دروان کال د کب دوهمه ( د فب
وري ۲۱ مه ) چې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ وه په کابل ښار ( د لويې جرګې په تاريخي خيمه ) کې په خورا شانداره توګه ولم
انځل شوه ، دغه غونډه په وروستيو څو کلونو کې يوازېنۍ ولسي غونډه وه ، چې په زرګونو تنه افغانانو په کې ګډون
وکړی و . په داسې حال کې ، چې دکابل سړه سيلۍ چليده او واوره اوريده له کابل ښار ،ولسواليو ،اوآن ولايتونو څ
خه جوپې جوپې خلک راروان وو ، د لويې جرګې خيمه ،چې تر پينځوزروکسانوهم په کې ځاييږي د غونډې د پيل په شيبو
کې ډکه شوه . عجيبه خوداده ، چې په غونډه کې نه ميلمستيا وه اونه هم د څوکيو او پيسو وېش ، خو عام خلک ورته په
ډيره بيړه را روان وو ، يو اتيا کلن سپين ږيری ، چې پټو يې واورولوند کړی و ، ځوانو ميلمه پالو لومړي کتار ته
اوست يوازې تر دوه سوو زياتو داوطلبو زلميانو د غونډې نظم او ميلمه پالنه کوله .
لومړۍ غونډه وه ، چې هر چا يې
د برياليتوب لپاره هڅه کوله پرته له دې چې د تنخوا ، حق الزحمې يا حتی د يوې مننې په تمه وي . خيمه په ښکليو
عارونو ، باندې رنګينه شوې وه ، د کابينې وزيران ، معينان د ملي شورا ګڼ وکيلان ، د خلکواستازي ، قومي مشران ،
سپين ږيري ، ديني عالمان ، د پوهنتون استادان ، ښوونکي ، محصلان او عام خلک په خيمه کې راغونډشول هر چاخپل ځای
بل هېواد وال ته لوراوه ، داسې شيبه هم راغلله ،چې په خيمه کې د ناستې ځای نه وو پاتې او خلک د څوکيو د
کتارونو شاته ودريدل ، مخامخ ليکل شوي وو :
د ژبونړيوال کال - د مورنۍ ژبې نړيواله و ځ
افغانستان دغه کال او دغه ورځ د:
( په مورنۍ ژبه زده کړې د هر چا حق دی ! )
تر سرليک لاندې لم
انځي .
دخيمې ديوالونو پر پښتو ، دري ، ازبکی ، نورستاني ، بلوچي ، ترکمني ، پشه يي او نور شعارونه
ګيدلي وو ، يونسکو اود افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مانيزه اړخه دهغو فرهنګي – ملي ټولنو ملا و
تړلې وه ، چې ددغې غونډې دجوړيدو همت يې کړی و . اصلا د افغانستان خلکو له دوه درې کلونو راهيسې په مورنۍ ژبه دزده
کړې مسأله د اسلام دسپېڅلي دين ، اساسي قانون او بشري حقونو د اصولو له مخې مطرح کړې وه ، خو سږ کال د ټول
افغانستان خلکو دغه حق د ولسي غوښتنې په توګه مطرح کړ او دولت يې تأمين ته وهڅاوه .
دماسپښين له دوو بجو څخه
څه وخت اوښتی و ، چې غونډه پيل شوه د کلام الله مجيد د آيتونو خوږ غږ دخيمې فضا رنګينه کړه او دغونډې دبرکت زېری
يې راوړ ، بيا ملي سرود وغږول شو په زرګونه کسان ودريدل او دغونډې عظمت يې وښوده ،لومړی ويناوال دهېواد د
پوهنې وزير و ، ده وويل :
« خوشاله يم ، چې دومره لويه اوباعظمته غونډه وينم » ده په خپلو خبرو کې د
دومره لويې غونډې دجوړيدو په اړه خپله خوشالي او حيرانتيا وښوده او ويې ويل :
« په مورنۍ ژبه زده کړه
دهر چا حق دی او موږ مکلف يو داحق تأمين کړو . که هر څوک وغواړي پښتنو او حتی ازبکو ، بلوڅو او نورو ته ددغه
حق د ورکولو مسأله په جنجال بدله کړي ، موږ ددغو جنجالونو پروا نه کوو . موږ په دې پوهيږو ، چې دا يوه ح
ياتي مسأله ده او هر څومره ستونزې چې ولري ، بايد حل يې کړو ، ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې داسې وعدې ورکړې ،
چې ناست زرګونه کسان ټول ډاډه شول ، چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه به هرومرو تأمينيږي . د ښاغلي وزير ټول ټينګار
پر زده کړه اوهغه هم په مورنۍ ژبه و ، چې د غونډې اصلي موضوع هم همداوه ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال
ښاغلي غلام نبي فراهي وينا وکړه او د پوهني وزير له وعدو يې خوشالي څرګنده کړه ويې ويل : « دده وزارت به د پوهنې
د وزارت کلک ملګری او ملاتړ وي ، چې وکړای شي په مورنۍ ژبه د زده کړې له حقه محروم ولس ته دغه حق تأمين کړي . »
بيا د لوړو زده کړو اداري مرستيال استاد محمد صابر خوېشکي وينا وکړه اوکلکه وعده يې ورکړه ،چې د لوړو زده
کړو وزارت به د ښوونکيو په روزلو ، د تعليمې نصاب په بشپړولو او پوهنتونونو کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د ش
ايطو په مساعدولو سره ددغه ملي بهير ملګرتوب وکړي .
بيا د لويې پکتيا قومي مشر او دهېواد ديوه منلي سپين ږي
ي ښاغلي ميراجان سحيقي خبرې وکړې او د ولس په استازيتوب يې ګيله وکړه ، چې د پوهنې وزارت وعدې لا تراوسه يوازې
وعدې پاتې شوي او لا هم ميليونونه پښتانه په مورنۍ ژبه له زده کړو محروم دي . او که دا وعدې عملي نه شي هغه ولس ،
چې نن يې زرګونه استازي په دې خيمه کې راغونډشوي دخپل حق دغوښتلو لپاره راپاڅيږي ، د ښاغلي سحيقي وينا د
اسونو په پړکولو داسې بدرګه شوه ، چې د لويې جرګې خيمه يې هم ولړزوله .
تر سحيقي صاحب وروسته د ولسي جرګې
استازې محققې ساهر ه شريف په ښوونه او روزنه کې د مورنۍ ژبې داهميت په اړه خپله علمي مقاله واوروله تردې وروسته د
افغانستان د ترک توکمو په استازېتوب د مدني بنسټونو د همغږۍ شورا مشر اسدالله ولوالجي او ورپسې د ملي شورا
استازيو ، اوه کلن نابغه احمد سعيد ، د الفتحې لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې ښکلا ځدراڼ او نورو ګډونوالو ويناوي
وکړې ، د غونډې پريکړه ليک د پياوړي ليکوال استاد محمد آصف صميم له خوا ولوستل شو اوغونډه د مازيګر د لمانځه پر
مهال پای ته ورسيده ، په غونډه کې ترانې او تمثيلي پارچو هم ځای درلوده . د يونسکو پيغام ،جي ټي ار موسسې
پيغام اونورو پيغامونو د غونډې يوه برخه جوړوله ،چې تفصيل به يې بل ځای راشي .
زه غواړم دهمداسې غونډې په اړه د
بي بي سي رسنۍ په ويب سايټ کې د سعيد حقيقي هغه تحريف شوی او درواغجن راپور ته کتنه وکړم ، چې يو ځل بيا يې د بي
بي سي پوزه ورپرې کړه ، بي بي سي په ښکاره د انګلستان د سياسي عقدو په تربيون بدله شوې ده اود ايرانپلوې فارسي څ
انګې د فاشېستي عقدو د پرانيستلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده . بي بي سي چې خپل راپور « تجليل از روز جهاني زبان
ها ی مادري در کابل » تر سرليک لاندې خپور کړی او خپلې خوسا او بدبويه عقدې يې په کې ارږمی کړي دي .سعيد حقيقي د م
ېز تر شا ناست دی او خيالي ګزارش يې جوړ کړی دی . له دغې غونډې څخه د يادولو په بهانه يې د خرم او ملي مصطلحاتو
کيسه بيا رااخېستې او ټول بحث يې په هماغه پېښه کړی دی . ده له اتمر څخه يو غلط او سرچپه نقل قول داسې رااخېستی :
« حنيف اتمر وزير معارف افغانستان ، سخن گفتن به زبان مادري را حق تمام شهروندان افغان خواند و گفت دولت وظيفه
دارد اين حق را برای همه اتباع افغانستان تأمين کند . »
دروغجن او تحريفګر سعيد حقيقي دې د غونډې ټول جريان
بيا وګوري که داسې جمله ِيې دښاغلي اتمر په خبرو کې ومونده بيا دې خپره کړي ، د ښاغلي اتمر خبرې پر ( حق سخن
گفتن ) نه بلکې پر ( حق آموزش به زبان مادری ) وې ، ده وويل چې هر څوک حق لري په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي . سعيد حقيقي
په خپل راپور کې 21 ځايه د ژورناليزم له اصولو څخه انحراف کړی او 6 ځايه يې تحريف کړی چې د دغو کرښو ليکوال به په
يوه مفصله ليکنه کې هغه وشماري او ډېر ژر به يې خپره کړي .
بي بي سي د اسدالله ولوالجي خبرې هم سرچپه او ناسمې
ااخېستي دي . دښاغلي ولوالجي په خبرو کې په ښکاره دې ته اشاره شوې وه ، چې پر ازبکو ، ترکمنو ، بلوڅو او نورو
باندې جبراً دري زده کړې تحميليږي ، ده د خپلو خبرو د استناد لپاره ازبکي متل ياد کړچې :
« تا که ازبک تاجک م
يشه ، تاجک ملا ميشه .»
ولوالجي وويل دی نه غواړي ووايي ، چې دري پردوی باندې بوج ده خو دولتونو دوی ته په مو
نۍ ژبه د زده کړې د حق په تامين کې هڅه نه ده کړې .
سعيد حقيقي له ولوالجي څخه داسې نقل قول کړی دی :
« ملت
افغانستان نه خود حرکتی به طرف پېشرفت زبان خود کرده ونه دولتهايی که دراين کشور ايجاد شده به خاطر رشد اين
زبان ( فارسی دری ) قدمی برداشته اند . »
زه په غونډه کې ټوله حاضره مېډيا ننګوم ، که ښاغلي ولوالجي دغه خبره
کړې وه زه او که نه سعيدحقيقي بايد محاکمه شي . موږ وينو ، چې په ښکاره بڼه د بي بي سي راډيو د ژورناليزم اصول م
اتوي او په افغانستان کې د تفرقه اچوونکو مسايلو په سنګر بدليږي .که د بي بي سي راډيو دخپل دغه راپور سپيناوی
ونه کړي نو ډېر ژر به يې پر ضد لاريونونه او ولسي احتجاج راپاڅيږي او که بيا په کابل کې د دوی هر راپور په
افغانستان کې دروغ او تحريف ګڼل کېده نو مسؤليت به يې پردوی وي .
افغانان هر څه زغمي خو تفرقه ، فساد او له کلتو
ي رنګارنګۍ څخه غلطه استفاده نه شي زغملای .
په نړۍ کې ټولو افغانانو ته له همدې ليکنې څخه خطاب کوو ، چې د بي بي
سي جالپاڼې ( وېب سايټ ) له نا اعلام شوې جګړې څخه چې د افغانيت او پښتنو پر ضد يې پيل کړې ده خبر شي او اعتماد پرې
ونه کړي . دغه ياد شوی راپور کاملاً دروغ دی او د غوڼدې جوړوونکې جرګه ګۍ يې په کلکه غندي . دغه غونډه ددانشګاه
ويونکو ايراني پلوه ورانکارو په دفاع کې نه ، بلکې په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق د تأمين لپاره وه .