د کندهار په تاریخي ښار کي د پسرلي دودیزه میله او مشاعره د ټنګ ټکور او تمثل سره یوځای په خورا په زړه پوري ډول نن د کندهار په منډیګګ ماڼۍ کي جوړه شوه .
دغه ادبي او هنري له برمه ډکه غونډه چي د کندهار والي اسدالله خالد په نوښت د کندهار د راډیو تلویزیون او اطلاعاتو کلتور ریاست لخوا جوړه شوې وه چي د سیمي د لیکوالو او شاعرانو تر څنګ د هلمند ، اروزګان او زابل شاعرانواو فرهنګپالو هم پکښي برخه اخیستې وه د ماښام پر شپږو بجو د قران الحکیم په مبارکو ایاتو پيل شوه .
دمشاعرې په بهیر کي د لوی کندهار زیات شمیر لیکوالو خپل شعرونه د مشاعرې برخوالو ته واورول او وروسته په هغه ماښامنۍ کي ګډونوالوبرخه واخستل چي د کندهار د ولایت دمقام لخوا تیاره کړل شوې وه .
تر دې وروسته لالي قايل د ټنګ ټکور په برخه کي څو سندري وویلې او په یو مست اټن يې د ګ والو توجه ځانته را جلب کړه چي وروسته بیا د کندهار نندارې لخوا دروپه زړه پورو تمثلي نندارو د ګډوالو په زړونو کي خاص ځای ونیوه او دهغه وروسته بیا د مشاعرې پاته برخه پیل شوه او تر هغه وروسته یوځل بیا وار د ټنګ ټکور برخي ته ورسیدی او د شپې تر اخیره د بشیر فریادي او یوشمیر نورو هنرمندانو په خوږو ږغونو کي د موسقۍ په زړه پوري برخه د دغي دودیزي مشاعرې ګډونوالو ته وړاندي شول .
د یادولو وړه ده چي په دې دودیزه مشاعره کي تر څلوروسوو څخه زیاتو کسانو برخه اخیستې وه