د اميرحمزه شينواري دزيږيدوسلمه كاليزه ولمانځل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16867
م٠ اكبر كرگ
دخبریدو نیټه : 2008-02-26

نن د۲۰۰۸ كال دفبرورئ ۲۲ نيټه دلندن دايدجوار دسايكلون افغانې رستورنت كې دپښتو غزل پلار امير حمزه شينواري دزيږيدو سلمه كاليزه دمقالو عرونو اودموسيْقى دمحفل په ترڅ كې ونمانځل شوه ٠ غونډه دكلام الله دڅو ايتونو په قرايت سره پيل شوه اوبيا دغونډي چلوونكي پښتوليكوال وكيل شينواري دافغان ليكوالودټولنې دهدفونوپه باب رڼا واچوله خو مخكې تر هرڅه يې دټولنې دموسس غړي خداى بخښلې سليم تايب دمړينې اودهغه روح ته ددرناوي په خاطر يوه دقيقه سكوت اعلان كړ٠ و وسته بيا دټولني هدفونه اعلان شول همدارنگه له افضل ټكور نه غوښتنه وشوه چې دروانو فعاليتونو په اړوند اومالي ستونزو اولگښتونو په اړوند رپوټ وړاندې كړي٠ بيا  شاعر  ديپلوم انجنير نظيف الله تكل  غونډه  پر مخ وړه ٠
دغونډيې په سر كې دپښتو ژبې داستاد پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار ته بلنه وركړل شوه چې خپله وينا واورې ٠ زيار دامير حمزه شينواري په باب اودهغه دهنري شخصيت په باب خپله وينا واوروله ٠ زيار دخپلې مقالي په ترڅ كې وويل : داستاد حمزه داتيايمې كاليزې په نمانځ غونډه كې مرحوم معتمد شينواري وويل چې له حمزه دمخه شينوارو له دې شعر بل څه نه درلودل ٠
 چې توره تيگه توره ده سپينې له بكر وايې ٠ خو حمزه دا طلسم مات كړ ٠ زيار دخپلې وينا په ترڅ كې دحمزه سره دخپلو خاطرو يادونه وكړه ٠
همدارنگه دوكتور پوهاند زيار صيب په خپله مقاله كې په  بې سابقې توگه دحمزه دشعر دښكلا ييز هنر په اړوند ډيره ښه شننه وكړه ٠
وروسته بيا استاد اصف صميم دتيليفون په يكه دغونډي گډون والو ته خپله وينا واوروله ٠ استاد اصف وويل چې زه داستاد حمزه سره دپښتنې ټولنې دحساسو شيبو شاهد يم ٠ زه ستاسو گډون والو بري غواړم په خپله دوعا كې  يې   دپښتنو دبدمرغي دپاى له پاره دوعا وكړه ٠
داستاداصف صميم نه وروسته اكبر كرگر ته وار وركړ شو ٠ هغه داستاد حمزه دتصوف په اړه خبرې وكړې ٠ هغه وويل چې ح مزه بابا په داسې وخت كې راپورته كيږي چې پښتنې ټولنه يو ډول سياسي اوفرهنگي بحران  سره مخامخ ده  اواودغه دول يې  په دريو برخوو ويشله ٠ حمزه بابا ددغو شرايطو مولود دى هغه دخدايې خدمتگارو دتحريك په اړه وويل چې دا يو داسې ملي نهضت و چې داستعمار په وړاندې يې   مبارزه پيل كړى وه خو دا يوازې سياسي نه بلكې فرهنگې اود هنونو دروښنايې له پاره مبارزه وه  ٠
خو حمزه موږ له پاره  ارزښت دى ستر فرهنگي ادبي اوپښتنې ارزښت ٠
له اكبر كر گر نه وروسته دشمشادتلويزيون مشر ريس ښاغلي فضل كريم چې دې غونډې ته را بلل شوي وو دپښتنو دفرهنگي ستونزو په اړوند خبرې وكړي ٠ هغه دشمشاد تلويزيون  په اړوند وويل : زموږ تلويزيون په پښتو خپرونې كوي  خو دا چې په پښتو خپرونې كوو موږته دالقاعده  طالب ٬ فاشست ٬ اوپاكستاني په نوم يادوي ٠ خو دوولس تلويزيونونه دايران په مرسته اولگښت چليږي ٠
موږ بايد كلتور ته بدلون وركړو ٠
 له ښاغلي فضل كريم دشمشاد ت ويزيوندموسس  له وينا وروسته كامه وال دخيبر دشاعرانو په باب خبرې وكړي اودلعل زاده ناطر شينواري مصري خان خاطر اونورو په باب يې  يادونه وكړه ٠
له ښاغلي كامه وال وروسته ښاغلي شهسوار سنگروال  دحمزه بابا په اړوند چې دخوشحال خان په يوه شعر يې كښلي  وه ٠ اودوحدت الشهود اووحدت ا لوجود په اړوند دخوشال بابا او حمان بابا تصوفي اشعار كره كړي و  خبرې وكړې ٠
دافضل ټكور له وينا وروسته عاشق غريب په اروپاكې  دگډې ف هنگې جرگه گې پيغام واوراوه ٠ بايد وويل شي چې دغه غونډې ته ناروې سويدن المان هالند اوبلجيم څخه پيغامونه را سيدلي وو ٠
وروسته بيا طارق بزگر ددعوت دټولنې په نماينده گئ دټولني موجوده غونډه وستايله ٠
په پاى كې نورالله اتل  خپله وينا واوروله ٠ اوديونسكو له خوا دمورنۍ ژبې باندې دزده كړې دنمانځنې په مناسبت يې  خبرې وكړې ٠
دنورالله اتل نه وروسته پنځلس دقيقې تفريح اعلان شوه 
غونډه دمشاعري اوبيا كنسرت په وړاندې كولو پاى ته ورسيده ٠
دافغان ليكوالو دټولنې دفتر لند ن

۲۲-۰۲-۰۸