لندن کې د افغان ادبي جرګې لخوا
دا چې په لندن کې د جولای په ۲۹ نېټه د ملت د بابا فاتحه اخستل کېده نو ځکه له ټاکلې نېټې نه یوه ورځ د مخه د شنبې په ورځ د جولای په ۲۸ نېټه ۲۰۰۷ کال د افغان ادبي جرګې لخوا د ستر استاد پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د فرهنګي خدمتونو په ویاړ غونډه د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې جوړه شوه .
په سرکې ښاغلي شهسوارسنګروال د غونډې په اړه رابلل شوو کسانو ته لنډ معلومات وړاندې کړ او بیا یې د محترم کاکړصاحب علمي هاندو هڅو ته پام واړوو او وې وېل :؛استاد نه یوازې په هېواد کې ګڼ شمېر شاګردان روزلي او پاللي دي بلکې د خپلو څېړنیزو او پوهنیزو کړو وړو په رڼا کې یو شمېر ګټور اثار له انګلیسي ژبې نه پښتو ژبې ته اړولي دي او له دې سربېره د خپلو لیکنو او تاریخي څېړنو له مخې یې د تاریخ ډېر تیاره ګوټونه رڼا کړي دي .؛
ښاغلي سنګروال دا هم وویل چې تاریخپوه پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ څو اونۍ د مخه په هغه سمینار کې چې موضوع یې د ډیورنډ کرښه وه هم برخه اخستې وه دغه رابلل شوې غونډه د ترکې په استانبول کې جوړه شوې وه چې کوربه یې د امریکې هېواد وو . یو شمېر کارپوهانو او د هېوادونو استازو ګډن درلود چې موږ پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ ، د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمدجلالي، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبداله عبداله ، په ملګرو ملتو کې د افغانستان پخوانی استازی روان فرهادي او یو شمېر نور کورني او بهرني کارپوهان د بېلګې په توګه یادولی شو.
د شهسوارسنګروال له څرګندونو نه وروسته ښاغلي پاچاصاحب سیدسرور چې د پروګرام د پرمخ وړلو چارې یې هم په غاړه وې د استاد د خدمتونو یادونه وکړه او کاکړصاحب یې زموږ د هېواد یو فرهنګي او علمي شخصیت او د افغانستان د تاریخ مخور پوهاند وباله ورپسې پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د غونډې برخه والو ته د هېواد د معاصرتاریخ په اړه اوږدې خبرې وکړې او داسې ټکو ته یې ګوته ونیوه چې د غونډې برخه والو ته د پام وړ وو. کاکړ صاحب د خپلو خبرو په پای کې د استانبول د سمینار په اړه هم خبرې وکړې او بیا یې د ډیورند په تپل شوې کرښې رڼا واچوله او دا یې یوه تشه توافق نامه وبلله .
د محترم کاکړصاحب له څرګندونو وروسته د غونډې یو شمېر برخه والو په دې لړ کې ښاغلو جانب دار ،آتل ، شیراعظم، انجنیرافضلي ،ټکور، کاموال ، خروټی ، سلیم حیات ، بصیر خوګیاڼیوال ، زرملوال او حاجي صاحب عبدالهادي د ډیورند د موافقې په اړه پوښتنې وکړې او پوهاند ډاکتر صاحب زیار چې لومړی یې استاد ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د خپل وړاندیز له مخې په برخه والو غږ وکړ چې د کاکړ صاحب اثار او لیکنې ولولي .
پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ لکه څنګه چې د استانبول په سمینار کې د یو شمېر ګډون والو انګېرنو ته د تاریخ په رڼا کې په ځای سپارښتنه کړې وه دا رنګه یې د لندن په غونډه کې هم یو شمېر کار پوهانو ته د خپلو څرګندونو له مخې په دغو ټکو ټینګار وکړ او د یو شمېر پوښتنو په ځواب کې وویل :
امیرعبدالرحمن خان په کورني سیاست کې په بشپړه توګه خپلواک وو خو په بهرني سیاست کې یې د سلا او مشورې له مخې د دولت چارې پر مخ وړلې .
انګلیس نه غوښتل چې دغه سیمه ونیسي بلکې د خپلو جنګي وسایلو او وسایطو لپاره یې غوښتل چې دلته ډیپوګاني جوړې کړي ځکه چې د افغانستان دغو سیمو ځانګړي سوق الجیشي اهمیت درلود .
امیر نه یوازې د بازګل دره له اسمار نه نیولې تر کاپرستانه (نورستان) پورې له انګرېزانو سره ونه منله چې د هغوی په ولکه کې وې ان د مومندو سیمې چې د پېښور تر زړه پورې غوځېدلې وې هم خپلواکې وګڼلې .
کومې څېړنې چې ما ( پوهاند کاکړ) د برېټش او هند په کتابتونو کې کړي دي داسې څه مې ونه موندل چې دغې موافقې ته حقوقي ارزښت وبښي که څه هم یو تن ګډونوال د استانبول په سمینار کې وویل چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې مې ولیدل چې په دې اړه د امیر مهر په دې ؛تړون ؟؛ لګېدلي وو.... خو خبره دا ده چې امیر هېڅکله مهر نه دی استعمال کړی بلکې تل یې د اسنادو له مخې په رسمي کاغذونو د سخط کړي دي . ځنې په دې اند دي چې ګنې افغانستان د خپلو اقتصادي عوایدو له مخې د دې واک او ځواک نه لري چې پخپل مټ متکي وي . خو حقیقت داسې نه دی ځکه چې افغانستان لا د امیرشیرعلي خان په مهال پخپلو ملي عوایدو متکي وو د ساري په توګه ویلی شو چې کلنی لګښت په هغه پېر کې لس میلونه وو او ملي عواید دولس میلونه ته رسېده او کله چې امیرعبدالرحمن خان مړ شو نو د هېواد په خزانه کې څلوېښت میلونه روپۍ موجودې وې .
د ډیورنډ موافقې نه یوازې د پښتون ټبر یوه تنه په دوه برخو وېشلې ده بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه چې شمېر یې تقریباٌ څلوېښت میلونو ته رسیږي له هر اړخیزه پلوه له راز راز ستونزو او ګواښ سره مخامخ کړي دي .
په پای کې استاد داهم وویل که چېرې د موافقې متن په ځیرکتیا سره وګورو داسې نه انګېرل کیږي چې دا سیمې دې د برېتانوي هند تر ولکې لاندې وي بلکې داسې ښکاري چې ښایي انګلیس د روسې له وېرې داکار کړی وي چې کمزوری افغانستان یې د دې موافقې منلو ته اړکړ .
د ستر استاد کاکړ صاحب له اوږدو څرکندونو نه وروسته (چې موږ یې نچوړ تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړ) د ښاغلي علي ګل پیوند ښکلی شعر چې ټکور صاحب ولوست او ښاغلي خسروسنګروال چې خپل شعر یې خپله ولوست د غونډې برخه والو د واړه شعرونه ډېر خوښ کړل او په تودو چیچکو بدرګه هم شول .
له دېنه وروسته له پښتني دود سره سم د شملې خپرونې لخوا کاکړصاحب ته د پښتنو شمله ډالۍ شوه او د ستر خوشحال د دې شعر په ویلو :
چې دستار تړي هزار دي --- د دستار سړي په شماردي ..... د ښاغلي سنګروال له خوا پګړۍ ور په سر کړه .
د غونډې په پای کې له هغو درنو لیکوالو ، شاعرانو او بېلابېلو کلتوري ټولنو نه مننه وشوه چې د دې غونډې په ویاړ یې ګران استاد کاکړ صاحب ته د هغه د سترو خدمتونو له بابته سلامونه او پیغامونه رالېږلي وو چې موږ د ښاغلو ډاکترصاحب سیدناصراحمد، شېر حسیني ، ډاکتر صاحب فیض محمد ځلاند ، نجیب اله احمدزی ، معصوم هوتک ، د ننګرهار د طب مجلې مسول مدیر ډاکتر صاحب نجیب اله زاخېلوال په هالینډ کې افغاني کلتوري ټولنه د بېلګې په توګه یادولی شو له دې سربېره له هغو درنو دوستانو نه هم مننه کوو چې د تلیفون له لارې خپل سلامونه او درناوي درانه استاد ته وړاندې کړي دي .
د لندن دغه غونډه چې د محترم استاد پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ په ویاړ د شملې خپرونې په نوښت جوړه شوې وه د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیل او د مازدیګر په پینځه نیمو بجود ښاغلي کارواني په دوعا پایته ورسېده .