کوچنی اختر په کندهار کښي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1407
ولي شاه طبيب /کندهار
دخبریدو نیټه : 2004-11-17

 

د کوچني اختر په اړه له کندهار څخه د ښاغلي ولي شا طبيب راليږل شوي خبر

 

 Kandahar Eid اختر په کندهار کي ٢٠٠٤

اخترونه هميشه په کندهار کښي په عنعنوي ځانګړي مراسمو سره نمانځل کيږي . د اوسني کوچني اختر لپاره خورا په لوړه کچه تياری نيول شوی وو  ، په بازارنو کښي ډيره ګڼه ګوڼه وه ، دکلچو او پتاسو پر دوکانونو زښت زياته ګڼه ګوڼه وه ، دخوښۍ ځای دی چه دکلچو او نورو شيرينيو ډير نوي دوکانونه چه په ځانګړي ډول نوي شکل کلچي او پتاسي ښاريانو ته وړاندي کولې جوړ شوي وو  ، خياطانو خو د اختر په شپو کښي هاند تر سهاره کار کاوه ،ډيرو خياطانو خو دروژي مبارکي مياشتي په اوله هفته کالي دګنډلو لپاره نه منل ،ځکه مخکي له مخکي ډيرو ښاريانو ټوکران دګنډلولپاره ورته ايښي وه ، همدا ډول دبوټونو پر دوکانو هم ډيره ګڼه ګوڼه وي ، شاه بازار او هرات بازار  خو بيالکل دترافيک پر مخ بند وو . اوس چه دشخصي موټرو شميره هم فوق العاده زياته سويده نو دموټر پريمينځلو لپاره هم بايد موټران په قطاررونو کښي ولاړ وو  .

اختر په کندهار کي Alhtar eid in Kandahar

په کندهار کښي داختر لمونځ هميشه په عيدګاه جامع کښي اجرا  کيږي ،  عيدګاه چه  دکندهار ښار په شمال کښي موقعيت لري  ، چه دغرب خواته يي لويه ګنبده چه تقريبا ۵۰ متره لوړوالی لری قرار لري دعيدګاه پر شاوخوا پوخ ديوال چه شپږ دروازي لري تاو سويدی ، او زيات تعداد زينتي بوټي  دسرسبزی لپاره کښينول سويدي . دکندهار دښاريانو برعلاوه دنژدي ولسواليو لکه پنجوايي ،ارغنداب ،ډنډ ،دامان او سپين بولدک څخه ډير وطنوال داختر دلمانځه لپاره راغلي وو  ، په زرهاوو  وطنوال په جوپو جوپو عيدګاه مسجد ته ځانونه  رسولي وو ، دعيدګاه په لوي او پراخ غولي کښي دلمونځ کوونکو لپاره  لوډسپيکرونه درول سوي وو ، دامنيت او ترافيکي تيريدو او راتيريدو  لپاره ځانګړي تياري نيولي سوي وو  .

داختر دلمانځه وروسته سپين ږيري او مشران خپلو پلرنۍ هديرو ته تلل او خپلو عزيزانو ته يې لاسونه ددعا پورته کول . 

کندهار پارک Kandahar Park 2004

 

عنعنوي ميلې :

دکندهار دنوي ښار په نوي پارک کښي داختر ميلي تر سره کيدلې ، سندرغاړي دنورو ولاياتو څخه د هنر وړاندي کولو لپاره راغلي وو،  ځوانانو ملاوي تړلي او په ډيره مينه يې غيږي نيولې او ډير ليدونکي پري راټول وو ،ماشومان په څرخونو او ځانګوګانو کښي سپريدل او خوشحالي يې کولې ، ځوانان د هګيو قطارونه  ايښودل او جنګول يې . ډير شمير خلګ دباباولي عليه رحمه او شاه مقصود عليه رحمه زيارتو ته تلل  او دخوښي ورځي هلته تيرولې .

هرڅوک دخپلو دوستانو کورونو ته تلل او داختر مبارکۍ يې يو او بل ته وايل . ماشومان د اختر مبارکيو په ټولولو لګيا وو .