ډېر څه جوړولاى شم، څوك راته پام نه كوي (مرکه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16864
مركه كونكى بريالى جهش
دخبریدو نیټه : 2008-02-26


د ګنج اونيزې د هيواد له تكړه پنځونكي (مخترع) انجنير محمد حنيف مولوي زاده سره مركه كړې، چې دلته يې هم د ساينس او تكنالوژۍ  د مينه والو د لوستلو، د سوداګرو او دولتي چارواكو د پام انجينر محمدحنيف د كابل د ميربچه كوټ ولسوالۍ د زيمې سيمې اوسېدونكى دى، خپلې زده كړې يې د الكترونيك په برخه كې د ايران په يوه پوهنتون كې ترسره كړي  دي، د الكترونيك په برخه كې زياتې لاسته راوړنې لري او هم په څو پنځونو(اختراع ګانو) بريالى شوى دى. ده په دې وروستيو كې د زړو پرزو په مرسته يوه جالبه دستګاه جوړه كړې چې كولى شي كورونه، موټرونه او هټۍ د غلو له شره وساتي او غلا ته په هيواد كې پاى و كړي.


خبريال: لومړۍ اختراع مو څه وه؟
مولوي زاده: لومړۍ اختراع مې په ننګرهار كې د يو داسې كوچني موټر جوړول و چې د دوو ماشومانو د لېږد وس يې درلود او زما په غږ سره به چالانېده او حركت به يې كاوه،ګلېده به، عكاسي به يې كوله او په يوه مصنوعي وسله به يې انداخت كاوه. دې موټر زما له غږ پرته د بل چا په غږ فعاليت نه كاوه او د خپل غږيز سيستم په واسطه به يې د رد ځواب وركاوه. په دې موټر كې يوه ار_ايف ويديويي كمره نصب وه چې تر 500 مترو پورې به يې خپل تصوير مركز ته استوه او په سكرين به ښودل كېده. چې د دغه كشف له امله ښاغلي صبغت الله مجددي په يوې ت ديرنامې او څه مكافاتو ونازولم.  له دې موټر څخه ويډيويي تصويرونه د ننګرهار راډيو تلويزيون ارشيف ته استول شوي وو.

خبريال: نورې پنځونې(اختراع ګانې) مو څه وې؟
مولوي زاده: دوهمه پنځونه يا اختراع مې په لوړ طاقت سره د يوه برېښنايي توربين جوړول اوكشفول و، چې  اته سوه كورونو ته يې برېښنا چمتو كولى شوه او دا كار مې د خوږياڼيو ولسوالۍ په زاوه سيمه كې كړى و. د دغه توربين كار اوس د مالي  ستونزو له امله درېدلى دى.
بله پنځونه(اختراع) مې  يو راډيويي ټرانسميټر و، ما دغه راډيويي ټرانسميټر په 1371 كال كې له زړو پرزو څخه  جوړ كړ. هغه مهال  ما  له قوماندان صيب  زمان سره  كار كاوه، هغه وخت په  دغه راډيويي ټرانسميټر كې د ننګرهار ازمايشي راډيو په نوم خپرونې كېدې، په لومړيو كې  په دې ټرانسميټر خپله د قوماندان زمان په شمول څوك پرې  خبر نه وو، خو كله چې زمان پرې خبر شو پنځه مسلكي كسان يې ورته راوستل او خپرونې يې د تكړه ژورناليست اسدالله سرسايي وال په مشرۍ  پراخې كړې، خو لږ وخت وروسته  راډيو د مالي  ستونزو او مسوولينو ترمنځ د نفاق  له كبله خپل نشرات ودرول.
څلورمه پنځونه مې د طالبانو پر مهال  دا وه چې د يوه ټايمر نه په استفادې سره مې د يوه موټر دروازه او د چالانولو سيستم داسې عيار كړل چې د يو خاص كس له خوا د يو خاص نوم په اخيستو سره د موټر دروازه پرانستل كېده او تړل كېده او هم موټرچالانېده او ګلېده. د دې اختراع له لاسه په ډېر كړاو كې هم وم، ځكه دغه موټر مې په هلمند كې جوړ كړى و، طالبانو به پرې شرطونه تړلي ول، راتلل به او له مانه به يې د دې موټر پوښتنه كوله، دا موټر له ما سره نه وه او په يوه جګپوړي چارواكي پورې يې اړه درلوده.
پنځمه اختراع مې د يوې كايټ الوتكې جوړول و. د دغې الوتكې طرحه  چې كله جوړه شوه، نو د ده له پاره ما له چارواكو د يوه زيات طاقت ل ونكي ماشين  غوښتنه وكړه چې بايد له بهر څخه وارد شوى واى، خو چارواكو په دې كار كې راسره مرسته ونه كړه او مجبور شوم چې د دغه كار له پاره د جنراتور له انجن څخه كار واخلم. كله چې انجن په الوتكه كې ولګول شو، طاقت يې كم وه، سرعت يې تر 98 ميله في ساعت پورې رسېده چې په دې سره الوتكې كولى شول يوازې خپل سر پورته كړي، خو هوا ته  ا وتلى نه شوه. بيا مې دغه الوتكه داسې عياره كړه چې له چلونكي پرته په ريموټ سره حركت وكړي، خو بيا هم الوتكه پورته نه شوه، ځكه دغه الوتكه د يو هوايي څرخ او عكس العمل قوې په ذريعه حركت كاوه او په زيات سرعت  سره څ خېدونكي ماشين ته يې اړتيا درلوده، چې هيڅكله ورته خريداري نه شو.
شپږمه پنځونه مې د موټر څارنې د يوې دستګاه جوړول ول، چې دغه دستګاه له مختلفو پرزو او سركېټونو څخه جوړه وه. دې دستګاه كولى شول كه يو بېګانه  څوك موټر ته نږدې كېده، نو د يو ريموټ په ذريعه د موټر خاوند ته خبر وركړي او هم د ريموټ په واسطه په موټر كې د ځاى پر ځاى وي بېز له لارې نږدې كېدونكي ته خبردارى وركړي چې موټر ته دې نه نږدې كېږي او يا چغې ووهي چې هله غل دى مرسته راسره وكړئ او يا له پوليسو څخه مرسته وغواړي. سربېره پر دې  دغې دستګاه كولى شول چې د موټر د بطرۍ په مرسته په موټر كې په  جګ ولټاژ نږدې 6000 ولټه  يو برېښنايي سركېټ رامنځته او د موټر له سرقت څخه مخنيوى وكړي. ځكه په موټر كې برېښنايي سركېټ سرقت كونكى بېهوشه كاوه.  دغه دستګاه نوره هم مډرن كېداى شوه چې په لړ كې يې دا شوني وه چې غلا وى موټر د ريموټ په واسطه د اوو نه تر نهو كيلو مترو پورې بېرته ومومي. دغه دستګاه ما په نيمروز كې د خپل يوه  دوست حاجي غلام محمد نارويي په غوښتنه جوړه كړه چې د نظامي محكمې څارونوال وه.
ما خپله نوې او تازه اختراع د همدې دستګاه پر بنسټ چمتو كړې، دغه پنځونه يوه وړه امنيتي او ساتونكې دستګاه ده چې له دريو برخو څخه جوړه ده.
 بېز، چې يو ويډيو او اوډيو امپلي پلير دى چې كولى شي غږ او تصوير له كمرې څخه واخلي او په سكرين يې وښيي.  دغه دستګاه په عين وخت كې غږ هم ليږدوي او له دې لارې څارونكى كولى شي مخاطب ته خبردارى وركړي  چې مه راځه او مه رانږدې كيږه، كه نه ډزې به درباندې وشي!، ځكه له دې دستګاه سره كيداى شي چې وسله هم وتړل شي او د يو وټر(څرخونكي) او نښې نيونكي دوربين په ذريعه هدف په نښه او ډزې پرې وشي او هغه له منځه يوړل  شي.
     د دې دستګاه بله برخه يو دوربين دى چې د انفرا ريډ وړانګو په واسطه كار كوي، دغه دوربين د خپلې تر پوښښ لاندې  ساحې تصوير په شپه او ورځ كې په روښانه ډول مركزي دستګاه ته استوي.
بله برخه ريموټ دى چې كولى شي د دستګاه ټول فعاليتونه له نږدې او لرې څخه تشخيص او كنټرول كړي. په دې ريموټ سره تر6 كيلومترو پورې دستګاه دستور اخيستى او صادروى شي. د بېلګې په توګه كه كوم څوك د دستګاه تر پوښښ لاندې څارونكې ساحې(كور) ته ننوزي، د ساحې څارونكى كه سكرين ته نږدې وي نو هر څه په سكرين ګوري او د ريموټ په واسطه بريد كونكي ته خبردارى وركولى او يا ډزې پرې كولى شي، خو كه چېرې د كور خاوند له ساحې څخه لرې او ريموټ يې په جېب كې وي، نو دستګاه د ريموټ په ذريعه څارونكي ته خبر وركوي چې يو څوك د كور په دروازه كې ولاړ دى او يا كور ته اوښتى دى څه ورسره وكړم؟ څارونكى كولى شي د همدې ريموټ په واسطه چې له ځانه سره يې لېږدوي بريد كونكي ته خبردارى وركړي چې كورته مه اوړه، يا بېرته شا ته لاړ شه او يا بېز ته قومانده وركړي چې په نښه يې كړه او ډزې پرې وكړه. په دې سربېره كه چېرې ريموټ ګل او يا يې بطرۍ  بې چارجه وي، يا د فاصلې د لرې والي له امله بېز د څارګر له خوا دستور وانه خيستلي شي، نو دستګاه كولى شي چې له خپل لومړي عمل نه  20 ثانيې وروسته په خپل سر په هدف ډزې وكړي اويا د يو موبايل ټلېفون په واسطه پوليس له پېښې خبر كړي او هم په ټليفون كې پوليس ته خپل ادرس ووايي. دغه دستګاه چې د امنيتي موخو له پاره جوړه شوې په زياتو ب خو كې استفاده ترې كيداى شي. په دې دستګاه سره شونې ده چې د كورونو، دفترونو او ان د پوځي پوستوامنيت له نږدې او ل ې نه   وڅارل  شي. ما همدې ته يوه ورته دستګاه د كورنيو چارو وزارت  جنايي رياست  ته سپارلې او هغوى ته مې ويلې و كه دې راز  دستګاو ته اړتيا ولري نو زه چمتو يم چې په ډېره ارزانه بيه له دې دستګاو نه ورته جوړې كړم. كه څه هم زه د دوى ځواب ته په تمه يم، خو تر اوسه دوى په دې اړه ماته څه نه دي ويلي.

خبريال:د خپلو كشفونو او كارونو په اړه  مو له چا سره اړيكې نيولي او يا مو  كومې ادارې ته خپلې طرحې وړاندې كړې دي؟
مولوي زاده: كه رښتيا ووايم دا چې له تېروچارواكو څخه زيات ستړى او نهيلې شوى يم او بدې خاطرې ترې لرم، نو زړه نه ښه كوم چې له اوسنيو چارواكو سره اړيكې ونيسم او هم فكر نه كوم چې ګوندې مرسته دې وكړي،  خو بيا هم څو م ياشتې مخكې د سرحداتو وزير حاجي كريم براهوي له خوا د كورنيو چارو وزارت ته وپېژندل شوم، خو د دوو مياشتو په لړ كې په دې ونه توانيدم چې له وزير او يا يې له كوم مرستيال سره وګورم، وروسته د ټلېفون په واسطه له ښاغلي حاجي محم دعارف نورزي سره په ارتباط كې شوم او ده راسره زياتې مرستې وكړې او هم يې د كار كولو زمينه راته برابره كړه.  زه له رسنيو څخه هيله من يم چې زما غږ افغان ولس او چارواكو ته ورسوي، ځكه افغانستان ډېر خراب شوى او له بل هر وخت څخه تكړه انجنيرانو او جوړونې ته اړتيا لري، په ما كې د خپل مسلك او هيواد جوړونې مينه او وړتيا شته، ډېر څه جوړولى شم، خو څوك پام راته نه كوي، لكه د برېښنا له ميكرو هايډل توربينونو څخه نيولې بيا تر مډرنو امنيتي څا ونكو دستګاو، چې د ساحو له كنټرول سربېره كولې شي په پوځي پوستو كې د شپږو كيلو مترو په فاصله د انسان له شتون پ ته وجنګيږي او ټولې وسلې لكه سپكه او درنه،  له كلاشينكوف نه نيولې بيا تر توپ او ټانك پورې هدف ته توجيه او فير يې كړي، چې په دې سره موږ په ډېر كم پوځ سره زياته ساحه تر كنټرول لاندې راوستى شو. زه همدا اوس د كرنې وزارت له پاره د بادي توربينونو يوه طرحه لرم چې  د هوا په ډېر كم سرعت زياته انرژي توليد كړي او د اوبو خور له پاره زياته ګته ترې پورته شي او په دې سره له ځمكې  او ټيټو سيندونوڅخه اوبه پورته ځمكو ته ورسېږي.   

خبريال:اوس مهال دولت ته مو مشخص وړانديز او يا له هغه څخه مو غوښتنه څه ده؟
مولوي زاده:  له دولت څخه غواړم چې د الكترونيك او تكنالوژۍ په برخه كې يو تحقيقاتي مركز جوړ كړي تر څو د دغه مركز له لارې زه خپلو تحقي اتو او كشفونو ته ادامه وركړم او هم په دې برخه كې شاګردان وروزم چې زما له مرګ وروسته هم دغه بهير په هيواد كې ادامه پيدا كړي. دغه مركز به څو ګټې ولري يو دا چې د دې مركز په جوړولو سره به مو د لومړي ځل له پاره په هيواد كې د تكنالوژۍ د مركز بنسټ ايښى وي او هم به ددې مركز له لارې تكنالوژي هيواد ته را لېږدولې او پېژندلې وي.

خبريال: په دغه مركز به څومره لګښت راشي او هم ستاسې په دې وروستۍ دستګاه څومره لګښت راغلى دى.
مولوي زاده: د څېړنيز مركز په جوړونه له دوه مليونو افغانيو زيات لګښت نه راځي او زما په وروستۍ دستګاه ايله كه شل زره افغانۍ لګښت راغلى وي، ځكه ما دغه دستګاه له زړو پرځو څخه جوړه كړې ده او دا چې پرزو پسې لرې ځايونو ته ورغلى يم او د موټرو په كرايه زياتې پيسې را څخه تللي دي، نو ګرانه راته پرېوتې ده، كه چېرې د كرايې پيسې تر ې لرې شي نو خپله پر دستګاه به درې زره افغانۍ لګېدلې وي او كه چېرته په يو څېړنيز مركز كې د دغې دستګاه منظم توليد پيل شي نو له دې څخه هم كم لګښت به پرې راشي. ما دغه دستګاه د شپږو مياشتو تجربو په لړ كې جوړه كړه، خو كه چېري په يوه تحقيقاتي مركز كې يې توليد پيلېږي نو په ډېرو ساده امكاناتو سره يو كس كولى شي چې له دې نه د ورځې څو دستګاوې جوړې كړي. زما موخه يوازې د دې دستګاه توليد نه دى، دا خو يوه كوچنۍ ازمايشي دستګاه ده چې يوازې په هټيو، كورونو او دفترونو كې په كارېدى شي او په يوه وخت كې تر څلورو ساحو د كنټرول وړتيا لري، بلكې زه غواړم چې د دې دستګاه له مخې د هيواد په كچه يو امنيتي څارونكى سيستم رامنځته كړم، دغه كار كه د يوې بهرني كمپنۍ پر ځاى د يوه كورني وګړي او كمپنۍ له خوا تر سره كيږي، نو لګښت به يې په مليونونو ځله له دې كم وي چې  دغه كار دې د بهرنيو كمپنيو له خوا ترسره شي. زما دغه دستګاه شايد څه نوې خبره نه وي، يوازې په افغانستان كې به نوې وي، خو په نړۍ كې امنيتي څارونكو دستګاو له پخوا راهيسې شتون درلود او اوس يې ډېر مډرن او كمپيوټري سيستمونه  شته، خو زما كشف دادى چې ما دغه دستګاه په اسانه طريقه او ډېر كم لګښت سره جوړه كړې او د دې دستګاه سركېټونه مې خورا لنډ او اسانه كړي دي چې په اسانه  پ اختيا موندلى شي.
په پاى كې وايم چې زه خپل هيواد ته د چوپړ ښه نيت لرم او هيله مې داده چې د الكترونيك او ټكنالوژۍ په برخه كې خپل هيواد د نړۍ له نورو صنعتي هيوادونو سره په كتار كې ودروم او نړۍ ته  دا په اثبات و سوم چې افغانان بې استعداده خلك نه دي، هر څه جوړولى شي، خو دا د دوى د چارواكو د نا مهربانۍ او په خپل ځان د بې باورۍ پايله ده چې دا ډول استعدادونه پرته له دې چې د كار زمينه ورته برابره شي اود خپل كار له لارې  هيواد او نړۍ ته څه وړاندې كړي، استفاده ځنې نه كيږي او لكه ما غوندې بېكاره او بې روزګاره  ګرځي او په پاى كې  مري او د خپلو هيلو خاورې پرې اوړي، نو زما غوښتنه له افغان دولت او خپله له ولسمشر كرزي څخه داده چې ماته امكانات په اس كې راكړي، څو په هيواد كې د الكترونيك ټكنالوژۍ بنسټ كېږدم او خپلو څېړنو او توليداتو ته پراختيا وركړم، چې په راتلونكې كې الله(ج) او افغان ولس ته هم د ده  غاړه خلاصه وي او هم زما. همدا راز زما دغه پيغام ملي سوداګرو ته  هم دى چې دوى بايد له خپلو كورنيو تخنيكرانو څخه كار واخلي او دوى ته د كار زمينه برابره كړي، چې په دې س ه به له يوې خوا زموږ سوداګرانو ته د ګټې ښه چاپېريال او تخنيكرانو ته به مو د معيشت زمينه برابره شي.
تاسو كولى شئ له مولوي زاده سره د ټلېفون په دې  شمېرو اړيكې  ټينګې كړئ.
0774087021
0707901481