لکه څه رنګه چې ټاکل شوې وه د روانې
مياشتې په اوومه نيټه د لوی مفکر ، عارف او نامتو ليکوال ارواښاد استاد ګل پاچا الفت دېرشم ت
ين د اروا ښاد قبر ته څېرمه د الفت په علي لېسه کې د يوې ډېرې لوې او درنې غونډې په ترڅ ونمانځل شو٠
د غونډې
پرانسته له دود سره سم د مبارکو قراني اياتو سره وشوه٠ ورپسې د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کولتور ځوان
مشر او ليکوال د نوموړې غونډې موخه او اجنډا برخه والو ته څرګنده او راغليو درنو ملمنو ته يې هر
کلی ووايه ٠ بيا د وياند له خوا د لغمان ولايت ښاغلي والي ګلاب منګل ته بلنه ورکړل شوه چې د ښاغلي هېواد مشر
کرزي پيغام ولولي د ښاغلي کرزي د پيغام په يوه برخه کې راغلي و چې الفت د انساني او بشري حقوقو لوی مدافع و،د
ښاغلي کرزي تر پيغامه وروسته يو ډېر شمېر پيغامونه ، چې د لرې پښتونخوا د يوشمېر ادبي ټولنو تر څنګ د پاکستان د
ملي عوامي نشنل پارټۍ او د جمعيت علماۀ ګوند هم خپل پيغامونه را استولي وو واورول شول ٠ تر پيغامو وروسته ،
ومړی، ليکوال او سياسي چارواکي د کابل والي ښاغلي دين محمد د استاد الفت پر شخصيت ډېرې خبرې وکړې، او د
الفت په ليکنو کې يې د چاپړوسۍ پر موضوع په زړه پورې وينا واوروله٠بيا د کونړ والي، خپله نيمه ادبي او سياسي
وينا وکړه ، ورپسې د ننګرهار پوهنتون مشر خپله احساساتي وينا واوروله،تر دوی وروسته ځوان ليکوال
اجمل اټک يوسفزي د استاد الفت پر اخلاقياتو او سياسي تقوا لنډې خبرې وکړې، بيا د لغمان ولايت د ښځو د چارو مشرې
نډه وينا وکړه، بيا ښاغلي او منلی استاد صميم دريځ ته را وبلل شو او خپله هر اړخيزه وينا يې واوروله٠
تر استاد وروسته ، د ننګرهار پوهنتون استاد ښاغلي داکتر زېور ليکلې وينا واوروله شوه ٠ بيا وتلي څېړونکي ښاغ
ي بختاني خپله ليکلې مقا له واوروله، پاتې دې نه وي چې د غونډې په ترڅ کې يو شمېر شعرونه هم زمزمه شول د غونډې په
پای کې د دانش خپرندويه ټولنې له خوا د الفت د دېرشم تلين په وياړ يو ډېر شمېر نوي چاپ شوي کتابونه هم ووېشل شول٠
د غونډې په وروستيو شيبو کې ټول برخه وال د استاد الفت مزار ته ولاړل او د يو شمېر مشرانو له خوا د مزار په
انګړ کې نيالګي وکرل شول او بيا ټول برخه وال دکولتور رياست له خوا تيارې کړې شوې ډوډۍ ته وبلل شول٠
هېره دې نه وي چې يو شمېر ستاينليکونه هم ځينو ښاغليو ته د لغمان ولايت له خوا ورکړل شول ،بله دا چې
يو ګڼ شمېر ښځمنو هم په نوموړې غونډه کې برخه اخيستې وه٠