د لوړو زدکړو وزارت خارجي بورسونه په ډالرو خرڅوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17949
واحديار
دخبریدو نیټه : 2008-04-29

 

محصلين: د لوړو زدکړو وزارت خارجي بورسونه په ډالرو خرڅوي

جمهور رئيس حامد کرزي څو ورځي دمخه د هندوستان د جېمو پوهنتون له مرستيال مشر پروفيسر اميتاب مټوو سره د ليدني پر وخت د دغه هيواد له چارواکو څخه يوه ځانګړې م ننه وکړه. ښاغلي کرزي وويل چي هند له افغانستان سره د بيا رغوني په چارو کي او په خاص ډول د تعليم او ت بيې په اړخ کي ډېري مرستي کړي دي، خو افغان محصلين شکايت لري چي د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت له هند او نورو بهرنيو هيوادونو څخه راغلي علمي بورسونه په پيسو خرڅوي.

په دې محصلينو کي خو داسي کسان هم سته چي وايي امتحان يې ورکړى او په ښو نمرو کاميابه سوي دي، خو دغه وزارت يې بيا هم حق پر بل چا په پيسو پلورلى دئ.

انجنير محمدکرم چي په هند کي د ماسټرۍ اخيستلو ته يې امتحان ورکړى، داسي وايي:
((له ٥٠٠ بورسونو څخه ٢٨ د کندهار ونډه وه، چي ٢٦ يې په کابل کي لا غيب سول. او دوو ته يې زه او زما ملګرى فخرالدين کاميابه سوو، موږ ه امتحان څخه نيولې تر طبي معايناتو پوري ټول قانوني موارد تېر کړل او په دې جريان کي څو واره کابل ته هم وغوښتل سوو، خو داسي ښکاري چي زموږ حق يې پر بل چا په ډالرو خرڅ کړئ دئ)).

هند سږکال افغانستان ته د ٥٠٠ کسانو دپاره تعليمي بورسونه ورکړي دي، چي ځيني د ليسانس او ځيني نور د ماسټرۍ دپاره غوښتل سوي دي.
افغان م حصلين ادعا کوي چي د لوړو زدکړو وزارت هغه چا ته په بهرنيو هيوادونو کي د زدکړي چانس ورکوي، چي يا ښه ډبله واسطه ولري او يا ډالري رشوت ورکړي.

انجينر فخرالدين چي دوه کاله دمخه د کندهار پوهنتون له انجينري پوهنځي څخه فارغه سوى دئ او د ده په وينا د لوړو زدکړو وزارت يې پر حق تېرى کړى دئ، داسي وايي:
 ((تر امتحان وروسته په ښو نمرو بريالى سوم، چي ټول اسناد مي راسره دي او مهمه لا دا چي وزارت زموږ د برياليتوب نتايج په انټرنيټ کي هم اعلان کړل، خو اوس پر پښېمانه دي، د وزارت چارواکو راته ويل تاسو څو ورځي وروسته راسئ، اوس چي اغلو زموږ پر ځاى يې د نورو کسانو نومان په ليست کي اچولي دي)).

د انجينر محمد کرم په وينا د افغانستان د هر ولايت محصلينو ته په ولسي جرګه کي د دغه ولايت د استازو په تناسب ونډه ورکول سوې وه، چي په ولسي ج ګه کي د کندهار د وکيلانو شمېر ١٤تنه دئ او د هر وکيل پر سر دوه تنه هند ته د تګ حق لري، خو د لوړو زدکړو وزارت کندهار ته له لويه سره د ٢٨ بورسونو پر ځاى د دوو حق ورکړ، چي هغه دوه هم پر بل چا په پيسو خرڅ سول.

انجينر فخرالدين د دې پوښتني په جواب کي چي ولي داستونزه د کندهار ولايتي چارواکو ته نه بيانوي؟ داسي وايي:

((چاته ورسو؟ په کندهار کي ولايتي شورا ته ورغلو، هغوى په يوه او بله بهانه تر ځان تېر کړو، وروسته په ولسي جرګه کي د کندهار وکيلي فريبا احمدي کاکړ وعده راسره وکړه، چي په کابل کي به مو غم وخوري، خو د هغې هم درک ورک سو)).

انجينر محمدکرم چي له څېرې څخه خورا مايوسه ښکارېدئ وايي:
((دا چي څو مياشتي مو وخت ضايع سو، څو ځله مو کابل ته سفرونه او مصرفونه وکړل، يوازنۍ هيله مو خپلواکو مطبوعاتو ته ده، چي له دې لاري د دغه وزارت رشوت خور چارواکي رسوا کړو)).

او انجينر فخرالدين چي په کندهار کي د ولايتي شوار او په ولسي جرګه کي د کندهار وکيلانو ته په خښم و، داسي وايي:
((څه سول هغه وکيلان چي زموږ د حقونو د اخيستلو باټي يې ويشتلې، آيا اوس داسي څوک سته چي زموږ د حق غوښتنه وکړي؟)).

نوټ: د انجينر فخرالدين او انجينر محمدکرم يډي نمبرونه او د کاميابۍ نومرې په لاندي ډول دي.
 
انجينر محمدکرم:
آيډي ٠١٢٣١
د ازمويني نومرې ٦٠

انجينر فخرالدين
٠١٢٣٣
د ازمويني نومرې ٥٦