په ميدان وردګو ولايت كې دواليبال سيالۍ تر سره شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12581
عبدالله شېرزى - ميدان ښار
دخبریدو نیټه : 2007-06-19

 

دغه سيالۍ چې د دريځ علمي او كلتوري ټولنې په نوښت په لار اچول شوې وې د ميدان وردګو ولايت له تاسيس څخه يې سارى نه ليدل كيده ځكه په لومړي ځل ددې و ايت د پلازمېنې (ميدان ښار) په ګډون له اتو اړوندو ولسواليو څخه ۳۸ غوره لوبډلو په كې ګډون كړى ؤ .

دغه سيالۍ چې روان كال د غبرګولي په ۲۴ د پنجشنبې په ورځ پيل او د دوو ورځو لپاره يې دوام درلود .

ددغو سياليو نندارې ته يو شمير ولسي مشران ، دولتي چارواكي ، دولايتي شورا غړي ، فرهنګيان او ددې لوبې په زرګونو مينه وال د نوموړي ولايت له بيلابيلو سيم و  او له كابل څخه راغلي ؤ .  

ددې سياليو په پايله كې د ملا خيلو لوبډلې لومړى ، د شيخ آباد لوبډلې دوهم اود ممې خيلو لوبډلې دريم مقامونه  ترلاسه كړل .

په پاى كې هغه سپورټي كپ اوډالۍ چې د دريځ علمي او كلتوري ټولنې له خوا ورته برابرې شوې ؤ په ترتيب سره د ميدان وردګو ولايت يو تن قومي مخور محمد اسحٰق دقيق د نوموړي ولايت و ولايتي شورا رئيس حاجي محمد حضرت جانان او د ډاكټر عبدالوكيل د عالي ليسې د مدير ګل محمد خان په لاس په نوموړو لوبډلو وويشل شول .

د يادونې وړ ده چې هغوځينو غوره لوبډلو ته چې لومړي ، دوهم او دريمو مقامونو ته نه ؤ بريالۍ شوي او ښې سيالۍ يې ترسره كړي وې چې عبارت دي له ( ده حيات لوبډله ، كريمداد لوبډله ، سپين غر لوبډله ، دډاكټر وكيل د ليسې لوبډله ، سلمان پارس د ليسې لوبډله ، زيبداغ لوبډله ، ده خرقې لوبډله ، پولاد خان لوبډله ، زمان خيلو لوبډله ) د نوموړې كلتوري ټولنې له خوا هغه ډالۍ (جال او توپونه) چې  د دوئ د لا هڅونې په موخه برابرې شوې وې په ترتيب سره د محمد اجمل هوډمن ، استاد مح مد ناصر شيرخان ، فضل الرحمن عمرخيل ، ډاكټر ذبيح الله ، محمد قسيم عمر خيل ، قومندان محمد الله ، انجنير رحم الدين ، محمد ناصر كليوال او انجنير ذبيح الله فضلي په لاسونو لوبډلو ته وويشل شوې ، د لوبو په لړ كې هغه وبغاړي چې په لوبو كې يې  ښه حركات ترسره كول د يو شمير ليدونكو له خوا په نغدې مكافاتو ونازول شول .