د استاد الفت ددېرشم تلین څخه په لغمان کې درناوي شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16379
سمسورخان ظفرزی
دخبریدو نیټه : 2008-01-29

د هیواد د لیکوال شاعر او سیاست پوه استاد ګل پاچا الفت د مړیني د دیرشم تلین په درناوي د یکشنبې په ورځ د۱۳۸۶کال دسلواغې په اوومه د لغمان په ولایت کي د ګڼ شمیر فرهنګیانوپه ګډون یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه په دي غونډه د لغمان والي الحاج محمدګلاب م نګل د استاد ګل پاچا الفت د کارنامو په باب خبري وکړي . وروسته پوهنمل غلام نبي فراهي د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستیال د استاد ګل پاچا الفت روښانه کارنامو ته د اشاري په ترڅ کي استاد ګل پاچا الفت د افغان ملت ویاړ او وروسته د کابل والی حاجی دین محمد خان استاد الفت د ختیځ ستوری وباله . بیا د مشرانو جرګي د رییس پروفیسر حض ت صبغت الله مجددي پیغام ولوستل شو . په دي غونډه کي وړاندیز ؤ شو چي د لغمان جلال آباد په سړک باندي یوه د وازه جوړه شي او د استاذ ګل پاچا الفت په نامه دي ونومول شي . او دغه راز د سرخکانو ښار ګوټي د ده په نامه ونوم ول شي . د غونډي په پاي کي د لغمان ، کونړ او ننګرهار والیانو د استاد ګل پاچا الفت په درناوي د ده په مزار کي چي د ده پلرني کلي ته نږدي پروت دي یادګاري نیالګي کیښودل .