د۱۳۸۶ لمريز کال دغبرګولي دمياشتي په اتلسمه (د۲۰۰۷ع کال دجون دمياشتي په اتمه) نېټه دجمعي په ورځ دجرمني کولن ښار ته نژدې دهورت په ښارګوټي کښي دملي مبارز ، شاعر ، ليکوال ،ساپوه ، ژورناليست او پرپښتونولۍ مين،څېړونکی، دپښتنو ټولنيزو او ولسوليزګوند(PSDP) بنسټ ايښودونکی او مشر ارواښاد ډاکټر کبير ستوري دلومړي تلین په ياد علمي ياد غونډه او آزاده مشاعره ترسره سوه . په نوموړې غونډه او مشاعره کښي داروپا دبېلابېلو هيوادونو څ خه په سلګونو پښتنواو پښتني خويندو او يو شمير ډيرو ليکوالانو، شاعرانو او سترو سياسي او ټولنيزو شخصيتونو دنامتو ليکوال، دعوامي نشنل ګوند مشر او دپښتنو دقامي وحدت ستر لارښود ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) چي دغونډي مشر ميلمه و ګډون کړی و. غونډه دماځيګر په شپږو بجو دښاغلي مبارز څاپي لخوا دقران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونوپه تلاوت کولو سره پيل سول . په غونډه کښي چي ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر له خوا پر مخ بېول کېده ښاغلي هدايت الله بنګښ، علي خان مسعود، محمدشيرين ګرديوال، دافغانستان دکلتوري ودي ټولني مشراو دهيواد وتلی لیکوال محمدزرين انځوردارواح دپوهنيزو څيړنو په اړه يوه علمی مقالې او ويناوي واورولې . وروسته ښاغلي ليکوال او سياسي کارپوه محمد عثمان عمر د ارواښاد ستوري اوپر هيوادنيوناخوالو يوه سياسي او هراړخيزه وينا واوروله . ورپسې ښاغلي ډاکټر ماخان شينواري پخپله وينا کښي ارواښاد ډاکټر کبير ستوری صاحب دسړې سينې خاونداو هيڅکله په سياسي خبرو کي نه خوابديدونکی شخصيت وباله ، او وويل چي ښاغلی ستوری صاحب له موږ څخه ولاړ مګر دهميش لپاره يي دټولو په زړونوکښي ځای ونیاوه . وروسته ښاغلي مبارز څاپي دخان لالا او دغونډي دټولو ګډون کونکو داجازې څخه په غوښتلو سره دارواښاد ستوري صاحب په اړه خبري وکړي . ورپسې آغلي ميرمن ليلا برهاني په کولن کی دميشتو افغانانو خويندو په نماينده ګي خپله خوږه مقاله واوروله او پخپله وينا کښي يي داسی ويل چه : “ ډاکټر کبير ستوري صاحب خپل مسلکي کتابونه او شعري، مجموعي دګوند مجلې يي نشر کړې، ستوری یو دروند پښتون و، په پښتو او پښتونولۍ، په دېره او حجره، ټنګ او ټکور مين و. تل به يي په شونډو خوږه مسکا خپره وه، ظاهر او باطن، نظر او عمل يي يو و، ستوري صاحب که څه هم دژوند زياته برخه په اروپا کښي تېره کړې خو خپل خلګ، خپل وطن، دافغان پښتانه دود او کلتور يي يوه شېبه هم نه دی هېر کړی .” وروسته دهيواد سياسي کارپوه ښاغلي م حمد اقبال وزيري ته نوبت ورسيدچي هغوی هم يوه ډيره هراړخیزه وينا واوروله او د وينا په ترڅ کښي يي دا هم وويل چه :“د ډاکټر کبير ستوري دمړينی دلم ړی تلین په يادپه قوم، وطن او مورنۍ ژبي پښتو مين ډاکټر کبير ستوري دمړينی څخه پوره یوکال دوه مياشتي او څ لور ورځي تيريږي، چه دی زموږ په منځ کي نسته او ځای يي تش دی . دکبير ستوري نوم ژوندی دی داځکه چه ده دخپل قام، وطن، او مورنۍ ژبي پښتو ته ډير څه کړي .” دغونډي په دي برخه کښي د ټولو هغو ويناوالو نوبت راورسيد چه دکلتوري ټولنو په استازيتوب يي خپل پيغامونه اوروله . لمړۍ هم علي محمد مجبور په هالنډ کي دميشتو افغانانو دافغاني کلتوري ټولني په نماينده ګۍ خپل پيغام ولوست . له ده نه وروسته په کولن کي دکنړ دکلتوري ټولني په نماينده ګي سيد رحيم سپين خپل پيغام اواوراوه . ورپسې هم حاجي احمدشاه امين دافغاني کلتوري ټولني په استازيتوب خپل پيغام ولوست . دپښتو دقامی وحدت ستر لارښود، نامتو ليکوال، دعوامی نشنل ګوند مشر او دنننۍ غونډي مشر میلمه ښاغلی محمدافضل خان (خان لا ا) عالمانه هراړخيزه وينا واوروله او دوينا په ترڅ کښي يي ډيرو مهمو پيښو ته اشاره وکړه او نوري خبري مو ترې داسي اوريدلې :” د ستوري درڼا پلوشې دژوند په هر لوري کي څرګندي دي . ستوری يو منلی صحابی وو، يو ډيرلوړ مفکر او فلسفي وو، ستر نقاد، ليکوال او اديب وو، او دژوندپه رموزو پوه او کوټلی شاعر وو. “. او دPSDP دمشرانو ددي تنظيم اجرا کول يي يو ډير ښه کار وباله او ويي ستايه. له دروند مشر ښاغلی محمدافضل خان (خان لالا) دعالمانه وينا داورولو څخه وروسته دماښام لمونځ دخان لالا په جماعت ادا کړه سو . ورپسې څه لنډه تفريح وه او همدارنګه له دې نه هم وروسته وخت دماښام ډوډۍ ته وقف و. دغونډي دمقالو ويلو پاته برخه دافغانستان څخه دسينما نماينده دښاغلي مطيع الله روهي د وينا په اورولو سره پيل سوه، او دخپلي وينا په ترڅ کښي يي ويل چه :“ په افسانو کښي راځي چه وايي په نړۍ کښي داسي غرونه شته دي چه هغه څو نومونه لري هم ځلا، هم ښکلا او هم نور. نو زه تاسو ته په زغرده ويلای سم چه ارواښاد ستوری هم داسي څو مثبت نومونه لرل هم ځلا، هم ښکلا او هم نور. بياهيڅکله دخواهشاتو او ارزوګانو ليوال نه و.” دبريتانيا دپښتنو دټولني مشر ښاغلی اقبال جمال يوسفزي يوه ډيره خوږه او درنه وينا واوروله او دډاکټر ستوري صاحب وارثانو ته يي دزړه له کومی مبارکی و کړه چه نن هغه ورځ ده چي دارواښاد ډاکټر صاحب خواهش نن په دي تالار کي ترڅه حده پوره سوی چه دلر او بر پښتانه، او داچي موږ دبريتانيا څخه راغلي يو دا هم دډاکټر صاحب دزړه اواز وو چه هغه اواز موږ ټوله نن په دي هال کښي دډاکټر صاحب په ياد راټول سوي يو. هغه زياته کړه چي : زما هرپښتون ته داوينا ده چه راځئ سره يو سو کنه ورکيږو.” په کولن کښي دځوانانو په استازيتوب ښاغلي ځوان شاعر خالد ساپۍ خپله مقاله واوروله . وروستی وينا کونکی ښاغلی ولسي مشر حاجي فضل الرحمان خپله وينا واورول او نننۍ غونډه يي و ارزوله . دټولو دراتګ څخه يي ډيره مننه وکړه او وويل چه که زه تر سبا دامها ه د ډاکټرستوري صاحب په هکله وږغيږم لا به هم زياتي خبري پاته سي ستوری صاحب ډير ښه سړی وو چه له ه ي خوا نه دده ديادغونډي په خاطر پښتانه راغلي . او ټولو ته يي د خدای له درباره ددوی دتکليف کښلو اجر وغوښت اوپه پاي کښي يي وويل چي خدای دي دډاکټر کبير ستوري برکت دده پرزامنو کښيږدي . تر دې وروسته د غونډي و وستۍ برخه ( مشاعره ) پيل سوه ، دا برخه ښاغلي محمداجان يار پر مخ بېوله . دمشاعرې په پيل کښي مولا جان نياز ته بلنه ورکول سول، نياز صاحب دريځ ته راوخت او ديو نظر په ويلو سره یي دپروګرام دوهمه برخه (مشاعره) پيل کړه .دم ولا جان نياز يوځانګړی نظر : راځئ چي موږ او تاسو مټي راونغاړو دخپل هيواد دادب داسمان ځلانده ستوري نورو ته و وپيژنو خپله ژبه او خپل کلتور دبل چا دګواښ سره مخامخ نکړو او ... دمشاعرې په پيل کښي ښاغلي شاعر عبدالوهاب سرتېر خپل شعر ولوست . ورپسې علي محمد مجبور، عاشق الله غريب، حاجي محمدامين باوري، سلګۍ شينواري ، مبارز څ اپۍ، له دې نه وروسته ديوشمېر راليږل سوو پيغامونو نومونه واخيستل سول چه لمړۍد پروفيسرجهانزيب نياز دغني خان دادبي څيړني جرګې او دپښتو عالمی کانګرس د مشر پيغام، له لندن څخه د شهسوارسنګروال پيغام، له امريکا څخه دپوهاند ډاکټر رحمت ربي ځيرکيار پيغام، د پوهاند صاحب ډاکټرتيمور پيغام او ددعوت خپروني مسوول مديرښاغلي بزګرپيغام . دمشاعرې پاته برخه د ښاغلي لطيف عاطفزي دشعر په لوستلو سره پيل سول،ورپسې نسيم خان ستوری، انجنير فريدالله ساپۍ، زلمی البته چه شعر يي دملنګ جان صاحب وو، سليم ساپۍ، سعادت ملوک آزاد، جاويد ا بال يوسفزی او خالد ساپۍ صاحب دخپل شعر په ويلو سره دمشاعرې برخه هم پای ته ورسول . دپروګرام په پای کښي ښاغلي نصير ستوري صاحب دخپلي کورنۍ په استازيتوب خوږه وينا واوروله دټولو دراتګ څخه يي مننه وکړه او په ځانګړي توګه يي دښاغلي پر پښتو مين اديب، دروند مشر محمد افضل خان (خان لالا) څخه ډيره مننه وکړه چه دډيرو مص وفيتونو سره-سره يي راسره ګډون کړی وو . غونډه دشپې پر يوه بجه او ديرشو دقيقو پاي ته ورسيدل .
|