اوس قافلې دې بې خطره دورم
ي
موږه په لار کې مشالونه کيښول
له ډيرو کلونو را په دي خوا په انګلستان کې د جلا وطنه افغانانو تر م
نځ دا خبره د شونډو په سر وه چې ولې مونږ په انګلستان کې يو فرهنګي او کلتوري مرکز نلرو .
د غربي اروپا په
نورو هيوادونو کې د افغانانو ډير زيات شمير علمي ، فرهنګي ، او کلتوري مرکزونه جوړ شوي او د خپل هيواد د ف
هنګ او ادب ډيوه يې بله او روښانه ساتلې ده .
دا څو لسيزې کيږي چې په هيواد کې د روانو ستونزو او جګړو له ام
ه يو زيات شمير پوهان رونداندي افغانان د هيواد نه د باندې ژوند کوي خو کوم ټکی چی ددغو افغانانو په
هکله د ډيرې ستاينې او د ډير څه ويلو جوګه دی هغه د دوي همدغه علمي ، ادبي او فرهنګي هڅې دي ، د غه
هڅې لکه د نورو غربي هيوادونو غوندې په انګلستان کې هم کله ناکله تر سره کيدلي چې ډير ښه مثال يې په لندن
کې د افغان سوسيايټې او د لندن ادبي بنډار يادولی شو ، خو کوم څه چې لا تر اوسه په دغه برخه کې نه و تر سره شوی
هغه په انګلستان کې د يو علمي او فرهنګي مر کز جوړيدل و . سره له دې چې دغه هيله د ډيرو افغان ليکوالو او
پوهانو په زړونو کې په ټوپونو وه ولې تراوسه يې کومه رسمي بڼه نه درلوده . هرڅه چې شوي دي هغه د ډيرو
ږو امکاناتو سره تر سره شوي دي .
ددې لپاره چې دغه هڅې يو څه تنظيم شوي وي او يو څه علمي او فرهنګي کارونه م
و کړي وي نو د نن نه تقريبا دوه درې مياشتي مخکې مونږ د ځنيو دوستانو په مشورو چې په انګستان کې
اوسيږي و پتيله چې په لندن کې يو علمي ، ادبي او فرهنګي مرکز جوړ کړو . مونږ لومړی څو څو ځلې په دې خبرې وکړې
چې څه بايد وکړو ؟ څه کولای شو ؟ څه بايد وکړو ؟ او څه ږمونږ له وسې کيږي ؟ .
د انټر نيټ په نړيوال جال کې د
يوې ويبپاڼئ له لارې خپلې هڅې پيل کړو که د يوې موقتې خپرونې له لارې او که د يو علمي او فرهنګي مرکز د جوړيدو
ه لارې وروسته له ډيرو سلا مشورو دې نتيجې ته ورسيدو چې مونږ بايد د لته د افغان ليکوالو فرهنګې ټولنه
جوړه کړو . مونږ په د ې هکله ډيرې خبرې وکړې ، ددغسې يو مرکز لپاره مو کړن لاره جوړه کړله . په نتيجه کې مونږ د
سپتمبر په اتمه په لندن کې د يو شمير افغان ليکوالو او پوهانو په ګډون لومړنۍ پانيستونکې غونډه
جوړه کړله . دغه غونډه چې د بې بې سې د پښتو څانګې د ډيره ښه وياند او ژوناليست ښاغلي سپين تڼې لخوه په م
خ وړل کيدله د قران عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو په لوستلو سره پيل شوه . وروسته د غونډې چولونکي په
ډيرو لنډو ټکو ددغه مرکز د جوړيدو په هيلو او ارزښتونو رڼا واچوله ،و روسته بيا ښاغلي افضل ټکور پ
انستونکي وينا وکړه ، هغه په خپلو خبرو کې د دغه مرکز د جوړيدو په ضرورت ډير په تفصيل سره و غږيد . له پ
انستونکي وينا وروسته د پښتو ژبې ډيره ښه کيسه ليکونکي ښاغلي وکيل شينواري له خوا ددغې ټولنې کړن
اره ولوستل شوه ، د کړن لارې له لوستلو نه وروسته د غونډې برخوالو ازاد بحث پيل شو . په دغه ازاد بحث کې ددغه م
کز د جوړيدو د ستاينې تر څنګه پر ضرورتونو رڼا واچول شوه او هم يې ستاينه وشوه . د غونډې ډيری برخوال په دې
نظر و چې ټولنه بايد ډير زر قانوني مراحل طی او پر کار پيل وکړي . دا ډول د کړن لارې ډيرو برخو باندې
هم خبرې او بحث وشو او کوم څه چې نيمګړي و هغه غونډې برخوالو په مرسته پوره شول .
په پای کې د غونډې کاري ډلې له
خوا نه د راتلونکي پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وشولي . په نتجه کې پريکړه شوه چې د غه فرهنګي مرکز به د
روژې د مبارکې مياشت نه وروسته د کوچني نيکمرغه اختر په مناسبت به د شعر او موسيقی يوه رنګينه غونډه جوړوي
چې په دغه غونډه کې به د شاعرانو لخوا اختري شعرونه او سندر غاړو لخوا به مستې سندرې وړاندې شي .