گزارش: فایننشل تایمز
ژباړه : میرویس جلالزی
د افغانستان دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزي وزارت چې دنده یې د مخدره توکو له م
نځه وړل ده اوس د خپلو مامورینو د برخلیک په اړه له یوه نوي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی.
وروسته تر هغه چې ب
یټانیې او افغان دولت د دې وزارت د یو شمیر کارکونکو د معاشونو لپاره د پیسو د نه برابرولو خبر ورکړ، د وزارت
چارواکو په لسګونو تنه مامورین له دندو شړلي دي.
د دې کلیدي وزارت ګڼ شمیر هغه مامورین اوس په نویودندو پسي
ګرځي د کومو چې معاشونه یې په میاشت کې له ۱۵۰۰ امریکایې ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته را ټیټ کړای شوي دي.
دا وزارت
وایې چې د تیر کال له نوامبر میاشتي راهیسي یې شاوخوا ۳۰ تنو کلیدي مامورینو خپلي دندي د معاشاتو د کموالي په
دلیل پریښي دي.
د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر جنرال خدايداد ته یوي نژدې باوري کس ویلي چې دی نور په
اوسني معاش د خپل کور د اړتیا وړ مواد نشي برابرولی او غواړي چې ډېر ژر یوې بلي غیرحکومتي ادارې ته د کار موندلو
لپاره لاړ شي، ځکه هغوې ورسره د لوړ معاش ژمنه کړي .
د دې وزارت یو شمیر مامورینو پخو دا ادعا هم کړي چې له
نوامبر میاشتي راهیسي یې معاشونه هم ندې اخیستي .
د مخدره توکو پر وړاندې دمبارزې وزیر جنرال خدایداد وایې ک
ه چې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت عمده تمویل کوونکي هیواد (بریټانیې) له نورو وزارتونو سره د پیسو د
مصرف پروګرامونه پیل کړي، د دوى پر وزارت یې ناوړه اغیزي شیندلي. نوموړی وایې: ( واقعاً همدې کار زمونږ د وزارت
په فعالیت اغیزي شیندلي او مونږ د لویو نړیوالو مرستو د راجلبولو په لټه کې یو).
د بریټانیې سفارت یو چارواکي
چې د نوم له خپریدو سره یې علاقه نلرله، دمخدره توکوپر وړاندې د مبارزي په وزارت د مرستو د کمولو خبر ومانه، خو
زیاته یې کړه چې بریټانیا د کابل د حکومت په دننه کې د ریفورم د پروسې له پلي کیدو پوره ملاتړ کوي.
د ریفورم پ
وسه چې د عامه سکتور د تنخوا ګانو د لوړیدو او ادارې فساد د له منځه وړلو په منظور پیل شوې خورا ټکنۍ پر مخ ځي، چې
عالي رتبه دولتي چارواکې د نورو هغو په پرتله ډیر زیانمنولای شي.
د مخدره تورکو پر وړاندې د مبارزې وزیر جن
ال خدایداد چې د کاپیسا په ولایت کې یې یوي ستري غونډې ته وینا کوله وویل : ( د مخدره توکو پر وړاندي د افغان ح
کومت هڅي د وزیرانو او یو شمیر ادارو هغې شبکې زیانمني کړي چې د مخدره توکو په کاروبار کې لاس لري).
خو دا یې
ونه ویل چې په مشخص ډول کوم وزیران ایا اوسني او که ګوښه کړای شوي هغه په دې قاچاق کې ښکیل دي.
په افغانستان کې
د مخدره توکو د کاروبار او کښت اندازه په تیرو۶ کلونو کې په بي ساري ډول مخ پر لوړېدا ده، په داسي حال کې چې
په ۲۰۰۰ کال کې یعني د طالبانو دحکومت پر مهال صفر کړای شوې وه .
په دې اونۍ کې د پیسو نړيوال وجهې صندوق خبر و
کړ چې د افغان کوکنارو له کاروبار څخه یوازي یو ملیارد امریکايې ډالر بزګرانو تر لاسه کړي او غټه شمیره نور د
قاچاق وړونکو او نورو وسله والو ډلو تر لاسه کړي دي.
د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مامورینو ته تیره
اونۍ ښه خبر دا وو چې په ۱۳ ولایتونو کې کوکنار صفر شوي وو، خو هلمند ولایت چې لا هم پکې په غټه شمیره کوکنار کرل
شوي هغوي ته ښه خبر نه ورکوي.