د ګريشك د خونړۍ پېښي د قربانيانو څو انځورونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12726
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-06-30

 

پرون سهار نړيوالو رسنيو خبر وركړ چي په هلمند ولايت كي د ناټو ځواكونو د بمباريو له امله په لسګونو ولسي كسان مړه او ژوبل سوي دي.

پېښه د جمعې په ورځ ناوخته د هلمند ولايت د ګريشك ولسوالي په حيدر آباد كلي كي هغه وخت رامنځته سوه چي طالب جنګياليو د ايتلافي ځواكونو پر يوه كتار بريد وكړ  او وروسته هغوى سيمه بمبار كړه.  

 د ځايي اوسېدونكو په وينا پر سيمه تر بريد پنځه ساعته وروسته بمبار پيل سو چي د ۱۲۰ تنو په شاوخوا كي ملكي كسان چي ډېرى يې ښځي او ماشومان دي مړه او ټپيان سول.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پر به نيو ځواكونو د بريد مسوليت ومانه خو په بمباريو كي يې د طالب جنګياليو وژنه په كلكه رد كړه.

د هلمند امنيه قومندان هم په بمباريو كي د ولسي كسانو مرګ ژوبله تائېد كړه، خو ايتلافي ځواكونه پر سيمه د بمبار پخلى كوي مګر د ملكي كسانو مرګ ژوبله تر اوسه نه ده مني.

بېنوا ويبپاڼي ته له سيمي څخه د پيښي د څو معصومو قربانيانو انځورونه رارسېدلي دي چي درنو لوستونكو ته يې وړاندي كوو.