كندهاريان دامنيت غوښتنه كوي(راپور)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13494

دخبریدو نیټه : 2007-08-10

 

په كندهاراونېږدې شاوخواولسواليوكي ورځ تربلي امن مخ پرخرابېدودى ،ځكه له يوې خوا طالبانو ګواښونه متوجه دي اوله بله پلوه خپله يوشمېردولتي عسكرهم چي په ښاركي ګرځي بې نظمه دي .

د اخبري دكندهاريوزيات شمېراوسېدونكي كوي اووايي چي : كندهاردپخواپه پرتله له ناام نيوسره مخامخ دى ،ان وكندهارته په نېژدې ولسواليوكي لاطالبان ګرځي راګرځي اوخپل د نظر مخالفين ګواښوي .

احمدالله چي په ښكارپوربازاركي دوكان كوي همدغسي ناامنيوخواشيني كړى دى اوزياتوي : (( ه يوې خواخوځانمرګي بريدونه ،دطالبانوګواښونه اوله بلي خوايو شمېردولتي عسكر بېله يونېفورم په بې نظمه ډول په بازاركي  په بې پروايي يوې خوا او بلي خواته ګرځي اوځيني وخت خوترافيكي قوانين هم نه مراعتوي اوله تېزوها نووسره موټران د ښار په بيلابيلوواټونوكي ځغلوي چي داښه كارنه دى . ))

سردارمحمدچي دښارپه درېيم ه ناحيه كي اوسي اودوه كاله وړاندي له دوولسم ټولګي څخه فارغ سوى دى  همداخبره كوي اووايي: (( تاسوباوروكړى چي دكندهارولايت بې امنيو پر ما ډېره اغيزه ښندلې ده اوهره ورځ چي داحالت ته ګورم چنداني خوندنه راكوي ځكه له يوې خوابهرني ځواكونه خپل موټرونه دورځي دښارپه منځ كي دګزمې په نوم يوې اوبلي خواته بيايي  چي موږته ددوى د اسه دځانمرګي بريدكوونكوپه وجه ډېروخت تاوان رارسيږي او اوس خو زموږ يو شمېر كورنيو عسكروهم ددوى چمونه زده كړي دي اوپه بازاركي پريوطرفه سړك يې موټرراروان كړي وي ،هارنونه لادلاسه وهي ،سړى حيران سي چي څه پېښه ده ؟؟ )) كله چي مودكندهارښارديوشمېرښاريانويادي ستونزي دكندهاردامنيه قومندان مل پاسوال ښاغلي سيداقاثاقب سره شريكي كړې ،هغه يې په اړه راته وويل :

(( دكندهاريانودغه نيوكي پرځاى دي خوموږهم لاس ترزنه ورته ناست نه يواوهره ورځ دامنيه قومندانۍټولي څانګي په دې فكركي وي چي ګران هيوادوال څنګه په يوه ارامه اوله امن څ خه په ډكه فضاءكي ژوندوكړي . ))

مل پاسوال ښاغلي ((ثاقب )) زياتوي : موږاوس نه يوازي دترو يسټانوپه ټكولوپسي لستوڼي راپورته كړي دي بلكي دپوليسوسمون ته موهم كلكه پاملرنه وراړولې ده چي په نتيجه كي مويوشمېرداسي پوليس هم نيولي دي چي په ځينوجنايي پيښو ككړؤاواوس ترڅيړواوپلټنولاندي دي .

دده په ويناموږبوخت يو، اوهغه ورځ ليري نه ده چي كندهارښاراوټولي ولسوالۍبه په سيمه كي دامن اوامنيت يوه بېلګه وي خوداوخت اوكلك كارغواړي چي موږورته هيله من يواوداكاركه خداى(ج) كول كيداى سي خوپه دې شرط چي ولس اسره مرستندوى وي .

دكندهاريوشمېراوسيدونكي په داسي حال كي له دناامنيواودځينوعسكروله بې نظمۍڅخه سرټكوي چي څو،څوځله كندهارته راغلي لوړوپوړودولتي چارواكوآن دهيوادولسمشرحامدكرزي هم ورسره ژم نه كړې وه چي (( اى كندهاريانو!!زه به تاسوته سوله راولم .)) خوپه خواشينۍسره بايدوويل سي چي لاتراوسه هم كندها يان ،دورسره سووژمنوعملي كېدوته شپې سباكوي .

                                 محمدابراهيم (سپېڅلى)