د سولې ګډې مشاعرې انځورونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15508
سهار
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

په كابل كې د اطلاعاتو او كولتور وزارت په نوښت جوړه شوې دوه ورځنۍ مشاعره پاى ته ورسېده. د مشاعرې پر دوهمه ورځ په لومړنۍ غونډه كې مشران مېلمانه سليم بنګښ او اكبر سيال او كوربانه يې استاد محمد صديق پسرلى او پيرمحمد كاروان وو. د سټېج چارې د عبدالقادر كلات وال، شرر ساپي او ګوفه مينې پرغاړه وې. په مشاعره كې د لرې او برې پښتونخوا په لسګونو شاعرانو شعرونه واورول او  بيا د ډوډۍ او لم انځه لپاره يوه كوچنۍ وقفه اعلان شوه. تر لمانځه وروسته د مشاعرې دوهمه برخه پيل شوه، چې مشران مېلمانه پكې اسير منګل او عابد جان وو او كوربانه يې محمد زبير شفيقي او نورالحبيب نثار وو. په دې برخه كې هم ګڼو شاعرانو شعرونه ووويل او ورپسې موسيقي او سندرې واورول شوې.  په مشاعره كې د كابل پر شاعرانو سربېره له خوست، غزني، پكتيا، كندهار، هلمند، زابل، ارزګان ، ننګرهار، لغمان، كونړ او نورو ولايتونو نه شاعران راغلي وو. دغسې له كوټې، پېښور، سوات، كورمې ايجنسۍ څخه هم ګڼ شاعران راغلي وو. غونډه د لطف الله مشعل  او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالكريم خرم په ويناوو پاى ته ورسېده.

د اط اعاتو او فرهنګ وزير د مشاعرې د پاى وينا كوي

عبدالكريم خرم شاعر او ليكوال غازي سيال ته ډالۍ وركوي

استاد محمد صديق پسرلى سليم بنګښ ته ډالۍ وركوي

د غونډې برخه وال ( په منځ كې يې رحمت شاه سايل ليدل كيږي)

له ښۍ خوا اسير منګل،غازي سيال او عمر دراز مروت شع ونو ته غوږ دي

له مشاعرې بهر( له ښې اړخه نذيراحمد سهار،فضل الله حاوي، اسدالله غضنفر، زبيرشفيقي او نوريوال)

د مشاعره په يوه ګوښه كې د ننګرهار زلمي شاعران

د مشاعرې په بله برخه كې د لوى كندهار شاعران برېښي