د شهيد موسى شفيق ژوند، سياست او اند و څېړل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17081

دخبریدو نیټه : 2008-03-11

 هېواد د وتلي او نوماند سياستوال، شاعر او ليکوال شهيد محمد موسى شفيق  د خدمتونو، اند او سياست د څېړلو لپاره يوه ورځنۍ څېړنغونډه  د جلال اباد ښار په شاهي قصر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او د ننګرهار ولايت په مرسته د روان کال د کب د ميا تې په يوويشتمه نېټه جوړه شوه.

څېړنغونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي سلا کار نجيب الله منلي ه خوا د لنډې وينا په اورولو  سره پرانيستل شوه. غونډې ته  افغان ولسمشر په خپل رالېږلي  پيغام کې، چې د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي له خوا ولوستل شو، موسى شفيق د هېواد  د سياست او ادب د ډګر يو پياوړى  بچى ب لى و او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه نوښت  يې وستايه. همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ  وزير عبدالکريم خُرم هم په خپل پيغام کې په دې ټينګار کړى و چې موسى شفيق د يوه ژوندي ولس يو ژوندى او ويښ بچى و او د هغه سياست او ژوند را سپړل زموږ د راتلونکي نسل لپاره د لارښوونې سرچينه ګرځېدلى شي. د علومو اکاډمۍ رييس په خپل پيغام کې م وسى شفيق يو رښتينى افغان او  د ملي وحدت سمبول وباله.

غونډې ته د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ليکوالان او سياستوال راغلي و او هر ليکوال په وار سره د ښاغلي شفيق په ژوند، سياست او خدمتونو خپلې ليکلې مقالې او ويناوې واورولې.

د څېړنغونډې په اوږدو کې د موسى شفيق د ژوند او سياست په اړه يو لنډ مستند فلم هم نندارې ته کېښودل شو، چې د ننگرهار د راډيو ټلويزيون له خوا جوړ شوى و.

د يادولو وړ ده چې د دغې څېړنغونډې په وياړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دوه ټوکه کتابونه هم چاپ شوي دي، چې په هغې کې يو کتاب د نوموړي د (ننګرهار شاع ان) په نوم يوه ارزښتناکه تذکره ده چې د منځنۍ دورې  ډېر ښه شاعران يې پکې راپېژندلي دي.