخړه کي نه وه ؟  اوس بيا سره جوړ دي.

شپيګل: ستاسي پخوانۍ د شمال ټلواله په دې مشهوره ده چي دوستان به په لنډ وګنډ څ و اونيو کي دښمنان سول او هم برعکس . ازبک جنرال دوستم چي اوس د کرزي د ارکان رئيس دئ، يو وخت ستاسي پر خوا وو او وروسته  د بدنومي جنګسالار حکمتيار سره يوځاي ستاسي په وړاندي جنګېدئ .

رباني : دا سمه ده، مګر موږ وروسته  د طالبانو پر ضد سره يو سوي وو.

شپيګل :  تاسي غواړی چي دپارلماني نظام په ګټه رياستي نظام له منځه يوسئ. يعني اصلاً غواړئ  چي کرزئ ليري  کړئ . او هغه بيا هم د افغانستان په داسي نازکو او بحراني شرايطو کي.

رباني : موږ يو رئيس لرو، نو څه دي ؟ زموږ مشکلات س ه ددې هم ورځ په ورځ ډيريږي. خلګ بايد پخپله نفوذ ولري، په ولايتونو کي هم. هلته خو جمهور رئيس هيڅ نفوذ نه لري .

شپيګل : تاسي په م شخصه توګه څه غواړئ ؟

رباني : م وږ غواړو چي واليان د خلګو له خوا انتخاب سي، نه داچي په کابل کي وټاکل سي، ولايتي ځواکونه هم په همدې شان.

شپيګل : ستاسي زوم، احمد ضيأ مسعود چي د مشهور جنګ_ قوماندان  مسعود ورور او د اولسمشر مرستيال دئ او سره ددې هم ستاسي سره مل دئ، نو دی بايد د خپل مشر په وړاندې کودتا وکړي ؟

رباني : په لويه جرګه کي اکثريت د اوله سره لا د ياستي  نظام مخالف وو. دا بهرنيانو را دغاړي کړ. د دې مسئلې په هکله بايد  يوه نوې لويه جرګه راوبلل سي، خبره پر ملي ګټو ده.

شپيګل : دا په دې معنا چي پخواني مجاهدين لا نور قدرت غواړي؟

رباني : موږ غواړو چي په بهتره توګه په حکومت کي برخه ولرو.

شپيګل : تاسي د خپل نظر په هکله په هيواد کي پوره پ ويان لرئ ؟

رباني : موږ ته د ټول هيواد څخه غوښتني راځي چي زموږ په جبهه کي شامل سي. د متنفذينو، سيمه يزو سياستوالو، کوچنيو ګوندونو. د جنوب د پښتنو څخه لا هم،د روزګان څخه، د خوست څخه. اما موږ بېړه نه کوو.

شپيګل : ځکه چي کيداي سي نوي نا آرامۍ را منځ ته کړي.....

باني : دا د حکومت تور دئ  چي وايي موږ ودې ته بډي را نغښتي دې چي هيواد بيا ووېشو، يعني بيا يې ټوټه ټوټه کړو.

شپيګل : تاسي د طالبانو سره څنګه ياست ؟

رباني : موږ پر ټولو ځواکونو ږغ کړی دئ،هم پر طالبانو او هم پر ګل البدين حکمتيار، چي وسله پر مځکه کښيږدي او زموږ په جبهه راګډ سي.

شپيګل : تاسي د ډيرو خلګو په نظر په کورنۍ جګړه کي د کابل د ويرانولو يو د اصلي مسؤلينو څخه ياست. ستاسي په واکمني کي يوازي په پلازمېنه کابل کي تر 50.000 ډير انسانان ووژل سول. په داسي سړي لکه رباني، خلګ تر اوسه لا باور نسي کولاي.

رباني : موږ هغه وخت دهغو په وړاندي جنګېدلو چي نن نړيواله ټولنه ورسره جنګيږي. منتها : لوېديځ  هغه وخت موږ يوازي پرېښوولو.امريکايانو حتا طالبان حمايه کول. او اوس څه حال دئ ؟ امريکايان پر طالبانو اوربل کوي، بسته کلي ورسره ورانوي او همدارنګه افغانان وژني. سربېره پر دې : که چيري په درېيمه نړۍ کي يو د دولت رئيس خلع سي، نوم عمولاً و بهر ته پناه يوسي. مګر زه دلته پاته سوم ــ دا ما ځکه کولاي سواي چي خلګ ما غواړي .م ا په دې ورستيو کي جنوب ته سفر وکړ، و هلمند او کندهار ته ولاړم، يعني په اطرافو کي وم. هلته په لسو زرو کسانو زما ښه راغلئ وکړ، په ټول افغانستان کي زما درنښت کيږي .

شپيګل : دا اوازې لا هم خپرې دي ، چي ستاسي د جبهې سره بهرنئ ملاتړ سته.

رباني : زه په کابل کي د ډيرو سفارتونو سره ابطه لرم.

کرستيان  نيف