د نوي افغانستان د جوړېدو نړيوال جشن په پرتمينه توګه ولمانځل شو
د نوي افغانستان د جوړېدود ٢٦٠ کاليزې
نړيوال دوه ورځينی جشن د د اکتوبر پر ١٩ او ٢٠ نېټو د جرمني د کولن په ( هورت ) کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې
ه خوا ولمانځل شو .
په دغه جشن کې له افغانستان ، امريکا ، کاناډا او د اروپا له ډېرو هېوادونو او ښارونو څخه
ه شپږسوو زياتو کسانو ګډون کړی و.
په لومړۍ ورځ د معاصر افغانستان د تآسيس او د غه راز د نومياليو افغان مؤ
خينو په اړه يو شمېر کورنيو او بهرنيو پوهانو ، مؤرخينو او څېړونکو ويناوې او مقالې واورولې .
د نوي
افغانستان د تاسيس او د دغه جشن د جوړېدو په اړه دغو پوهانو ويناوې وکړې :
پوهندوی سيد حسن ، کانديد اکادميسين
محمد اعظم سيستاني ، او الماني افغانستان پوه او ژبپوه سبيستيان هاينه .
د غونډې په علمي برخه کې چې د معاصر
افغانستان د مؤرخينو په اړه جوړه شوې وه ، دغو پوهانو خپلې مقالې وړاندې کړې :
ـــ ښاغلي محمد معصوم هوتک ، د
افغان مؤرخ فيض محمد کاتب هزاره د ژوند او تاريخي آثارو په اړه،
- سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار، د
اضی عطاالله خان په هکله د ( تاریخ جوړونکی تاریخ لیکونکی) تر سرلیک لاندی.
- پوهنوال رسول باوری،د احمد علی
کهزاد د ژوند او آثارو په هکله.
پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ،د معاصر افغانستان د تاریخپوهانو او په ځانګړې
توګه د مير غلام محمد غبار په تاریخی لیکنو خپله مفصله ارزونه وړاندې کړه.
- ښاغلی محمد اسحاق نګارګر ،د لوی
استاد عبدالحی حبیبی به هکله خبری وکړې او د خپل عقیدت د څرګندونې لپاره یې یوه منظومه وړته ډالۍکړه.
- اتریشي
پروفیسور ډاکتر فرانس ګیوري ،د افغانستان په هکله یوه لنډه وینا وکړه.
او په پای کی ښاغلي حبیب الله رفیع د
افغانستان د دوو مؤرخینو استاد کهزاد او استاد حبیبی دعلمی کار د سره ورته اړخونو په باب ویناو اوروله.
د
افغانستان د کلتوري ودې ټولنه به ددغو علمی مقالو مجموعه ډیر زر د یوې ځانګړې ټولګې په توګه چاپ او خپره کړي
.
په جشني برخه کې یوه لنډه مشاعره او د افغان او جرمني هنرمندانو په ګډه یو ښکلی کنسرت له مستو افغاني ملي
اتڼونو سره اجرا کړ.
د جشن دویمه ورځ د نومیالي افغان مؤرخ پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ ژوند او د تاریخي
آثارو ارزونی ته ځانګړې شوې وه.
ویناوالو استاد کاکړ د افغانستان او سیمې په کچه د یوه وتلي او پیاوړي مؤرخ
په نوم یاد کړ چې لیکنی یې د بهرنۍ نړۍ او علمي مرکزونو لپاره د یو با اعتباره ریفرینس په توګه د استفادی وړ دي
.
په دغه علمي غونډه کې دغو پوهانو د هغوی د ژوند او علمي کار د بیلابیلو اړخونو په باب ویناوې او مقالې واو
ولې ..
- محمد امین باوری
- کاندید اکادیمسین محمد اعظم سیستانی
- استاد حبیب الله رفیع
- ډاکټر طارق
رشاد
- نجیب احمدزی
- اکبر کرګر
ـــ د استاد کاکړ مېرمن مريم کاکړ
ـــ د استاد کاکړ زوی کاوون
کاکړ
په پای کې استاد کاکړ خبرې وکړې او دغه علمي غونډه د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار په وينا پای ته و
سېدله . استاد اسحاق نګارګر د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د نويو کتابونو يو کلکسيون چې د افغانستان په ملي
بيرغ کې نغښتل شوی و، د ډالۍ په توګه استاد کاکړ ته وړاندې شو .