د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي په منظور سیمینار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16224
نظیف الرحمن سرشار
دخبریدو نیټه : 2008-01-20

د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي  په منظور سیمینار
د روان کال د جنوري په ۱۹ مه نېټه په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې په نوښت د نشه يي توکو د استعمال د مخنیوي په منظور یو سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د اوسلو او شاوخوا سیمو  مېشتو افغاني کورنیو ګډون کړی وو.  د سیمینار د ویاندۍ چارې د ښاغلي انجنیر ممحمد حنیف سعدول له خوا پر مخ بیول کېدې.
د سمینار په پېل کې د ټولنې مشر  نظیف الرحمن سرشار  ګډونکونو ته ښه راغلاست او هر کلی ووایه. بیا په سیمینار کې د اوسلو د ستوونر د برخې د پولیسو استازي د نشته يي توکو د زیانونو او ددې توکو د استعمال د مخنیوي په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل. ورپسې د پروګرام سره سم د اوسلو د ښار دستوونر د برخې د ځوانانو سره د کار کولو د چارو مسؤلې د خپل کار او فغالیت په هکله معلومات ورکړل. همداراز په سیمینار کې ارواه پوه ډاکتر بابا جان ګټور مطالب بیان کړل. د پروګرام په پاتې برخه کې الحاج محمد نادر سرشار د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د نشه يي توکو د استعمال د حراموالي په هکله خبرې وکړې.  ورپسې د ننګرهار د پوهنتون پخواني استا‌‌ذ، وارث خان د ځوانانو په منځ کې د نشه يي توکو د رواجېدلو د مخنیوي لارې چارې بیان کړې.
د سیمینار په پای کې ګډونکونکو په هغه ماښامنۍ کې ګډون وکړ چې په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې له خوا برابره شوې وه