د روهي ادبي بهير ٧۷يمه غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14431
مختاراحمد انتقام
دخبریدو نیټه : 2007-09-23

د روهي ادبي بهير۷۷يمه  اونيزه غونډه د روان  لمريز كال د وږي پر۲۹مه م اځيګر پر۴ بجو  په كندهار كي د افغان علمي او كلتوري مركز په انګړكي پيل سوه.

د پيل خبري يې د عبدالوهاب بايزيد له خوا وسوې، نوموړي د ملګرو د هر كلي تر څنګ د بهير  د اوږد عمر خواست  هم وكړه.

وروپسې مختاراحمد انتقام د تيري غونډي راپور وړاندي كړ ، چي ورپسې ملګرو د ګوتنيوني ټكي په كي په نښه كړه.

احمد فرزان په راپور كي  د ځينو ټكو نه راوړل او نقل قول سم نه ايښوول د راپور ستونزه وبلله، د نوموړي په خبره چي بايد په راپور كي نقل قول پوره راواخيستل سي ځكه چي موضوع ښه روښانه كوي كه نه نو راپور به ګونګه وي،ښاغلي فرزان وويل چي په راپور كي ليكل سوي وه چي ((بيت ګونګ وبلل سو)) خو دا روښانه نه وه چي بيت ولي ګونګ بلل سوى  و؟

سعيد زابلي ته ټول راپور د منلو وړ نه و، د نوموړي په خبره چي راپور  له ګونګو او بې ماناو جملو ډك وي،  راپور ليكوونكي يې په دې پړ وباله چي په راپور كي په ګوته سوي نيمګړتيا وي په بيا_بيا تكراروي،ښاغلي زابلي په كلكه غوښتنه وكړه چي بايد راپور ليكوونكى په راتلوونكو راپور كي ډېر احتياط وكړي.

په راپور كي ويل سوي وه چي (( نوموړي ته په تړاو يې وويل)) عبدالاحمد محمديار  ته دا ټكى د منلو وړ نه د نوموړي له انده چي سمه بڼه يې داسي ده ((د نوموړي خبرو ته په تړاو يې وويل))، ښاغلى محمديار د ښاغلي زابلي د نظر  سره همنظره نه و، نوموړي وويل چي  دوم ره  لويه ستونزه په راپور كي نسته لكه چي زابلي  يادونه وكړه، ښاغلي محمديار د راپور  او راپور ليكوونكي د كارو پوره ستاينه وكړه.

جان محمدصالح د ښاغلي محمديار د نظر تائيد وكړه، نوموړي  د راپور په دې ستاينه وكړه چي په لنډ ډول ليكل سوى و.

تر دې وروسته د ښاغلي فرزان پر شعر كره كتنه پيل سوه

لومړى بيت:

 

سترګو كي د يار ومه راپ ېوتم
اوښكه وم، يادګارومه راپ ېوتم

احسان الله درمل بيت په دې ښكلى وباله چي  اهنګواله كافيه او  رواني لري او د ماضي وخت يادونه په كي راغلي دي.

ښاغلي محمديار د ښاغلي درمل  د نظر پخلي تر څنګ وويل چي كه يار ستا لپاره ژړلي وي نو ته يې له سترګو نه يې لوېدلى او ښه خبره ده، نوموړي زياته كړه چي شاعر څنګه د يار له سترګو لوېدلى دى څه پېښه سوه چي د يار له سترګو ولوېدى؟

ښاغلي صالح د ښاغلي محمديار  خبرو ته په تړاو وويل چي د شاعر مطلب دا دى چي مخكي د يار په ياد وم خو اوس يې هېر يم.

ښاغلي درمل هم د ښاغلي محمديار نظر ته په اشاره وويل چي ډېره اړتيا نه لرو چي په دې پسي وګرځو چي ولي رالوېدلى، مايوسي ښكاره كوي، ده زياته كړه چي هغه اوښكه بدبخته ده چي د يار له ښكلو سترګو لوېږي، دا كه هر ډول اوښكه وي.

د شعر له خاوند څه وغوښتل سوه چي يوازي ددې بيت په  اړه خپل نظر روښانه كړي، ښاغلي فرزان د محمديار  نظر ومانه او نوموړي ته هم دا نه وه روښانه چي څه ډول رالوېدلى دى.

دويم بيت:

 

ستا له اورني رخساره پورته شوم
اورومه، انګارومه راپرېوتم

د ښاغلي درمل په خبره چي شاعر لږ مهال په دې توانېږي چي په شعر كي همجنسه څه وكاروي، په پورته بيت كي يې اورني، اور او انګار كلموته اشاره وكړه او بيت يې په همدې ټكو ښكلى وباله

دا هم درېيم بيت:

 

جام چي دي پر سر د ښكلا واړاوه
مست غوندي خمار ومه راپرېوتم

ښاغلي درمل وپوښتل چي مست غوندي خمار څه ډول وي،ځكه چي خمار خو له مستۍ م خكي وي.

ښاغلي محمديار هم په دې نظر و چي خمار تر مستۍ مخكي وي او تر مستۍ و وسته له منځه ځي، نوموړي زياته كړه چي كه د مست په لفظ كي څه تغير راسي بيت نور هم ښكلى كېږي.

څلورم بيت:

ستړې  له مودو نه پاته شوې وم
څړيكه د پرهار ومه اپرېوتم

ښاغلي زابلي په بيت كي دې ته ګوته ونيوله چي شاعر په بيت كي ځان مونث ښوولى.

پنځم بيت:

ستا له غزلونو او سندرو نه
سرود ومه، ستار ومه راپرېوتم

د ښاغلي درمل په خبره چي سرود دوه سېلابه دى خو شاعر په يوه سېلاب كارولى، مګر سرود دوسېلابه دى او بيت يوه څپه زياتېږي.

ښاغلي محمديار د بيت ستاينه وكړه.

دا هم شپږم بيت:

پښو كي دي د حسن د سجدې په دود
هسك غوندي چنار ومه راپرېوتم


بيت د ټولو د ستايلو وړ وګ ځېد.

اووم بيت:

ورك شومه د ميني په دوه لاره كي
سترګي دي پر لار ومه راپرېوتم

ښاغلي بايزيد دې ته ګوته ونيوله چي په لومړي نيم بيت كي دوه لاري يادي سوي، او په دويم بيت كي لار ياده سوې ده، ده وويل چي اول جمعه او بيا په مفرد ډول كارول  سوې.

ښاغلي محمديار د پورته نظر سره په تړاو وويل چي د لاري څخه مطلب انتظار دى جمعي او مفرد ته يې ډېر حساب نه دى په كار، نوموړي وپوښتل چي كومي دوې لاري شاعر يادوي؟

حزب الله جهاد د ښاغلي محمديار سوال ته په اشاره وويل چي دا لاري وصال او جداي دي.

وروستى بيت:

اوس كه تورو خاورو كي لت پت يمه
ستا د غاړي هارومه راپرېوتم


د ښاغلي زابلي په خبره چي لت پت  هغه وخت ويل كېږي چي څوك په وينو لړلى وي نه په خاورو.

خو ښاغلي محمديار بيا وويل چي لت پت په بيت كي ښكلى راغلى، بيت ښكلى دى او څه ستونزه نه لري،نوموړي پر ټول غزل د نظر وركولو په پلمه وويل چي يو شاعر وايي (( په شعر كي چي تر عقل هر څونه لوړ څه كارول سوي وي نو شعر په هغه اندازه ښكلى وي، همدارنګه نوموړي د فارسي ژبي شاعر حافظ دا نظر واوراوه (( چي ښه شعر مانا نه لري)) د ښاغلي محمديار په خبره چي ېر ښه غزل و ځكه چي غزليت په كي ډېر و.

د شعر خاوند په پاى كي له ټولو د بحث مننه وكړه، ښاغلي فرزان څو ټكو ته اشاره وكړه لومړى يې وويل چي مست غوندي خمار مي ځكه كارولى چي خمار تر اندازې واوړي نو مست خمار  ځني جوړېږي، د سرود كلمې په اړه يې وويل چي په كندهارۍ لهجه كي په يوه سېلاب ويل كېږي.

تر دې وروسته مشاعر د ارواښاد سيد عبدالخالق صادق په څو بيتو پيل سوه چي ۱۲ كسانو په كي شعرونه واورول.

په پاى كي د غونډي مشر جان مح مدصالح ته د غونډي ارزوني په موخه بلنه وركړل سوه، د ښاغلي صالح په خبره چي غونډي د اټكل خلاف  په دې روژه كي ښې رواني دي داسي نه دي لكه تېره روژه، همدارنګه نوموړي وويل چي بايد نثر ته هم ډېر كار وكړو ځكه چي دا مو مشرانو غوښتي ، ده زياته كړه چي پر راپور د بحث پر مهال  بايد ښاغلي زابلي دا ډول خبري نه واى كړي او دا د كره كتني لاره هم نه ده يوازي بايد په نرمي سره وږغېږو او بس.

د غونډي مېلمه سيدكمال شاه عارف و، د راتلونكي غونډي د كره كتني لپاره د ښاغلي جهاد شعر غوره كړل سو، غونډي ته ټول  ۳۱ كسان راغلي وه چي پر ۵:۴۷ په دعا ويلو پاى ته ورسېده.

د مشاعرې نوم ليست:

عبدا واحد غمشريك،احسان الله درمل، ذلال احمد ورك، عبدالوهاب بايزيد،غلام نبي سعيد، غلام سخي نوريوال، عبدالر يد مسئول، محمدصادق رښتين،عبدالاحمد محمديار،عبدالستار، احمد فرزان او اختر محمد رنځوريا .

فون:0093 700316506

Email: mukhtar_entiqam@yahoo.com