د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍورکړله شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1272
عبدالله احسان
دخبریدو نیټه : 2004-10-13

١١ اکتوبر ٢٠٠٤ جرمني د کولن ښار :

نوميالي افغان ژباړونکي محمد طاهر کاڼي ته

 د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍورکړله شوه

 

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا، د افغانستان نوميالي ليکوال او ژباړونکي ښاغلي محمد طاهر کاڼي ته ، د يو شمېر مهمو اثارو د ژباړې له کبله، د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍ (جايزه)ورکړل شوه.

د دغې ډالۍ سند به په نږدې راتلونکي کې په مسکو کې نوموړي ته وسپارل شي .

دغه ډالۍ د معنوي ارزښت په څنګ کې پنځه سوه ډالره هم له ځانه سره لري .

تر اوسه پورې د ښاغلي کاڼي دغه ژباړل شوي اثار خپاره شوي دي :

_ افغانستان _ زماوروستۍ جګړه

_  کوچنی شهزاده

_  د مسکو ﻻس

_  افغانستان _ له شخصي دوسيې څخه

_  د جرمني امپراتورۍ افغاني جګړه

دغه راز يې يو شمېر نور مهم اثار د چاپ انتظار باسي .

 

د ښاغلي طاهر کاڼي لنډه پېژندنه :