دکوچيانو دچا و لوى رئيس محترم الحاج داوودشاه نيازى له بېنوا سره په مرکه کې:
*****کوچيانو ته موتراوسه اته لي
يه او د٢٥ په شاوخواکې نهاري ښوونځي جوړ کړي
*****دکوچيانو شمېرڅه باندې ٥ ميليونه وګړي دي
*****دکوچيانو ستره ستونزه دزورواکيو لخوا دهغوى دڅړځايونو نيول دي
درنو لوستونکيو ! دادى دکوچيانودستونزواو نورو موضوعاتو په اړه ستاسو دمعلوماتو لپاره مو دکوچيانو دچارو له لوى ئيس محترم الحاج داوودشاه نيازي سره دبېنوا لپاره مرکه کړېده چې لوستلوته يې ستاسو پام را اړوو.
پوښتنه : محترم نيازى صاحب مهرباني وکړئ دکوچيانودچارود رياست دتاسيس دموخې او تشکيل په اړه معلومات راکړئ ؟
ځواب : بسم الله الرحمن الرحيم تردې پخوا دکوچيانو دچارو لپاره دسرحداتو وزارت په تشکيل کله هم دمديريت او کله هم درياست په چوکاټ کې يوه اداره وه ، خو دې ادارې دکوچيانو ستونزې او اړوندې چارې ښې حل کولاى نشوې نو هماغه وو چې دنوي حکومت له راتګ سره دکوچيانو ګڼ مشران څوڅوځله جناب ولسمشر ته ورغلل او دکوچيانو دچارو لپاره يې ترې د وزارت دجوړولو غوښتنه وکړه ، خو کله چې ملي شورى جوړه وه نو په دې شورى کې د کوچيانو استازو داغوښتنه جدي تعقيب کړه هماغه ووچې ښاغلي ولسمشردکوچيانو دچارو پاره ديو مستقل رياست او بوديجوي واحد منظوري ورکړه او دا رياست د١٣٨٥ کال دوري دمياشت په ١٤مه ،پرانېستل شو چې زه يې دکوچيانو داستازو او مشرانوپه وړانديز او دولسمشر په منظورۍ دلومړني رييس په توګه وټاکل شوم .
پوښتنه : دکوچيانو دژوند دپرمختګ او ښه والي لپاره موکوم ګامونه اخېستي دي ؟
ځواب : له بده مرغه کوچيان دژوند له هغوډېرو لومړنيو اسانتياوو څخه هم بې برخې وو او دي ، اوس ژوند ډېر پرمخ تللى دى خو کوچيانوته لاد لومړني تعليم زمينه هم برابره نه ده ، همدارنګه کوچيانو روغتيايي ستونزې ،دڅښاک داوبوستونزې ،دڅړځايونو ستونزې ،دمهاجرت له چاپيريال څخه دراستنېدلو او دبيا ميشتېدنې ستونزې درلودې اولايې هم لري ،دهغوى مېنې ،څړځايونه ،ورشوګانې او ايلبندونه ځينې متعصبو خلکو غصب کړي اولايې هم په واک کې دي .
پوښتنه : ښه نو تاسوددې ستونزو دحل لپاره څه اقدامات کړيدي ؟
ځواب : تاسو پوهېږئ چې ښوونه او روزنه ترټولو مهمه اړتياده ،مونږ هم همدې اړتيا ته تر نورو ډېره پاملرنه وکړه ،په ١٣٨٥ کال موږ يو اعشاريه يوويشت ميليونه ډالره انکشافي بوديجه درلوده موږ داټوله بوديجه پوهنې وزارت ته انتقال کړه چې په ټولو اتو زونونو کې پرې دکوچيانو بچيانو ته متوسطه ښوونځي او ليليې جوړې کړي ،ددې ګټه به داوي چې که چېرې کوچيان کډې هم کوي نو بچيان به يې له زده کړې نه پاتې کېږي اوپه همدې ليليو کې به اوسېږي او خپل درس به وايي دابوديجه ددې کار لپاره کافي نه وه بيا مو د١٣٨٦کال له انکشافي بوديجې څخه يو اعشاريه درې ميليونه ډالر نور هم ورکړل چې داپروژې پرې ب پړې کړي همدا اوس دپکتيکا ،غزني ،بادغيس ،خوست اوکابل ښوونځي جوړ او دنورو کار په سلو کې اويا بشپړشوى دى ، هيله ده چې تر راتلونکي کال داښوونځي فعال او زده کړې پکې پېل شي همدا اوس مو په دې ليليو کې دځينو لپاره ظروف او داړتيا وړ شيان هم پېرلي دي ، همداراز په ځينو ځايونو کې دکوچيانو په شخصي اړيکو او يا زموږ د هلو ځلو اوله چا واکيو سره دتماس له امله دوى ته له ٢٠ تر ٢٥ نور ښوونځي هم فعال شوي دي .
ځينو کوچيانو دبېلابېلو لاملونو ه مخې خپلې رمې له لاسه ورکړي او څه ناڅه ده شين (ځايي استوګن) شوي دي ددوى بچيان هم په سيمه ييزو ښوونځيو کې درس وايي ، په لنډه توګه ويلي شم چې د هغې سروې له مخې چې درې مياشتې مخکې موږ وکړه له ٤٣٠٠٠ څخه تر ٦٠٠٠ پورې کوچيان چې انجونې هم په کې شاملې دي اوس په ښوونځيو کې درس وايي .
ډېر کوچيان اوس دپوهنتونونو په ګډون دلوړو زده کړو په موسسو کې هم درس وايي ، همداراز په هغه کتنه کې چې ما او دکوچيانو استازو دپوهنې له وزير سره درلوده زموږ او دهغه ترمنځ داسې تړون لاسليک شو چې دوى به په ١٣٨٧ کال کې کوچيانو ته ١٢٠ نور ښوونځي ،٣٠ ديني مدرسې اوپه اتو هغو ولاياتو کې چې دکوچيانو نفوس پکې ډېر دى نورې ١٠ ليليه متوسطې جوړوي چې دا هره ليليه به د٥٠٠ شاګردانو ګنجايش ولري ،دکوچيانو درياست او دپوهنې دوزارت ګډ پلاوي ددې ښوونځيو او مدرسو دځاى دټاکلولپاره سروې پېل کړېده او دمرکزي زون سروې خلاصه هم ده. هيله ده چې عملي کاريې ژر پېل شي .
همدا راز دو ت په پام کې لري چې په هر ولايت کې يوه لويه ديني مدرسه جوړه او ٢٥٠ طالبان پکې ليليه کړي چې په دې کې هم دولت اسره منلې ده چې په هره مدرسه کې به ٥٠ تنه کوچيان ليليه کوي .
پوښتنه : د روغتيا لپاره موڅه کړي دي ؟
ځواب :د روغتيا په برخه کې ډېر کار شوى موږ په دې اړه دروغتياله وزير او دهغه له کاري ټيم څخه مننه کوو چې ډېره همکاري يې راسره کړې ده ،موږ په ١٣٨٥ کال کې کافي بوديجه نه درلوده ، دوى ١٢ ګرځنده په د ملو ،ډاکټرانو او وسايلو سمبال کلينيکونه کوچيانو ته ورکړل اوپه ١٣٨٦ کال کې يې ١٩ همدا ډول کلينيکونه نورهم ورکړل ،همداراز دکابل په صنعتي پارک کې يو استوګن کلينيک دترکانو په مرسته جوړشوى چې دځايي خلکو ترڅنګ ترې دبګراميو ،څرخي پله او ده سبز کوچيان ګټه اخلي .
پوښتنه :هرومرو ده چې تېرو ج ياناتودکوچيانو په رمو او مالدارۍ منفي اغيزکړيدى آيا تاسو کومه نوې سروې نده کړې چې له مخې يې دکوچيانو درمو مېر معلوم شي ؟
ځواب : په دقيقه توګه خويې شمېره لامعلومه نده خو ويلي شم چې همدا اوس دکوچيانو دپسونو شمېر ميليونو ته رسېږي ، او همدا اوس دافغانستان دمالدارۍ په سلو کې اتيا برخه کوچيان برابروي ، داپاتې په سلو کې شل دځايي استوګنو خلکو ته ده چې په دوى کې په شمال کې ځينې ځايي استوګن مالدار ديادولو ډېر وړدي چې شوقي رمې ساتي ، داسمه ده چې دکډوالۍ ،جنګ جګړو ناسالم اقليم،دورشوګانو له لاسه ورکولو او د زورواکو دظلم او تشدد په څېر ځينو نورو عواملو دکوچيانو رمې له منځه وېوړې ، ګاونډيو هېوادونو هم سمه مرسته ونکړه او آن پروتوکولونه يې تر پښولاندې کړل د بېلګي په توګه افغانستان له ترکمنستان سره دچهل ويک په نوم يو قرارداد درلود چې له مخې به يې په يخنۍ کې دهرات ،بادغيس او نورو سرحدي ولاياتو کوچيان ترکمنستان ته له خپلو رموسره تلل ،هلته به اوسېدل او هغوى ته به يې په څلوېښتو پسونو يو پسه ورکاوه چې اوس ترکمنستان دا قرارداد فسخ کړى دى عمده فکتور چې درمو په کمېدلو کې ډېر اغيزمن واقع شو هغه دزورواکيو قوماندانانواو متعصبو او سکتارستو اشخاصولخوا چې د افغانانو کورنيو اوبهرنيودښمنانو لمسولي دي دکوچيانو دورشوګانو او ايلبندونو نيول اوغصبول دي ، سره لدې چې کوچيان يې اسناد ،فرامين او قبالې هم لري ، خوله دې ټولو ستونزوسره سره اوس هم دکوچيانو دمېړانې ،همت او شهامت له برکته شاوخوا ٦٥ په سلو کې رمې شته او ترې ګټه اخېستل کېږي .
پوښتنه : آيا دهم داسې زورواکيو يوه نمونه دکوچيانو او ځايي استوګنو ترمنځ دميدان وردګو ولايت دبهسودو ولسوالۍ پروسږن د دوونکى کړکيچ بللى شئ ،که که ځواب يې هو وي پايله يې څه ډول شوه ؟
ځواب : بلکل ولې نه ،پروسږ کال دبهسودو ولسوالۍ ځينې ځايي استوګن دپرديو دمزدورانو لخوا ولمسول شول ،ځينې لاسونه را اوږده شول ،ځينې لوړ پوړيو چارواکيو خلک ناسم وپوهول چې په پايله کې يې ددوى او کوچيانو کړکيچ رامنځته شو خو ډېر ژر د ولسمشر لخوا دمحترم مشاور وزير وحيدالله سباوون په مشرۍ دهزاره وروڼو، دشمال دنورو استوګنو اودکوچيانو په شمول پلاوى وټاکل شو ، دپلاوي وروستۍ پرېکړه چې هيله ده ولسمشر به يې ژر توشيح کړي داده چې له عامه څړځايونو څخه هر څوک د استفادې ح ق لري ،کوچيان به دپخوا په څېر دلته راځي خپل دوبى به تېروي او ژمى به بېرته خپلو ژمنيو مېنو ته ځي ، هېڅوک پر چا کارنلري نه څوک ځايي استوګن اونه څوک کوچيان په تکليفولى شي .
پوښتنه : په هېواد کې دکوچيانو دنفوسو دشمېرې په اړه معلومات راکړئ ؟
ځواب : لکه څنګه چې تراوسه دټول هېواد دنفوسو دقيقه شم ېره نه ده معلومه همداراز دکوچيانو دقيقه اومشخصه شمېره هم نشته .ځېنې متعصبې ډلې يې ډېر کم ښيي خوزه وايم چې ټول بايد دحقايقو منلوته غاړه کېږدو ،په خوله ،لافو اوتربګنيو نه دچاشمېره کمېږي اونه ډېرېږي ،په ١٣٥٣ کال چې يواځې د سړک پرغاړه مېشت کوچيان سروې شوي وو نو شمېر ٩٣٠٠٠٠ تنه ښودل شوې وه ، په دې وګړ شمېرنه کې حکومتي مامورين ،نه ايلبندونوته تللي وو، نه غرونو، دښتو او له سرک لرې سيموته . دهمدې سروې له مخې که ددولت اوسنى معمول ضريب په پام کې ونيسو نو ددولت په آنداوس کوچيان دوه نيم ميليونه دي ، خو هغه سروې چې موږ تېرکال په داسې وخت کې کړې چې کوچيان دحرکت په حال کې نه وو اوسروې موهم دقيقه او له هر ډول درغلۍ پاکه ده دکوچيانو شمېر څه باندې پنځه ميليونه ښيي ، په هر حال زموږ هيله دمرکزي احصايې له رياست څخه داده چې په راتلونکې وګړشمېرنه کې په دې خاطر چې دکوچيانو حقوق ضايع نشي او ګيله يې ختمه شي نو هرومرو دې ددوى د سروې په ټيمونوکې دکوچيانو خپل او دکوچيانو دچارو دلوى رياست استازو ته ځاى ورکړي ، ځکه چې دوى به له دې ادارې سره دکوچيانو دمېنو ، څړ ځايونو او ورشوګانو په موندلو کې مرسته وکړي ،له دې پرته به دا وګړشمېرنه هم نيمګړې او دمنلو وړ نه وي .
پوښتنه : تاسو وويل چې حکومت دوه نيم ميليونه کوچيان مني خوپه پارلمان کې خو يې ايله ديو مي يون وګړيو نماينده ورکړې دا ولې ؟
ځواب : بالکل، داڅرګنده بې عدالتي ده ،زماپه ګومان دلته دقانون
او نورم پرځاى تفاهم ،مصلحتونه او دنورو خوښ ساتل ډېرپه پام کې نيول شوي دي ،هيله ده چې په راتلونکي کې داسې ونشي
، له کوچيانو سره بله بې عدالتي داشوې چې په ولايتي ټاکنو کې درايې حق نه وو ورکړل شوى ، يعنې هر افغان د دوو رايو
د استعمال حق درلود خو کوچي چې دلته يې تر هرچا ډېرې قربانۍ ورکړي يواځې ديوې رايې حق درلود .
په هرحال ، داځل
راسره ژمنه شوې چې داسې به نه کېږي او دا بې انصافي به نه تکرارېږي .
پوښتنه : دخپرونواو سنيو په دې تراکم او ګرم بازارکې دکوچيانو ونډه څنګه ارزوئ ؟
ځواب : موږ په خپل رياست کې دخپرونو امريت لرو په پام کې لرو چې په ١٣٨٧ کال کې د ايلبند په نوم دوه مياشتينۍ مجله هم پيل کړو ،ک يزې او ځينې نور شيان هم چاپ کړو مواد يې برابر او کاريې بشپړ دى ، همداراز ديواخباردخپرولو هوډ هم لرو ، خو ت دې ډېر څه موپه وس کې نشته ، هيله ده چې کوم ډونر ومومواو يا حکومت پاملرنه وکړي او دکوچيانو لپاره ځانګړې اډيو جوړه کړو .
پوښتنه : که دامنيت په تامين کې دکوچيانو په رول رڼا واچوئ ؟
ځواب : زما په اند کوچى دامنيت په ټينګښت کې ترهر چا ډېررول لوبولى شي ځکه چې دوى تل دحرکت په حال کې دي ، س حدات له دوى سره دي ، له سيمې او چاپېريال سره ډېربلد دي ، ننګ او مېړانه لري له سختو اوتنګو ،تودو او سړو سره بلد دي، قاطع هوډ او سپېڅلى فکر لري، په جهاد کې يې عملي او رغنده ونډه اخېستې ، همداراز دملي يوالي مزى يې هم ت اوسه ډېرښه ساتلى دى نو په کار ده چې ددوى بشپړ ملاتړ ترلاسه کړل شي .