د هند وتلي او مشهور سندرغالي سونو نيګام د اکتوبر په٢٩ ددوشنبي په ماښام د جرمني د هامبورګ ښار د الستر دورف دسپورټي جمنازيوم په سا ون کي په زړه پوري کنسرت اجرا کړ.
دي کنسرت ته د هغه د هنر ډير مينه وال:په هامبورګ کي ميشته افغانان،اهل
هنود او سيکهان،المانيان،ترکان او د ځينو نورو هيوادو اتباع راغلي وو.کنسرت د ورکړل شوي پروګرام خلاف چي د م
اښام ٨بجي او ديرش دقيقي تعيين شوي وو،په نهه نيمو پيل او د شپي په دولسو بجو باي ته ورسېد.
سونو نيګام چي
خپل هنري سفر يي يو کال وړاندي د (سيمپلي سونو تور)تر عنوان لاندي له شمالي امريکا نه پيل کړ،په همدي لړي
کي يي د لومړي ځل لپاره د اکتوبر په مياشت کي خپل تور د جرمني هيواد ته را وغزاوه او پس له افين باخ او ايسين
ښارونو نه د هامبورګ په ښار کي خپل کنسرت اجرا کړ٠
سونو نيګام چي اوس د هند د وتلو سندرغاړو په قطار کي شمي
ل کيږي،په کال١٩٧٣ د جولاي په ٣٠ د هند دهريانې ايالت په فريداباد کي زيږيدلي دي٠ ويل کيږي چي هغه په ١٧ کلني
کي د کار په لټه خپل خيالي ښار مومبي ته لاړ او د موزيک په نړي کي خپل کارپه مسلکي بڼه پيل کړ٠