ايودين دانسان په بدن کې يوه ډيره ضروي ماده ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13734
هوډ
دخبریدو نیټه : 2007-08-20

دروغتيايي څيړنو له مخي په افغانستان کې د ذهني وروسته پاتي والي عمده علت د ايودين کموالي  دي . بيلابيلو روغتيايي څيړنو کې دا راغلي چې د افغانستان ډير شمير ماشومان او ښځي د ايودين په کموالي اخته دي .
ايودين  دانسان په بدن کې يوه ډيره ضروي م اده ده چې د تايريداد د غدې چې خلک يي هډي بولي ،په فعاليتونو کې ډير رول لري . دا غده د تايروکيين په نوم يو هورم ون افرازوي چې ايودين يي اساسي جز دي نو که چيرته ايودين کم شي نو دا غده هم بيا په سمه توګه کار نشي کولي او غټه شي چې خلک ورته جاغور وايي .  ډآکتران وايي چې که چيرته  دانسان په بدن کې د ايودين کموالي وي نو د انسان بدن په سمه توګه کار نشي کولي . ماشوم سمه وده نه کوي  په تيره دماغي وده يې  ډيره کمزوري کيږي .
روغتيايي څ يړنو دا چوته کړي چې که يوه مور د ايودين په کموالي اخته وي نو ماشومام يي هم پري اخته کيداي شي. هغه ماشوم چې دمور په نس کې د ايودين په کموالي اخته وي تر ټولو ډير له خطر سره مخامخ کيږي .

که دغسي ماشومان چې د ايودين په کموالي اخته وي له لويدو سره يي صحي مشکلات لا ډيريږي .يعني هم يي ذهني او هم يي جسمي وده کميږي .
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي د افغانستان ميرمني او ماشومان په تيره هغه ماشومان چې عمرونه يي تر پينځو کلونو کم دي شل په سلو کې د ايودين په کموالي اخته دي .  په طبيعي توګه ددوي په اوبو کې د ايودين کموالي شته .  په تيره هغه خلک چې  د چينو او لښتو اوبه څښي . که څه هم چې ايودين د خوراکې موادو له لاري هم  تر يوه حده تر لاسه کيداي شي خو چې کله يي په اوبو کې کموالي وي نوپه بوټو کې يي هم کموالي احساسيږي .  د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادراه په خپلو راپورونو کې وايي تر ټولو غوره دا ده چې خلک ايودين داره مالکه وخوري . که په و ځينو خوړو کې کورنې ايودين لرونکې مالګه استعمال کړي نو  ماشومان يې  سمه وده کوي او په دې توګه د ماشومانو هني وده ښه کيږي  او ايودين لرونکې  مالګه لويانو ته هم ډيره گټوره   ده .