د بالي
وډ د جنجالي خو مشهوره ستوري سنجې دت لور تريشلا په ډاګه كړې چې هغه له سلمان خان سره مينه لري، او فلمي نړۍ ته يې
د راتللو پرېكړه كړې ده.
تريشلا چي نن سبا په نيويارك كې فلسفه لولي وايي چې هغې هوډ كړى چې هندۍ سينما ته په راتګ
سره به د خپلې كورنۍ نوم لوړوي.
نولس كلنه تريشلا به په فلم كې د كار كولو له امله پلار ته هم نژدې وي، ښكلي
بدن، او ګردي مخ لرونكې ښكلي د د يوې بريالۍ ماډل په توګه هم كار كړى، چې په ډېرو فلمونو كې دكار وړانديز ورته شوى
دى. خو پلار يې سنجې دت د دې د پرېكړه پلوى نه دى هغه وايي چي په بالي وډ كې برياليتوب تر لاسه كول ډېر ستونزمن د
.
خو لور يې بيا وايي چې پلار به يې يوه ورځ ضرور د دې خبره مني. نوموړې همدارنګه ويلي چې له سلمان خان سره به په
فلمونو كې كار پيلوي.
سنجې دت د هندۍ سېنما تر ټولو جنجالي ستورى دى، نوموړې نن سبا د پونا په زندان كې شپې تې
وي، نوموړې څوكاله وړاندې په بمبيي كې د بمبيي چادونو سره د مرستې په تور نيول شوى.