دوسله والو طالبانو دكمزورۍ يوه بله نښه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16839

دخبریدو نیټه : 2008-02-25

نن دانټرنيټ په سايټونو كې اګرځيدم چې دطالب ټلوالي په ويب پاڼه كې مي يوه ډېره نادره سرليك وليدۍ (( په افغانستان كې دټليفونوپه اړه داس امي امارت اعلاميه ))

كله چې مي تردغه سرليك لاندي ليكنه ولوستل نو په رشتيا دوسله والو طالبانو كمزوري راته ښكاره شول  طالبانو په خپله ليكنه كې په افغانستان كې ټليفوني شبكوته اختاروركړي ؤ چې بايد دمازيګر له ۵ بجو څ خه دسهار تر۷ بجو پوري   ټليفوني شبكې بندي شي كه نه بيايي ګيله له ځان څخه ده ددغه خبري لامل يي داښودلي ؤ چې ګواكي په افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه موږ دټليفونونو له لاري  مومي اوبيامووژني .

وروسته له دي مي ژر دغه پوښتنه په زړه كې راوګرځيدل نو ټليفون خو دخلكو لپاره دي كله چې يوڅوك ويره ورڅخه لري بايد خپل ټيلفون بند كړي .

په هرحال وسله وال طالبان غواړي چې دسوداګريزو تاسياتو  څخه سياسي ګټه پورته كړي اوزما په نظر دغه له افغان ولس سره يوه غټه ناځواني ده  څوك چې ويريږي په كوركې دي كښيني اوكه جګړه كوي خپله جګړه دي كوي دخلكو دګټو مخنيوى دي نه كوي .

نن ورځ ټول خلك وټليفون ته اړتيا لري نوداكه يوه ورځ يوه ډله دخپلو شخصي ګټو په خاطر ورته زيان اړوي اوبله ورځ بله زه فكر كوم چې دولس په سترګو كې خاورې اچول دي .

نن مي دخپل ولايت په ښاركې دډېروخلكو له خولې دطالبانو ددغه ګواښ په اړه بيلابيلي خبري واوريدې ځينو ويل چې حكومت خوناكه نه وايي چې طالبان دپرمختګ دښمنان دي  په رشتيا هم كه دغه كار وكړي نوداخوله خلكو سره غټه دښمني ده .

زه هم وايم چې طالبان كه رشتيا هم زوره ور وي نو خپل زور دي وكاروي په دغسي كمزورو كارونوسره دي خپل ځانونه دخلكو ترسترګو بد نه ښيي  .

كه چيري طالبان له خپل دغي پريكړي څخه نه اوړي نو په رشتيا هم دوي ډير كمزوري دي او  دكړيدلو افغانانو ګټي ترخپلو ګټو قربانوي  ، دوي دي مهرباني وكړي له پنځو بجو څخه دي خپل ټليفونه دسهار تراو بجو پوري بندوي اوټول خلك دي دټليفون له نعمت څخه نه بې برخي كوي .

زه فكر كوم كه طالبان دغه دښم ني له افغانانو سره كوي نو بياهغه خبر ه دروغ نده چې وايي طالبان دسولي ، پرمختګ اوخلكو دښمنان دي .

                              &n bsp;                                ;                               &n bsp;                                ;              

 

                              & nbsp;                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;             محمدشاه باركزى