د رابرت ګیټس او افغان ولسمشر د خبري ناستي رپوټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15614
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2007-12-06

 


نیټه :‏2007‏، 05‏، ډیسمبر‏، چهار شنبه
د امریکې دفاع وزیر رابرت ګیټس هغه ګنګوسي نه رد او نه تاید کړي چې ګواکی د ترهګرو د ځپلو په برخه کې به افغان قبایل په وسلو سمبال کړي.
امریکې دا کار لا وختی په عراق کی تر سره کړی چی هلته یی له پایلو څخه مثبته نتیجه نده تر اسه کړي.
دا خبري وروسته تر هغه راپورته شوي چې د امریکې دفاع وزیر رابرت ګیټس افغانستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د خوست ولایت ته په یو ناڅاپې سفر ورغی.
خوست د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له اوسني پاکستان سره اوږده پوله لري او وخت ناوخت د ګډو پولو په دواړو غاړو کې د قبایلي طالبانو فعالیتونه په ښکاره لیدل کیږ ي.
ښاغلي ګیټس له خوست څخه کابل ته له راګرځیدو سره سم د سه شنبې په ماښام له ولس مشر کرزی سره د لیدو څخه شیبه وروسته خبریالانو ته وینا وکړه.
هغه وویل: ٭ دافغانستان تاریخ او فرهنګ له عراق څخه فرق کوي ، هلته حالات یو ول او دلته بل ډول دي .
مونږ په خوست ولایت کې له خپلو قومندانانو ، افغان پوځيانو او د ایساف له سرتیرو سره وکتل.
هلته مو د تاوتریخوالی د زیاتوالی علتونه وڅیړل او دا پایلي مو تر لاسه کړي چې هلته د ترهګرو د جرړو دایستلو لپاره ډیر کار ندی شوی خو بیا هم له شویو پرمختګونو خوښ یو او زمونږ سرتیري باید وروسته تر دې هغو سیمو ته لاړ شي چیرته چې تر اوسه ندې تللي.
جمهوری ریس کرزي هم د خپلو خبرو په ډیرو برخو کې دوو موضوع ګانو ته ډیر ځاي ورکړی وو .
د القاعدي ضد جګړه او د افغان کورنیو ځواکونو تقویت هغه دوه ټکي وو چې ولس مشر په وار وار و ته ګوته نیوله .
کرزی وویل٭ مونږ  په دې باور لرو چې امریکا او غربي متحدین زمونږ له روانو حالاتو سم خبر دي او هغوي زمونږ په اړتیاوو هم ښه پوهیږي ٭.نوموړي زیاته کړه افغان پوځیان او پولیس اوس چټکي روزني او په عصری وسایلو سمبالښت ته اړتیا لري او په دې سربیره د افغانستان د پوځ لپاره یوه بله حیاتې موضوع دا ده چې ، نړیوال باید د افغانستان د پوځ هوایې ځواک په پښو ودروي .
ولس مشر افغان ملی اردو د افغان ملت ویاړ او د اعتماد وړ ځواک وبلل او د هغه په وینا ، وخت او ډیرو مرستو ته اړتیا ده تر څو چې افغان ځواک په یوازي سر په خپلو پښو ودریږي.

پرمختګونه:
په ۲۰۰۱ کال کې کله چې د طالبانو واکمني ړنګه شوه ، نړیوالو په ملیونونو ډالر له دې هیواد سره مرسته کړل.
د دې مرستو اندازه تر اوسه ۱۵ ملیارده امریکایې ډالرو ته رسیدلي ده.
اوس ویل کیږي چې دا پیسي سمي ندي لګیدلي او د فسادګرو اشخاصو له خوا د ملت د سوکالۍ خلاف په شخصي برخو کې لګیدلي دي .
که څه هم افغان جمهور یس څه موده وړاندي د کليوالي شوراګانو داستازو په غونډه کې افغان دولتی عالي رتبه مامورین د ملت د شتمنیو په بي ځایه مصرف او د ښکلو او قیمتي ودانیو په جوړولو ګرم وبلل خو د امریکې د دفاع وزیر ګیټس تر مخ ښاغلي کرزي بر عکس له افغان دولت سره مرسته شوي پیسي په سمو لارو تللي وبللي.
ولس مشر د خپلو خبرو پر مهال د نړیوالي ټولني او په خاصه بیا د امریکې د دولت له مرستو خوښي وښودله .
هغه وویل:٭ نن ورځ په افغانستان کې ګڼ شمیر روغتونونه ، ښونځي ، واټونه او ډیر نور پرمختګونه لیدل کیږي په داسي حال کې چې مخکې تر دې دلته په افغانستان کې دا اساسات له مینځه وړل شوي وو او دا هر څخه د نړیوالي ټولني او امریکې د مرستو پرته په یوازي سر افغانستان ته ناممکن وو.
ښاغلي ګیټس هم د هغو پوښتنو په ځواب کې چې د امریکې پوځ په ۲۰۰۷ مالي کال کې په افغانستان او عراق دواړو کې د مالي امکاناتو له نشتون سرټکونه کوله ، او دا ستونزي حل شوي دي که څنګه ؟
 او ایا د ۲۰۰۸ کال لپاره به هم هم دا ستونزي پر ځاي پاتې وی که څنګه ؟
 وویل: نه!
٭ امریکا په افغانستان کې یواځي نده او مونږ دلته له خپلو غربی متحدینو ( د ناټو غړي هیوادونه) سره د افغانستان په حالاتو فکر کړی او بیلګه یې هم په بروکسل کې د ناټو تړون د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې له افغانستان سره  نوي ژمني دي٭.
ګیټس وویل چې ، امریکا د افغانستان اوعراق د ماموریتونو لپاره کافي بودجه لري او په خاصه بیا د افغان کورنیوځواکونو د تقویت او تجهیز لپاره د ناټو تړون نورغړي هیوادونه هم په خپلوژمنو کلک ولاړ دي.

د تشدد شدت:
روان ۲۰۰۷ کال چې اوس یې یواځي د ګوتو په شمیر ورځي پاتي دي د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته تر ټولو خونړی هغه بلل شوی دی .
رسمي ارقام ښیې چې تر اوسه لږ تر لږه ۶۰۰۰ تنه د دې هیواد په مختلفو سیمو کې وژل شوي دي.
په روان کال کې یوازي ۱۳۳ ځانمرګي ب یدونه تر سره شوي چې دا شمیره د تیرکال په پرتله بی ساری لوړ والی ښیې.
اوس ښکاري چې امریکاې چارواکي هم د افغانستان په کړکیچن حالت انديښمن دي .
د امریکې دفاع وزیر په افغانستان کې ورستیو او مخ پر زیاتیدونکو تاوت یخوالو ته په اشاره کې وویل چې افغانستان یو جګړه ځپلی هیواد دی او دلته ډیر څه ته اړتیا شته او امریکا د تیرو دوو کلونو راهیسي د مخ پر زیاتیدونکو  تاوتریخوالو څخه پوره اندیښنه لري.
دفاع وزیر وویل : ٭ دلته ډیر څه ته اړتیا شته چې د افغانستان له ځواني ډیموکراسۍ سره تر سره شي خو دلته  په دې برخه کې افغانستان او امریکا ډیر متح دین لري.٭

د القاعدې ګواښونه:
افغانستان لا هم د اسامه بن لاډن د جنګیالو تر شدید فشار لاندي دی .
دا ډ ه د عراق  په پرتله اوس افغانستان ته ډیر پام کوي ځکه ګومان کوي چې د افغانستان په جګړه کې د عراق هغې په پرتله د بري شونتیا په وار وار لوړه ده .
د  ډلي مشر اسامه بن لاډن په خپل ورستي غږیز پیغام کې له غربیانو غوښتنه کړي وه چې په افغانستان کې له امریکاېې ځواکونو سره خپلي مرستي ودروي.
بن لاډن په ظاهراْ خپله ډله یو ځل بیا د نړۍ په کچه یو ستره ډله په ګوتو کړه او له بلي خوا یې د هغو عامو اروپایانو اندیښني پر ځاي وبللي چې له خپلو حکومتونو څخه په وار وار له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو غوښتنه کوي .
 خو  افغان حکومت د القاعدې ویره د اندیښني وړ نه بولي .
ولس مشر کرزی د القاعدي ډلی ته په اشاره کې وویل:  د القاعدي ډلې او یو شمیر ګاونډیانو افغانستان سخت ځیانمن کړ او یو مهال یې دلته حکومت کاوه  خوالقاعده به ماتي خوري ٭
القاعد د افغانستان د خلکو او نړیوالو سرتیرو له خوا په تیښته کې ده او القاعده اوس ځان پټوي٭ .
ولس مشر د افغان دولت له مخالفینو سره د  ګاونډیو هیوادونو د مرستي په اړه وویل چې ګاونډیان باید پوه شي چې شرارت ، افراطیت او بنسټ پالنه د نړۍ د هیڅ یو هیوادپه ګټه هم نده او له ترهګرو سره لوبه له یو مار سره د لوبي په څیر ده او که چیرته همدا مار خپل لوری را و ګرځوي هغه کس به هم وچیچي چې پري لوبي کوي.

سرحدی تروریزم:
دواړوه دولتونه پاکستان او افغانستان له ک ونو راهیسي یو پر بل تور لګوي چې ګواکي ترهګر د هغوي په پولو کې پټ دي خو د امریکې دفاع وزیر دواړه سرحدي سیمی د ترهګرو د پټن ځایونو په توګه یادي کړي او زیاته یې کړه چې د ترهګرو مرکزونه باید په همدي سیمو کې ویجاړ شي.
که څه هم د مشرف ادارې په قبایلی سیمو کې اوس څه نا څه  په بنسټ پالو پسي راخیستي ده خو لا هم افغان دولت د اسلام باد هڅو ته د شک په سترګه ګوري .
هسي خو افغان او پاکستاني ولس مشرانو په خپلو ورستیو خبرو کې پریکړه کړي وه چې د یو بل صداقت ته به د شک په سترګه نه ګوري او همدا شان به په یو بل د خیانت تورونه نه لګوي  خو اوس دا ژمنه یو څه ځیانمنه شوي بریښي.
ولس مشر کرزي ترهګر او ترهګریز تکتیکونه  د افغانستان له پولو دباندي زیږنده وبله او زیاته یې کړه چې د هغوي روزن ځایونه او مراکز د افغانستان له پولو ها خوا موجود دي .
که څه هم ښاغلي کرزی د کوم مشخص هیواد نوم وانخیست خو له خبرو یې داسي معلومیده چې ګواکی همدا ترهګر له پاکستان څخه افغانستان ته اځي او دلته په کورنیو او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي .
د امریکې دفاع وزیر رابرټ ګیټس د هغي پوښتني په ځواب کې چې ولي امریکا نه غواړي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګروضد عملیات پیل کړي وویل:؛‏٭‏‏‏ پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندي جګره کې د امریکې یو نژدي او ملګری هیواد دی او هر اقدام چې کیږي باید د پاکستان د دولت په مشوره وي .