لروبر شاعران سوله په شعرونو نمانځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15494
سهار
دخبریدو نیټه : 2007-11-28

 په كابل كې د سولې ګډه مشاعره پرون د قرآن كريم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو پيل شوه.
د مشاعرې په پيل كې د ولسمشر حامد كرزي او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير پيغامونه ولوستل شول، ورپسې نصرالله حافظ، حبيب الله رفيع، رحمت شاه سايل او غازي سيال د كوربنو او مش انو مېلمنو په توګه د دريځ مخې ته وغوښتل شول. مشاعره د نصرالله حافظ په شعر پيل شوه او په وار سره شاعرانو خپل شعرونه اورول. د غونډې ويندويي زلمي شاعر نذيراحمد نذير او  كلات وال پرمخ بېوله. د مشاعرې په دوهمه برخه كې م ران مېلمانه دروېش درانى او ماښام خټك وو او اسدالله دانش او ډاكټر اكبر اكبر د كوربنو په توګه ورسره ناست وو. د مشاعرې په ترڅ كې د كندهار تياتر رييس انيس او زلمي سندرغاړي بريالي ولي په زړه پورې ملي سندرې وړاندې كړې. م اعره تر ماښامه روانه وه او وروسته شاعران د موسيقۍ او اتڼ بنډار ته كښېناستل. دغه مشاعره به د دوشنبې په و ځ هم روانه وي او په پاى كې به څلورو غوره شاعرانو ته د سولې جايزې وركول كيږي.

له ښۍ خوا نصرالله حافظ،غازي سيال، رحمت شاه سايل او حبيب الله رفيع د مشرانو مېلمنو او كوربنو په توګه

واصل ح سنيار د شعر اورولو پر مهال

تر ډوډۍ او لمانځه وروسته د مشاعرې دوهمه برخه

اكمل لېوني په خپلو شعرونو سره د مشاعرې رنګ بدل كړ

يو تن شاعر د عر اورولو پرمهال