په مورنۍ ژبه زده کړه دهرچاحق ده ديوورځني علمي غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16757

دخبریدو نیټه : 2008-02-19

په مورنۍ ژبه زده کړه دهرچا حق ده ديوورځني علمي سيمينار پريکړه ليک

جلال اباد                              & nbsp;                 سې شنبه د١٣٨٦دسلواغې٣٠مه

داساسي قانون دح کمونو سره سم په مورنۍ ژبه زده کړه دهر افغان حق دې او هيڅو ک نشي کولاې چې دا حق له افغانانو وتروړي .تاريخ ښودلې چې هغه ژبه دپرمختګ لوړو پوړونو ته رسيږي چې ويل او ليکل پرې وشي ملګرو ملتونو هم په نړۍ کې دژبو دلاپرمختګ لپا ه روان (٢٠٠٨) زيږديز کال دژبو دکال په نوم نومولى دى مونږ ددې سيمينار ګډونوال په يوغږ دلاندې ټکو غوښتنه کوو.
١-داساسي قانون دحکمونو سره سم دې دپلازمينې کابل په ګډون دهيواد په ټولو سيموکې په مورنۍ ژبه دزده کړو اسانتياوې برابرې کړاې شي.
٢-دافغان دولت نه په ټينګه غواړو چې خپل ټول مامورين درسمي ژبو زده کړې ته اړ کړي او همدارنګه  په لوړو څوکيو هغه څوک ونه ګوماري چې دهيواد په رسمي ژبو ليک لوست او خبرې ونکړاې شي.
٣-ددولت نه په ټينګه غواړو چې داساسي قانون د(١٦) مادې په پام کې نيولو سره دې پښتودرسمي ژبې په توګه ددفتر ژبه کړي.
٤-د وړو زده کړو له وزارت نه غوښتنه کوو چې په پلازمينه کې دې دلوړوزده کړو په موسسو  کې دې دزده کړې چارې په دواړو رسمي ژبو برابرې کړي.
٥-دملګرو ملتونو دسازمان او بشري حقونو دکميسون نه غواړو چې دخپلې ژمنې سره سم دې دژبو ودې او پرمختګ په پام کې نيولو سره افغان دولت په اساسي قانون کې کړو ژمنو پلي کولو ته اړباسي.
٦-افغان حکومت دې دملي ترمينالوژۍ دخونديتوب اوپاللو په برخه کې جدي اقدام وکړي .
٧-څوک چې دملي ترمينالوژۍ دپلي کولو غږ پورته کوي موږ يې پوره ملاتړي يو.
٨-هغه څوک چې دملي ترمينالوژۍ په خلاف قدم پورته کوي موږ ټول يې غندو او په کلکه و سره مخالفت کوو.

دختيزي سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه.
دننګرهار ولايت دکلتوري ټولنو ګډه جرګه