په ننګرهار کې نه ، شمال کې دې پانګه واچول شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15620
عبدالمعيد هاشمي
دخبریدو نیټه : 2007-12-06

پژواک خبري اژانس
د اوبو او برېښنا وزارت غواړي چې له ننګرهار ولايت څخه د يو ميليارد ډالرو پانګه  کوم شمالي ولايت ته انتقال کړي .
دغه څرګندونې په ختيځو ولايتونوکې د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر ديپلوم انجينر محمد قاسم يوسفي د يندۍ په ١٥مه، په جلال اباد کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې .
هغه زياته کړه چې له تېر يوکال راهيسې ددوى مرکز هلې ځلې کولې، چې په ختيځو ولايتونو کې د برېښنا ستونزه د خصوصي سکتور له لارې هواره کړي .
د يوسفي په وينا، په همدې هلو ځلو کې دوى په سعودي عربستان  کې مېشت يو تن افغاني الاصل عرب  حاجي نوراجان چې د پکتيا ولايت اوسېدونکى دى، پيدا کړ او هغه دې ته چمتو شو، چې په ننګرهار ولايت کې د برېښناپه برخه کې يو ميليارد ډالره پانګه واچوي .
ده وويل چې ددې پانګې له لارې د کامې پر سيند د برېښنا بند جوړول او په جلال اباد کې د حرارتي برېښنا يوه دستګاه فعالېده .
يوسفي زياته کړه : (( په لومړي سر کې د اوبو او برېښنا وزارت له موږ او له پانګه اچوونکي سره دغه پروژه ومنله او موږ پرې دسروې کار پيل کړ . ))
د هغه په وينا، يوې روسي کمپنۍ د کامې بند سروې او ويې ويل چې له دغه بند څخه به ٤٥ ميګاواټه برېښنا توليد شي، خو دى وايي چې بلې چينايي کمپنۍ له همدې بند څخه  د ١٢٠ م يګاواټه   برېښنا دتوليد  خبره وکړه .
دغه راز ده وويل چې په جلال اباد ښار کې له  حرارتي دستګاه څ خه هم ٤٧ ميګاواټه برېښنا توليدېداى شوه .
د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر وويل چې ياد شوي پانګوال غوښتل د س وې کارونه په دوو مياشتو کې بشپړ او يادې شوې پروژې په يو نيم کال کې پلې کړي .
انجينر يوسفي وايي چې دسروې له ب پړېدو وروسته  کله چې دوى بيا وزارت ته مراجعه وکړه، نود وزارت مرستيال انجينر محمد صديق ايشان له دې پروژې او پانګه اچولو سره مخالفت وښود .
ده زياته کړه : (( ايشان هسې بهانې لټولې او ويل يې چې دوى د ننګرهار لپاره د ب ېښنا په برخه کې کومه پاليسي نه لري . ))
يوسفي دا هم وويل چې د اوبو او برېښنا ياد شوي مرستيال ورته ويلي وو، چې که دغه پروژه د هېواد شمالي سيمو ته انتقال شي نو بيا عملي کېداى شي .
انجينر محمد  صديق ايشان په دې اړه د پژواک اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دى له دې مسئلې څخه خبر نه دى او که داسې کومه خبره وي، نو دننګرهار و ايت دې دمقرراتو له مخې وزارت ته عريضه وکړي .
خو  انجينر يوسفي  د هغه خبرې پرې او ايشان ته يې وويل چې تا د ننګرهار ولايت له پلاويوسره په دوو ليدنو کې له دغې پروژې سره مخالفت وښود او د کابل شمال ګلدرې يا بل کوم شم الي ولايت ته  دې  دهغې د ليږد خبره وکړه .
يوسفي زياته کړه : (( ايشان راته وويل چې موږ ننګرهار لپاره مق ره نه لرو. ))
خو انجينر ايشان وايي چې دا ډول پروژې ډېر کار او تيارى غواړي، ددې لپاره له مخکې څخه د IPP په نامه کار کېږي خو ده وويل چې دوى د ننګرهار لپاره IPP نه لري .
د ننګرهار د والي وياند نور آغا ځواک ديادې شوې ستونزې د تاييد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه  دننګرهار ولايت شاوخوا ٢٠٠ تنو سوداګرو له والي ګل غاشيرزي سره وليدل .
هغه زياته کړه چې ملي سوداګرو والي ته دهمدې مسئلې په اړه شکايت وکړ او زياته يې کړه چې د وزارت چارواکي له ننګرهار سره د مور ميرې سلوک کوي .
نوموړي داهم وويل چې ياد شوي سوداګر څو مياشتې له والي ګل آغا شيرزي سره د يادې شوې پانګې اچونې په اړه مراحل طى کړي وو .
ځواک زياته کړه : (( والي کارونه خلاص کړي وو، خووزارت هغه مهال هم ويلي وو،  چې دغه کار بايد په شمالي ولايتونو کې پلى شي .))
ده وويل، والي نن له سوداګ و سره خپله غونډه کې ژمنه وکړه، چې په نږدې ورځو کې به د سوداګرو په ګډون له ولسمشر حامد کرزي سره ګوري  او دننګرهار د حقه حقوقو د ترلاسه کولو په موخه به ورسره خبرې کوي .
د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر انجينر يوسفي وويل چې که د يادې شوې پانګه اچونې له لارې په ننګرهار کې د برېښنا پروژې پلي شي نو د ټولو ختيځو ولايتونو د برېښنا ستونزه  به هواره شي .