په پام کې ده چې د روانې اګست د میاشتې په
نهمه چې د پنجشنبې ورځ کیږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه د امن جرګه جوړه شي.
د دغي جرګې د جوړېدو دپاره نيژدې له يوه کال راهيسي هڅي رواني دي، چې د ځينو کتونکو په
وينا ښايي په افغانستان کې د تاوتريخوالي په راکمولو کې اغېزه وکړي.
په کابل کې د لویې جرګې خیمې ته څرمه ټولې خواوې دې جرګې ته له ورکړل شویو شعارونو څخه ډک دي، د لویې ج
ګې په خیمه کې هم شعارونه ځړیدلي دي په دې شعارونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورۍ پيغامونه شته.
د کابل په سړکونو کې
هم ورته شعارونه لیدل کیږي.
د امن جرګې د جوړېدو وړانديز تېر کال افغان ولسمشر حامد کرزي امريکا
ته د سفر پر وخت د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو جارج واکر بوش او جنرال پروېز مشرف سره په ګډه غونډه کې کړى
و.
ټاکل شوې ده چې په دغه جرګه کې به د افغانستان او پاکستان له
اړخونو ٧٠٠ کسه ګډون وکړي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى او پاکستانى ولسمشر جنرال پروېز مشرف به يې هم برخه
وال وي.
که څه هم ځيني خلک د جرګې جوړېدو ته خوشبين دي چې د تاوتريخوالي په کمولو به پوره اغېزه وکړې خو د
پاکستاني اړخ ځينو ګډونوالو چې د ګډون دپاره نومول شوي وه له واره يې له دې درې ورځنۍ جرګې سره پريکون اعلان کړى
دئ.
د امن جرګې د تیاري د کمیسیون منشي فاروق وردګ افغاني اړخ د جرګې دپاره پوره تيارى نيولى دى چي په
وينا يې د پاکستاني میلمنو دپاره يې په کانټنیټل او سرینا هوټلونو کې ځای په نظر کې نيولى دئ.
داسې ويل
کېږي چې د امن جرګې په ګډون والو کې د پاکستاني پښتنو د ملتپالو ګوندونو دوه تر ټولو مهم مشران محمود خان اڅکزى
او اسفنديار ولي خان هم شامل دي.
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزى او د نيشنل عوامي
ګوند مشر اسفنديار ولي خان دوه هغه ملتپال سياستوال دي چې تل يې د افغانستان په اړه د پاکستان پر سياست کلکي
نيوکې کړي دي او د پنجاب لاسوهنه يې په افغانستان کې غندلې ده.